خپرؤنو نېټه: 20 اپرېل 2004
په اوسنى وخت کښې په فرانسه کښې دمسلمانانو په مجموعى شمير پنځه مليونه او څلور ديرش زره ښودلے شوى دى په داسې حال کښې چې ديارلس کالونه دمخه په ١٩٨٩ م کال کښې په دغه اروپائى هيواد کښې دمسلمانانو شميره څلور مليونه وه
په افغانستان کښې دفى سبيل الله جهاد دبريالى توب او دروسى کمونيزم لۀ تاريخى ماتې خوړلو وروسته دفرانسې او نورو اروپائى هيوادونو په مسلمانو اقليتونو کښې پر اسلامى شعائرو دعمل کولو او داسلامى تهذيب دترويج روحيه په خوځښت شوه، دفرانسې مسلمانو ميرمنو او نجونو په تعليمى مراکزوؤ، او دفاترو کښې دپړونى پر سر کولو او حجاب پر شرعى حکم دعملى کولو پروسه پيل کړه چې دهغه وخت فرانسوى سيکولر حکومت دمسلمانانو پر اسلام مئينو ښځو دغه دينى اقدام ونۀ زغملے شو او دمسلمانانو ښوونځى او نور تعليمى مراکز ئې وتروړل. او دهغوى دبيرته پرانستلو شرط ئې داورته کيښود چې مسلمانې نجونه به ټيکرى نۀ په سر کوى
دفرانسې دحکومت ددغه غبرګون دهغه هيواد مسلمانانو پروا ونۀ کړه او هغه ئې په فرانسوى عدالت کښې چيلنج کړه او دفرانسې دسيکولر قانون دبراهينو په وړاندې کولو سره ئې په ډيره ميړانه پر دې دليل مقدمه وګټله چې دفرانسې په هيواد کښې ديموکراسى ده او دديموکراسۍ يو اصل داهم دے چې انسان ازاد دے څرنګه چې وغواړى په ازاده توګه او په خپله خوښه ژوند کولے شى . پر هيچا باندې هم په عقيدوى او اجتماعى توګه بنديز نشته او دغه دواړه ډوله ازادى دفرانسې دهرتبع مُسلَم حق دے
مګر اوس بيا دفرانسې دسياګوند UMP غړى او دحکومت لومړے وزير دروان کال د ٢٠٠٣ م کال دنومبر په اته ويشتمه نيټه د ١٤٢٤ دشوال دمياشتې لۀ پنځمې اود ١٣٨٢ کال دليندۍ دمياشتې له شپږمې نيټې سره سم اعلان وکړ چې په فرانسه کښې به په تعليمى مراکزو، سرکارى دوترونو او رسمى مجالسو کښې پر مسلمانو ميرمنو او نجونو دټيکرى پر په سر کولو او حجاب په بشپړه توګه دحکومت لۀ پلوه بنديز لګولے نۀ شى دفرانسې اوسنى صدر اعظم دحجاب اغوستل دسکولريزم لپاره تهديدونکے خطر اعلان کړ او وې وئيل : پر حجاب باندې بنديز لګول په فرانسه کښې دسيکولريزم او علمانيت دبقاء او حفاظت لپاره خورا ضرورى دے. نوموړى په خپله دغه مرکه کښې چې دبى بى سى لۀ تلويزيون سره ئې کوله وويل دحجاب دممانعت په اړوند زما ګوندقانون تدوين کړے دے چې زۀ به ئې دمنظورۍ لپاره ډير زر پارليمان ته وړاندې کړم. دفرانسې صدر اعظم پر دې هم بس والے ونۀ کړ بلکې دا ئې هم وويل، په دغه قانون کښې مونږ پر مطلق ډول په دينى چارو کښې دښځې پر ګډون کولو بنديز لګولے دے، ځکه چې ښځه لۀ دين سر هيڅ کار نۀ لرى او ښځه دا حق نۀ لرى چې په دينى معتقداتو ګروهمنه وى او په دينىعباداتو کښې برخمنه شى لۀ همدې امله مونږ په نوى قانون کښې لۀ دين څخه خارج کړې ده، چې په دې توګه د فرانسې داوسنى صدر اعظم په مرکه کښې دوه خبرې ديادونې او بحث وړ دى ، يوه داسلامى حجاب په رابطه او دويمه په مطلق ډول لۀ دين څخه دښځينه جنس اخراج چې په دغو دواړو غواړم په لنډيز سره بحث وکړم.
