Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دوستم يوه سترګه

سعدالله جان برق

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 9 اګست 2004

داخبره خو به تاسو اوريدلى وى چې عبدالرشيد دوستم هم ((کانديد)) شو دے کانديد ټکى پسې لغتونه مه ګورئ مطلب ئې دادے چې دصدارت اميدوار شوے خير داخودومره خبره نه ده هرسړے کانديد کيدے شى او هغه د چاخبره چې دايوپکښې ته هم سهى . خو بله خبره کومه چې دوستم صيب کړې ده زۀ هغې ته فکر وړے يم په خپل يوبيان کښې ښاغلى دوستم فرمائيلى دى چې زۀ به ټول ملک ته په يوه سترګه ګورم اوس مونږ دلته غلطيږو چې داڅنګه خبره شوه څوپورې چې زمونږ علم دے نو د دوستم دواړه سترګې روغې رمټې دى پخوا زمانه کښې هم دغسې يوسړے ؤ رنجيت سنګهـ هغه به هم ټول اولس ته په يوه سترګه کتل ځکه چې دهغه بله سترګه نه وه خو د دوستم خودواړه سترګې روغې دى نو دے به ټول ملک ته په يوه سترګه څنګه ګورى اوکه داکوشش کوى نو ايا هغه بله سترګه به پټوى که خبره داسې وى نوبيا خوډيره خطرناکه معامله ده ځکه چې يوه سترګه خلق هغه وخت پټوى چې چا ته شيش اخلى .

مطلب دا چې کله ئې دزرې لاندې راولى نو يوه سترګه ورته پټه کړى او رسائې دزړۀ په سراولى نوکه دوستم صيب هم ټول ملک سره دغه چل کوى نو خبره دمنلو ده ځکه چې هغه ټول عمر هم داکار کړے دے دښۀ مشهور ټوپک زن اوجنګ سالار دے عمر ئې په يوه سترګه پټولوکښې تير شوے دے

خلق چې نښه اولى ګورى ورته
تا ((سترګ)) پټ کړونو ګزار دې اوکړو

اودوستم صيب څه يوکس دوه نه دى ياد کړى بلکې ټول ملک ئې ياد کړےدے ددې يو مطلب داهم شو چې تراوسه خوهغه صرف دمزارشريف اوکندوز وغيره خلقو ته په يوه سترګه کتل او اوس به ټول ملک ته په يوه سترګه ګورى . په داسې حال کښې مونږ صرف دعاکولے شو چې الله دې ددې ملک سرته خير کړى مولاناحالى هم داسې وخت دپاره وئيلى وو چې

اے خاصه خاصان رسل وقت دعاهے
امت په تيرى آکے عجب وقت پړاهے

دافغانستان خلقو سره زمونږ پخواهم همدردىوه خواوس زمونږ نور هم زړۀ اوسوزيدو هغه نورڅه چې وو هغه تير شول نورو ليډرانو دډالرو اسلام راوستو اوطالبانو دخلفائے راشدين اسلام راوستو اوس لا ددوستم صيب يوه سترګه پاتې وه دهندوانو شيو ديوتا دقهروغضب ديوتا دے ددۀ دوه سترګې خوښکاره دى خودهندوانو عقيده ده چې شيوکله په غضب کښې راشى نو ددۀ په تندى کښې يوه دريمه سترګه هم راپيداشى او وغړيږى اوترکومې چې دغه سترګه غړيدلى وى نو دشيو غيض وغضب جارى وى نو هندوان چې کله دچا ظالم بادشاه ياکس ذکر کوى نووائى چې هغه خودشيو دريمه سترګه ده. دوستم صيب هم داوضاحت نه دے کړے چې ټول ملک ته دکتلو دپاره به هغه دريمه سترګه غړوى اوکه نه دغه شته دوو سترګو کښې به يوه پټوى خوزمونږ خپله دا اندازه ده چې زمانه داتشينو وسلو ده او اتشينو وسلو چلولو دپاره يوه سترګه کار ورکوى نوکيدے شى چې دوستم صيب هم دغه مطلب وى چې مايوځل صدرکړئ نوبيا به زۀ ټول ملک ته په يوه سترګه ګورم لکه څنګه چې هغه تراوسه پورې بې شماره خلقوته کتلىدى

Comments powered by Disqus