خپرؤنو نېټه: 30 جنوري 2004
هغه شونن دازادۍ دښمنان
چاچې دنيانه ازادى غوښتله
خان عبدالولى خان چې روغ جوړ ؤ نو نن نه شل کاله وړاندې به ئې جلسو کښې دامتل کولو نن دې که سبا دے دامال د زرغون شاه دے هغه وخت زۀ دولى خان په مطلب نه پوهيدم خو نن چې سوچ کوم نو دولى خان دامتل راته داسې ښکارى چې لفظ به لفظ پوره شو
روس ختم شو اوامريکې نه زرغون شاه کاکا جوړ دے دهر چا مال د زرغون شاه کاکا دے دنن نه ډير کالونه وړاندې زمونږ ملک کښې يعنى پاکستان کښې بې نظير بهټو وزيراعظمه وه نصيرالله بابر وزيرداخله ؤ دګوند نوم ئې (( پيپلز پارټى يعنى خلق ګوند اومنشورئې وو سوشلزم همارى معيشت هے بل خوا افغانستان کښې ډاکټر نجيب الله صدر ؤ دپارټۍ نوم ئې ؤ خلق ګوند يعنى پيپلز پارټى منشورئې وو سوشلزم خوفرق صرف داؤ چې بې نظيربهټو ته دامريکې اشير بادحاصل ؤ اونجيب ته دروس اشير باد نودامريکې په ايماسوشلسټ نظرياتو ميرمن دمذهبى انتهاپسند ګوند ته تربيت ورکولو اوهغوى ئې په کابل حاکمان جوړکړل ډاکټر نجيب ئې پهانسى کړو
د ډاکټر نجيب وژل اودبهټو پهانسى کول دزرغون شاه کاکا هغه غټ ظلمونه دى چې تاريخ به ئې هيچرې معاف نه کړى دروس او دروس ملګرو دحکومت خلاف دغه طاقتونو يوتحريک داسامه په سربراهۍ کښې افغانستان کښې جوړکړو او دنړۍ په ګټ ګټ کښې ئې هغه منظم کړل اوسلګونه عربيان دروس خلاف مبارزې نوم دجهاد په نوم افغانستان ته راوستل . دروس چيچن غازيان ئې هم دتربيت دپاره افغانستان کښې ديره کړل
څه دنشو څه دخوارۍ دلاسه
اوس زمونږ کلى کښې شوعام خوبونه
دغه ټول کارونو کښې پاکستان دامريکې ملګرے ؤ او نن هم پاکستان دامريکې حليف دے خوکله چې ديولسم ستمبر واقعه راپيښه شوه حالات بدل شول اودشيخ رشيد په قول دښمنان دوستان شول دوستان دښمنان شول نن امريکه ددنيا هرګټ کښې مسلم ازادى غوښتونکو ته دهشت ګرد وايى پاکستان کښې هم چې چيچن باغيان ياعرب وليدے شى نو چغه پورته شى چې ((القاعده)) راغلى دى . دغه دسعودى يمن ،مصر، عرب دروس خلاف دجهاد په نوم راغوښتى شوى وو او چا راغوښتى وو اونن واجب القتل دى ولے ؟ کم ازکم خپل ملک ته خوئې واپس کړئ چې چرته نه مو راوستى وو دچيچن مسلم مبارزين غازيان اومجاهدين بللے شو خونن هغه هم دهشت ګرده دى دهغه وخت غازيان نن خارجيان دى
څوارلس سوه کاله نه شيعه سنيان مسلکى اختلاف باوجود د وروڼو غوندې وسيدل ايم ايم کښې نن هم متحد دى خوداچا ديوبل دوينو تږى کړل څوک دى چې دشيعه ګانو وژلوته جهاد وائى اويادسنيانو مرګ جائزګڼى هغه کوم پټ لاس دے چې پاکستان کښې امن تباه کوى
د اسرائيل خوهر چرته چې وس رسى داکوشش کوى چې دمسلمانانو اوامريکې مينځ کښې خليج پيدا کړى اودهغوى داسازش په ډيرې کاميابۍ سره روان دے
که دروس نه ازادى غوښتونکى دهشت ګرد شول دفلپائن مسلمانان دهشت ګرد شول نودفلسطين اوکشمير به څه حال وى ؟
دغې ته به څه وايو سيوا ددې نه چې دحالاتو ستم ظريفى ده
نه عاشقى ختميږى اونه شاعرى ختميږى
خټکه ځکه ستا وينا سرته اونه رسيده