فرانسه داروپا په لويديز خوا کښې لرغونے تاريخى هيواد دے چې داوسيدونکو اکثريت ئې نصرانيان دى، او دنصرانيت پيروانو دښځو په باره کښې هميشه لۀ تعصب څخه ډک منفى دريځ غوره کړيدے او په دغه نظر کښې ټول مسيحى وګړى يو شان دى بيروکراټ دى کۀ ټيکنوکرات دى، روحانيون او مذهبى خلق دى او کۀ فلاسفه او کۀ قانون پوهان دى او کۀ عام وګړى دى. لۀ صنعتى انقلاب څخه دمخه دى او کۀ وروسته او هغه داسې چې دعيسويت دپيروانو دغه ګردې پاټکۍ دا عقيده لرى چې په ښځه کښې دنارينه خبيثه او پليته روح لرى په همدې وجه ښځې ته روا نۀ ده چې بائبل يا مقدس انجيل په لاس کښې واخلى او يا ئې لمس کړى لکه چې دمصر نامتو محقق او مفسر علامه رشيد رضا په خپل کتاب (( نداء للجنس اللطيف )) ٢٥ مخ کښې وئيلى دى: ((دانګلستان پارلمان په ١٥٦٧ کال کښې دښځو په باره کښې يو قانون تصويب کړ چې په هغه کښې دپارلمان دغړو په اتفاق دا پريکړه وکړے شوه چې ددغه قانون لۀ اعلان څخه وروسته پر ښځه باندې دعهد جديد کتاب ((انجيل)) لوستل، په لاس کښې اخستل او لمس کول حرام دى ځکه چې ښځه يو پليت او مجسن مخلوق دے)) دغه راز دشام نامتو محقق اديب او په ١٩٥٠ کښې دشام دپارليمنټ جنرل سکتر او دشام دڅانګې داخوان المسلمين رئيس ډاکټر مصطفى السباعى متوفى ١٣٨٤هـ په خپل کتاب ((المراء ة بين الفقه والقانون)) په ٢١١ مخ کښې ليکلى دى
په ٥٨٦ م کال دفرانسې ملت دنصرانيت ددينى مخکښو رجالو تر اشراف لاندې دښځې په باره کښې تاريخى خصوصى غونډه جوړه کړه او په هغې کښې پر دې خبره باندې بحث وکړے شو چې ايا ښځه هم انسان دے او کۀ نه، کوم بل مخلوق دے؟ دڅو ورځو لۀ اوږد بحث څخه وروسته دفرانسې مسيحى علماؤ روحاينونو قانون پوهانو او فلاسفه وؤ دافتوه او فيصله صادره کړه چې ښځه هم انسان دے مګر هغه يوازې دنارينه دخدمت او مشغولا لپاره پيدا کړے شوې ده
او لۀ فرانسوى ملت څخه په واتيکان کښې چې دټول عيسائى دينى مرجع ده په پنځمه مسيحى پيړۍ کښې مسيحى راهبانو او علماؤ ددې لپاره تاريخى غونډه وکړه چې ايا ښځه مجرد جسم دے او کۀ ورح هم پکښې شته، بالاخره دمسيحيت اکابر دې نتيجې ته ورسيدل او دا تاريخى فتوه ئې دښځې په باره کښې صادره کړه چې ښځه هم روح خو لرى مګر دعيسى عليه السلام لۀ مور څخه پرته بله يوه ښځه هم له جهنم څخه نجات موندونکے روح نۀ لرى
مطلب دا چې لۀ ترتوليان څخه او کراى سوسټم څخه نيولے چې دمسيحيت دلومړى دور امامان وؤ تر اوسنى جان پال پورې ټول دښځې دشخصيت په باره کښې دا عقيده لرى چې ښځه دنارينه دګمراه کولو لپاره دشيطان مهمه وسيله او دبشريت دبدمرغۍ سبب دے لۀ همدې امله ښځه هيڅ حق نۀ لرى چې ددين په چارو کښې لۀ نارينه سره برخه واخلى او يا ښځه عزتمند انسانى جنس وګڼلے شى بلکې نارينه دمسيحيت لۀ حکم سره سم ښځه بايد تحقير او توهين کړى. لکه چې يو نصرانى محقق په خپل کتاب (( دمذهبى اخلاقو انسائيکلو پيډيا))کښې دنصرانى فيلسوفيانو حاکمانو، راهبانو او احبارو ټول پورتنى او نرو ټول هغه نظريات ليکلى دى چې دښځينه جنس په حقله ئې ورکړى دى
