Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د يو نوى دار دسره

صابرشاه صابر

خپرؤنو نېټه: 20 اپرېل 2004

ماله چې څه کال يو نيم مخکښې زلمى شاعر ميا ايوب صدف خپل دشعرونو کتاب (( په لمبو کښې انتظار)) راوليږلو نو حقيقت دادے چې ماغوندې څه دوه مياشتې په دغه کتاب کښې زيات لوست خو څه هډو ګڼ رنګے هم ونکړو يو خو په دې چې ددې کتاب نه مخکښې ماسره دمطالعې لپاره په نمبر کښې لس اتۀ نور کتابونه پراتۀ وؤ بل دا کتاب هم څه داسې فټ پاتهى ډول او طرز کښې چاپ شوے دے چې په وړومبى نظر کتو ئې ماته دځان دلوستو هډو اپيل ونۀ کړو خو چې هر کله مې په خپل وخت په کتاب وړومبے نظر واچولو نو بيا ئې تر هغې رانه خپله غيږه ونۀ شو کولے شوه چې پاڼې پاڼې کړے مې نۀ ؤ مادصدف دلمبه لمبه بيدار انتظار دغه سفر دغونډې شپې د شوګيرې دملګرتيا په مزل کښې ختم کړو او زۀ حيران وم چې يو بيخى نوې او غير معروف شاعر هم داقسم ښائسته او خوږه شاعرى کوى. خو ددې نه هم زيات زۀ دايوب صدف دمشر ورور ښاغلى دلاور منصور کتاب (( ديو نوى دار دسره)) حيران کړم او هغه داسې چې داقبال شاکر دکتاب ((کودرى)) د مخ کتنې په ورځ زۀ او صدف دپيښور نه بټ خيلې ته روانيدو نو دقيصه خوانۍ په ميدان هوټل کښې هغه زما په لاسو کښې يو ښائسته کتاب کيښود . دا دمنصور کتاب دے.

 او ددې ډولى کتاب نه مخکښې ما صرف دهم دصدف دخُلې نه دمنصور دوه درې غزلې اوريدلې وې کومې مې چې ډيرې خوښې شوې وې خو زۀ حيران په دې وم چې دصدف غوندې اومه خُلۀ، ناتجربه کار شاعر چې خپل کتاب ډير بې خونده چاپ کوى دمنصور کتاب ئې څومره ښائسته صرف په يوه هفته کښې کمپوز، پروف او چاپ کړو بلکې منصور پخپله هم چې دپښتو په دبستان کښې ئې ما په وړومبى ځل زمزمه او انګازه واوريده او هغه هم دومره قوى، سندرباره او شعريت ريزه معنى خيزه وه چې په يو ځل ئې راباندې خپل فکر احساس او وجود ومنلو

دمنصور په شاعرۍ کښې ما دوه خبرې داسې محسوس کړې چې هغه ددۀ ښاغلى او سپيځلى مستقبل لپاره دګلونو، دسندرو معطر زيرى دې يو خو دا چې هغه دشعر فنى او هنرى اړخ دومره مضبوط ساتلے دے چې کۀ دهغه شعرونه ددې وخت دهرې ښې شاعرۍ سره په بيل چابړى کښې کيښودے شى نو خوند رنګ ارزښت او حيثيت به ئې ترينه کم نۀ وى او رښتيا چې هم هغه دخپلې شاعرۍ دلفظى ښائست په ګلستان دخپل لومړى ((لړې)) فکر دومره مهينې مهينې پرخې ورولى دى چې د((پاڼې پاڼې)) نه ئې خوږې خوږې يخې يخې خوشبوئى الوځى، هغه دخپل شعر دمټينې زمکې دژوند او ښائست لپاره لفظونه د ګلابونو دتخم په خير په دومره انداز انداز خيال خيال نال کړى دى چې دسپورو تورو او غير ضرورى څانګو، او دربو وتلو هډو تصور ئې ترينه ختم کړيدے. او هم دغه دموصوف دپوخ ماليارانه ذهن دژوند وړومبۍ څيره ده

بله دزړۀ دخوښيدو او غټيدو کومه خبره چې مادمنصور په شاعرۍ کښې محسوس کړه هغه دهغه دشعر کلى وال منظر، ډانچه او وجودى سادګى تازه ګى شګفتګى ده او هم دغه خپل زوړ، پوخ، بالغ روايتى احساس چې دمنصور دنوى رسا جديد حسن ورنګ سره غاړه وتلے دے نو دهغه شعر ئې د((دواتشه)) په مصداق دعظمتونو دمعراج اخرى غندلو او بمبلو ته رسولے دے

