خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004
اخبارى خبر دے چې يوکرائن کښې غلو يو روغ دريل ګادى انجڼ په بډه کړے دے اوهم په دغه ملک کښې څه موده وړاندې غلو يو روغ پل پټ کړے ؤ . داخبرونه هسې دحيرانتيا دى خو دغه خلقو ته پته نشته چې زمونږ په ملک کښې ددغه غلو پلاران شته دے داسې غله چې روغ اوښ په بډه کړى او چاته پته هم ونه لګى انجڼ اوپل څه شے دے دلته روغ روغ قومونه اوسياسى پارتۍ خلق په بډه کړى بلکې روغ حکومتونه او وزارتونه خلق ښه په فنکارۍ باندې ترخ کښې ووهى دغلو په ضمن کښې راته يوه قيصه راياده شوه وائى چې دلغمان غلو يوځل يوداسې خرپټ کړے ؤ چې سړے پرې دپاسه سورؤ دې غلو داسې چل وکړو چې څلورو کسو د خره کته په توله باندې نيولى وه او پينځم ترې دلاندې نه خرپټ کړو او چې کله خرځائې ته ورسيدو نو دبازار په ګڼه ګوڼه کښې ئې دخره کته پريښودله اوسور غريب په زمکه باندې پريوتو.
دغلا په سلسله کښې هيروډوټس يونانى چې خلق ورته دتاريخ بابا وائى هغه دخپل کتاب تواريخ په دويم کتاب چې د يوترپى ديوى په نوم منسوب دے يوه ډيره عجيبه قيصه ليکلې ده په دغه کتاب کښې دمصربيان دے وائى چې مصريو بادشاه ((رامپ سينى )) ؤ .دغه رامپ سينى بادشاه ( فرعون) سره ډير زيات دولت وونو دۀ دخپل دولت دسمبالولو دپاره يوه ډيره پخه کمره جوړه کړه خوکوم ګلکار چې دغه کمره جوړوله هغه پکښې يوڅو کاڼى کچه ولګول چې صرف هغه دغه ګلکار ته معلوم وو. څه وخت چې دغه ګلکار مړ کيدو نو خپلوزامنو ته ئې دا راز وښودلو ددۀ دمرګ نه پس ددۀ دوو زامنو يوه شپه په دغه خزانه حمله وکړه اوښه ډير مال ئې ترې نه يوړو . بادشاه چې خبر شو نو حيران پاتې شو چې داسې بند او محفوظ خزانه چاڅنګه ووهله دډيرفکر نه پس ئې خزانې سره يوه پټه شکنجه ولګوله بلې شپې له چې دغه دواړه وروڼه ورغلل نو يو رور ئې په شکنجه کښې ونښتو اوداسې ونښتو چې خلاصيدل ئې ممکن نه وو دغه نښتې غل خپل رورته ووئې چې زما سر پريکړه چې پيژندګلو مې نه کيږى ګنى بادشاه به زمونږ نه خبر شى او ټول کور به راله تباه کړى دبل رور زړۀ نه وو خو مجبورى وه نودرور سرئې پريکړو اودځان سره ئې يوړو سحرچې بادشاه خبر شو نو لاغصه شو وئيل دامړے يوځائې کښې زوړند کړى او ګورۍ چې څوک ورته خفه شو يا ووئې ژړل نوهغه را ونيسۍ .
مړے زوړند شو پهره ولګيده ددغه غل مور خپل زوئې ته ووئې چې هررنګه چې وى ماله به درور مړے راوړے. زلمى ورته ووئيل چې هلته پهره ده خو مورئې ورته ووئيل چې يابه دامړے راوړے اويا زۀ ځم باچا ته ټول حال وايم غل مجبور شو په خرونوئې دشرابو مشکونه بار کړل اوپه هغه لاره روان شو چې محافظانو ته نزدې شو نودمشکونو خلې ئې لږې لږې اوسپړدلې شراب په بهيدو شول ټولو محافظانو منډه کړه خپل ټول لوښى ئې راواخستل اود شرابو نه ئې ډک کړل اوښه په مړه خيټه ئې وڅښل چې محافظان دشپې بې خوده پراته وو نو دے غل دخپل رور لاش وتښتولو بادشاه داځل خپله لور دبازار په مينځ کښې کښينوله او ددې به شرط داؤ چې هرڅوک چې راځى نو خپله څه عجيبه قيصه به کوى دغه زلمى څه چل وکړو چې ديومړى لاس ئې پريکړو اوځان سره ئې پټ ونيولو او چې دغلته ورغلو او خپله قيصه ئې تيره کړله نو جينۍ ورلاس کړو خودۀ ورله هغه پريکړے لاس په لاس کښې ورکړواوخپله وتښتيدو بادشاه ومنل چې ددې غل نيول ګران دى نودمعافۍ اعلان ئې وکړو چې داځوان دے ماته پيش شى چې ځوان راغلو نوبادشاه ډير شاباسے ورکړو او خپله لورئې هم ورکړه او وې وئيل چې مصريان دهرچانه هوښيار دى اودازلمے دټولو مصريانو نه هوښيار دے . خوزما خيال دے چې دپاکستان خلق دهرچانه هوښيار وى