او کله چې په ١٧٩٩ کال کښې په فرانسه کښې تاريخى انقلاب راغے او بيا په ١٨٠٤ کښې دفرانسې سلطنتى نظام پر ډيموکراسۍ نظام بدل کړے شو نو ښځه ته چې کليسا صرف دانسان نوم په خيرات کښې ورکړے ؤ، فرانسوى ډيموکراتانو دهغه دتروړلو په لټه کښې شول، ځو ښځه دنورو غير انسانى حيواناتو په قطار کښې ودروى او هغه داسې چې دفرانسې په پلازمينه پاريس کښې ئې ((رومانټيک سوشل)) په نوم دښځو تنظيم جوړ کړ او مشره دپاريس دهغه وخت نامتو کاسيره ژورژسان وټاکلے شوه. او ددې په قيادت کښې دنوموړى تنظيم دوه سوه ښځو دپاريس په کوڅو او بازارونو کښې په داسې حال کښې لاريون وکړ چې لۀ سر څخه تر پښو پورې بربنډې وې او دا شعارونه ئې ورکول : مونږ لۀ ميندو څخه دغه شان لوڅې لغړې پيدا شوې يو او په دنيا کښې پر دغه بڼه ژوند تيرول غواړو نن ښځه لۀ هر ډول دينى او ملى بنديزونو څخه ازاده ده او
دپاريس دغو ښځو دا کار په خپله رضامندى نۀ وؤ کړے بلکې دکليسائى رجالو، دډيموکراتو بيروکراټانو او دپاريس دهغه نامتو اديبانو او شاعرانو لکه الفرډموسى، الکساڼدردوماس الفرډنيکيټ او داسې نور خاص لاسونه لرل څو ښځينه جنس بيخى لۀ سړى توب ووځى
لنډه دا چې لۀ پنځمې مسيحى پيړۍ څخه را پدې خوا تر اوسه پورې نصرانى امت ښځه انسان ګڼلې نۀ ده او کۀ ئې ګڼلې هم وى نو دپليتۍ روح لرونکې ئې ګڼلې ده او لۀ دين څخه منع کړى او خارج ګڼلې ده او په اوسنى عصر کښې هم چې دسائنس او علم دور ګڼلے کيږى دفرانسې صدر اعظم ښاغلے فارين دا اعلان وکړو چې مونږ به داسې قانونه تدوين کړو چې په هغه کښې به ښځه په مطلق ډول لۀ دين څخه منع کولے شى او دا هماغه دپنځمې مسيحى پيړۍ دواتيکان فتوه ده مګر حيرانتيا خو داده چې په تيرو پنځلسو پيړيو کښې په هيڅ يوهيواد کښې نصرانى ښځو دکليسا پر دغه فتوا نيونه وکړه، نۀ ئې لاريون وکړ او نۀ ئې دخپل بشرى او معنوى حق غوښتنه وکړه چې ددوى لۀ دغه طولانى چُپتيا څخه داسې جوتيږى چې دمسيحى ملت ښځې پر خپلتحقير، توهين او استحماق صابرې او راضى دى نو اوس کليسا دفرانسې دسيکولر يو ايم پى ګوند دحکومت او صدر اعظم دى فارين په ذريعه تکل کوى چې دفرانسې او بيا دنورې اسلامى نړۍ لۀ مسلمانانو ښځو څخه هم ددوى لۀ نارينه وؤ سره دينى مساوى او هغه معنوى حق وتروړلے او لۀ دين څخه ئې محرومى کړى چې اسلام دوى ته ورکړى دى.
دفرانسې لومړے وزير ښاغلے زى فارين په خپله مرکه کښې په فرانسه کښې پر مسلمانو ميرمنو او نجونو دپړونى او حجاب پر استعمالولو بنديز لګولے دے لکه چې دمخه مو ووئيل په فرانسه کښې دويم اکثريت دمسلمانانو دے چې قابو شپږ مليونه دى او دريم اکثريت ديهوديانو دے چې مجموعى شمير ئې اتۀ لکه دے په تيرو دېارلسو کلونوکښې په فرانسه کښې دديموکراسۍ او اسلامى حجاب ترمنځ کشمکش جارى دے او تر اوسه دفرانسې په مختلفو عدالتونو کښې دحجاب دولس سوه کيسونه لاينحل پراتۀ دى اوددې علت داښودل شويدے چې دفرانسې په قانون کښې په سرکارى ښوونځيو او نورو تعليمى مراکزو کښې د سيمبل لاس اغوستل لۀ قانون څخه خلاف نۀ دے دسيمبل معنا ده نخښه او علامه، مګر په فرانسوى قانون کښې دداسې سيمبل لباس اغوستل په تعليمى مراکزو کښې ممنوع دے چې دنورو داحساساتو او جذباتو پاروونکے وى او يادپروپيګنډې په خاطر وى دفرانسې دمحاکمو قاضيان حيران او فکرمند دى چې دمسلمانانو حجاب دقانون لۀ کومې مادې لاندې راځى، دغه راز کۀ څه هم دفرانسې لومړى وزير ريفارين دحجاب دممانعت په اړوند دقانون جوړولو اعلان وکړ مګر ددوى په ګوند او حکومت کښې په دې باره کښې شديد اختلافات پيدا شوى دى يوه ډله ئې