ددغو دوؤ برنو خبرونه علاوه دښه شاعر جوړيدو لپاره دوه نورې خبرې هم ضرورى دى غرقه، مضبوطه خوره وره مطالعه او تنده، تيزه ژوره معيارى مشاهده او په دې دواړو رقابونو چې چا روغې پښې ايښودې دى نو دفکر نيلے به ئې چرې هم تيندک تيندک نۀ شى اوس خبره داده چې ښاغلے منصور خو دخپل ماحول ثقافت، دود، دستور حجرې جومات او دژوند دټولو اولسى اړخونو مشاهده لرى خو زۀ داخبره په دعوې سره کوم چې موصوف دخپل زوړ ادب خو بيخى نه، دخپل نوى ادب هم کافى ډيره کمه کمزورې مطالعه لرى او دژوند ټوله رنګه ډنګه ئې دسائل تر دوکانه، دصدف تر کمرې او زما دټيلى فونى رابطو محدوده ده او په ژوند کښې دومره خپل وجود او فکر ، نظر محدودول ګوشه نشين کيدل هم دشاعر دفن، دښيرازۍ لپاره سودمند نۀ پريوځى، ولې بيا هم دډيرې حيرانۍ خبره ده چې دنشت مطالعې باوجود هم منصور داسې خوږه ښائسته او دژوند او رومان درنګونو، ښائستونو په ټولو خواوؤ پوره شاعرى کړې ده چې هډو دا ترې محسوسيږى نه چې ښاغلے يو غير معروف او کم لوسته شاعر دے. ما په دې کتاب کښې داسې داسې شعرونه هم وليدل ، ولوستل چې زۀ داخبره په دعوې سره کوم چې دغه شعرونه به نيمه صدۍ پس هم هم داسې نوى شور انګيز، خواږه خوندور او دحسنه ډک وى په دغو شعرونو کښې ژبه، پيغام او ژوند درې واړه موجود دى او دغه شاعرى ددې يويشتمې صدۍ دفطرت مطابق دجديدې نه دجديدې او با مقصدې پر کيفه محتاطې حساسې شاعرۍ نمائنده او سپيځلې شاعرى ده

مخکښې کاتۀ ورته هم نۀ چا دښکلا په نظر
بس خو چې ولګى زمونږ نودهرچا ولګى
وائى منصور چې دتيرو رهزن ته څوک ووايى
مونږ به حساب دظلم کړو خو چې رڼا ولګى

کله دجومات کله په لور دميخانې اوځم
ګورمه چې بلې ډيوې ډيرې دى کۀ مړې ډيرې
لاړو دمرغو شان په يوه اوبله والوتو
مونږه دامښوکے جنګولې وې مودې ډيرې

ستا دويښوسترګو الاهو مې ځانته ووئيله
ځان ته مې پخپله په بستر اورونه وکرل
زۀ خو ځانله ځم، چرته دنورو لمبې وژنمه
مانۀ دى چاښکلى زور اور اورونه وکرل

منصور يو فنکار شاعر دے او هغه ځان پسې وروستو کوم داسې سيورى هم نۀ دې پريښے چې دۀ ته او ددۀ هنر ته غنې شى ما ((ديونوى دار دسره)) ديو ځل په ځائې دوه ځل ولوستو ماوې کۀ کومه لويه کمى خامى پکښې پاتې شوى وى چې سپينو سپينو ته لاره برابره شى خو هغه کۀ يو خوا دمقدار په لحاظ ډيره شاعرى کړې ده نو بل خوا ئې دمعيار دناوې سينګار هم داسې کړيدے چې دګُتې ايښودو ئې پکښې ډير کم څه پريښى دى دمنصور شاعرى دمنصور دبيدارو سترګو ، رڼو معصومو ارمانونو، او بې قابو اميدونو ناوې ده او هغه تر وسه وسه دا هڅه کړې ده چې خپلې دغه ناوې له دټکوتورو په شکل کښې دهره لاله زار هغه هغه ګلابونه راوړى او دې له ترينه اميلونه او عطر جوړ کړى په کومو چې ددې حسن حيثيت عظمت او قيمت ډيريږى او لوړيږى خو ولې بيا هم دزر صاحب کتاب کيدو شوق، وارمان ځنې ځنې وخت دمنصور ددغه ناوې دمخ په سرو کښې داسې بدرنګه شان شوخى پيدا کړې ده چې يو با نظره قارى دا ګُمان کوى لکه چې دا ئې دمصنوعى حسن په تلوسه د (شاه ولى قتال) په ديسې سورخو پوډرو په زور لړلې ده. ددې ټپې په ضد:

ځان ئې زړو جامو کښې جوړ کړو
لکه په وران کلى کښې باد دګلو وينه
او دا په دا خال خال هم داسې نۀ وے
لړې ده او دابه داخلا خال هم داسې نۀ وے

خو کۀ منصور ددې دتل پاتې بندونو تړلو نه مخکښې کوم با نظره پوهه او حسن بين بيوټيشن سره غوږونه سترګې جنګولے وے

Comments powered by Disqus