Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دګورنر صيب منصفانه خبرې

ليک: ماسټر اکرام خليل

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

دصوبه سرحد ګورنر ليفټننټ جنرل (ر) سيد افتخار حسين شاه تيره ورځ وئيلى وؤ چې (قبائلى سيمو کښې وينه تويول نۀ غواړو کۀ چيرې قبائلى قبيلې دکوم غير ملکى دپر امنه اوسيدو ضمانت راکړى نو مونږ به هغه غير ملکيانو ته داستوګنې اجازه ورکړو)

دابيان داپريل په دوهمه نيټه دجمعې په ورځ په ورځپاڼه وحدت کښې خپور شويدے، دګورنر صيب داخبره دعدل او انصاف سره برابره ده کوم غير ملکيان چې دغلته اوسيږى نه خو ترهه ګر دى او نۀ دالقاعده غړى دى داپه اکثريت هغه مظلوم بيچاره مجاهدين دى چې دپاکستان په خوښه او دامريکې په شاباس دروس مقابلې لپاره راغلى وؤ اکثره غير ملکيان دپخوانه قبائلى سيمو کښې اوسيدلى دى نو کله چې افغانستان کښې حالات بدل شو نو دوى بيا همدلته پناه راوړه.

دامجاهدين دى دوى باندې بل نوم ايښودل بې انصافى ده اوس حالات داسې دى چې دخدائے پاک دالويه زمکه په دوى باندې تنګه شوې ده، حکومت خو بيا بيا وائى کۀ دوى مونږ ته سلامى شى نو بل ملک ته به ئې نۀ حواله کوؤ خو ددې خبرې ضمانت به څوک ورکړى ځکه چې پاکستان خپل پاکستانيان امريکې ته حواله کړل نو بيا غير ملکى بيچاره ګان چې الله نه بغير بل څوک ئې دتپوس نشته نو مشکله ښکارى چې دوى سلامى شى ځکه چې دامريکې دجيلخانو نه به دوى ته شهادت غوره ښکارى، خو داشهادت به هم يوطرفه نۀ وى حتماً به دجانبينو به وينه توئيږى .

حضرت صهيب رض چې کله هجرت کولو نومشرکانو ددۀ دنيولو هڅه وکړه نو دے يوې غونډۍته وختو او مشرکانو ته ئې ووئيل چې لږ ودريږئ زما خبره واورئ بيا چې څه کوئ وکړئ. تاسو زما دنيولو دپاره راغلى يئ خو ماسره يو څو دانې غشى دى او زما نخښه هم خطا نۀ ځى نو زۀ به يو يو غشى سره تاسو يو يو وژنم او بيا چې غشى خلاص شى بيا داتوره چلوم بيا تر هغې وروسته چې څه کيږى هغه به کيږى!

نو داخو يوه لاره ده بله دسولې لاره ده هغه دا چې زۀ به خپل مال دارائى تاسو ته وښائم هغه واخلئ نو تاسو به هم دمرګ نه بچ شئ او زۀ به هم نو همغه ؤ چې هغوى دوهمه خبره ومنله او لاړل نو اوس دا مجاهدين هم تش لاس نۀ دى نو دواړه طرف ته به مسلمانان مرى او دوى نه علاوه دعلاقې سپين ږيرى، زنانه، ماشومان به هم محفوظ پاتې نۀ شى.

نو دګورنر صيب نظريه ډيره مناسبه ده ددې دعملى کولو کوشش دې وشى قبائلى مشران دې دمجاهدينو سره خبرې وکړى کۀ هغوى پرامنه اوسيدل غوښتل نو قبائلى مشران دې دخپل ايمان په جذبه دهغوى ضمانتونه وکړى اودخپل نظارت لاندې دې وساتى. ترڅو الله پاک ددوى لپاره څه لاره برابره کړى

. نو په دې کار سره به دقبائلو ايمان اوعزت په ځائې پاتې شى او دعلاقې خلق به هم بچ شى او مجاهدين او پاک فوځ به دنورو تلفاتو نه وژغورل شى

Comments powered by Disqus