دفرانسې دجمهور رئيس ژاک شيراک او دهغه دلومړى وزير ريفارين پلوى ده او ددغه ډول قانون جوړولو ملاتړ کوى او بله ډله ئې چې اکثريت دى ددغه قانون جوړولو مخالف دى او دا دليل وړاندې کوى چې کۀ چيرته دفرانسې مسيحى سيکولر حکومت پر حجاب باندې دنوى قانون لۀ مخې بنديز ولګوى نو دفرانسې مسلمانان چې اکثريت اعتدال خوښى دى دمحروميت په احساس به دهغو فرانسوى بنسټپالو مسلمانانو ملګرتيا ته به مجبور شى چې هغوى ډير لږ دى چې بيا په په دې صورت کښې په فرانسه کښې راز راز ستونزې سر اوچت کړى چې لرې کول به ئې دحکومت لۀ وس څخه بهر وى دويم دا چې په فرانسې سربيره په لويديز کښې نورو ډيرو هيوادونو مسلمانانو ته په سرکارى ښوونځيو کښې دحجاب اغوستلو اجازت ورکړيدے سره لۀ دې چې دفرانسې دمسلمانو اتباعو په پرتله په شمير کښې لږ هم دى چې دبيلګى په توګه يو څو هاغه غربى هيوادونه په لاندې ډول دى چې د حجاب اجازه ئې کړې ده. بريتانيه
په انګلستان کښې دمسلمانانو شمير يو نيم مليون دے او هلته کله چې مسلمانانونجونو او ميرمنو دحجاب اغوستل په تعليمى مراکزو کښې پيل کړ حکومت ئې تر ډيرې مودې مزاحمت وکړ مګر مسلمانان پر خپل تکل کښې بريالى شول، او دبريتانيه حکومت دمخلوط الثقافه په نوم مسلمانو نجونواو ميرمنو ته په تعليمى مراکزو کښې ددرس او تدريس په مهال کښې دپړونى او حجاب اغوستلو رسمى اجازه ورکړه
په بلجيم کښې دمسلمانانو مجموعى شمير دوه لکه دى او دهغه هيواد دمسيحى سلطنتى حکومت مسلمانانوته دحجاب اجازت ورکړے دے او دبلجيم مسلمانې نجونه او ميرمنې په تعليمى مراکزو او سرکارى دوترونو کښې له مزاحمت پرته اسلامى لباس او حجاب اغوندى
په ډنمارک کښې دمسلمانانو شمير درې مليونه دے او هغوى ته دحکومت لۀ پلوه دحجاب اغوستلو اجازت ورکړے شويدے او هيڅ ډول ممانعت پرې نشته په ازادانه توګه ئې استعمالوى
په هالينډ کښې دمسلمانانو مجموعى شمير څلور نيم لکه ښودل شويدے او دهغه هيواد حکومت مسلمانانو ته اجازت ورکړے دے چې په تعليمى مراکزو کښې حجاب او شرعى لباس اغوستلے شى
په سويډن کښې اکثريت مسيحيان دى حکومتى نظام ئې سلطنتى دے او په دغه هيواد کښې دمسلمانانو شمير پنځه ويشت زره دے او هغوى ته دحکومت لۀ پلوه په تعليمى مراکزو کښې په ازادانه توګه دحجاب اغوستل اجازت دے.
په هسپانيه کښې دمسلمانانو شمير اتۀ لکه دى او دنفوسو اکثريت ئې نصرانيان دى دهسپانيه سياسى نظام سلطنتى دے په دغه هيواد کښې هم مسلمانانو ته په ښوونځيو او سرکارى دفترونو کښې دحجاب اغوستلو اجازه ورکړے شوې ده او هيڅ ډول ممانعت په دې اړوند پرې نشته
داسې نۀ ده چې دذکر شويو هيوادونو بيوروکريسى به دحجاب په حقله مزاحمت کړى نۀ وى مګر ددغو هيوادونو دغيرت منو مسلمانانو پرله پسې غوښتنې او مقاومت په وجه مجبور شوى دى چې مسلمانانو ته دحجاب اجازه ورکړى . دفرانسې مسلمانان هم چې دهغه هيواد دويم اکثريت تشکيلوى دخپل اسلامى ثبات او مقاومت په وجه انشاء الله په اوسنى کشمکش کښې به ميدان ګټى او دفرانسې سيکولر حکومت به مجبوريږى چې هغوى ته دحجاب اجازه په رسمى توګه ورکړى پر مونږ مسلمانانو باندې لازم دى چې خپل حکومتونه او ميډيا دې ته وهڅوؤ چې په فرانسه کښې دحجاب په کشمکش کښې دهغه هيواد دمسلمانانو اخلاقى او سياسى ملاتړ وکړى او دا پر مونږ باندې دهغوى شرعى حق دے