خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004
دافغانستان دمظلوم مسلمان ملت دشکنجه کيدو ربړيدو، در په در کيدو او ددې خونړى تباه کن انقلاب ابتداء په ١٣٤٦هـ کال کښې هغه وخت وشوه چې کله افغانى واکدار دخلق او پرچم کمونستى ګوندونو ته رسماً اجازه ورکړه
کله چې په ١٣٤٨ هـ کال استاد عبدالرحيم نيازى دحزب اسلامى افغانستان بنياد کيښود او په ډير لږ وخت کښې ئې په علمى او سياسى ادارو کښې نفوذ وکړ هر ځآئې دخلقيانو او پرچميانو مقابلې ته دايمان په وسله سمبال تنکى ځوانان راپورته شو نو دوخت بادشاه ظاهر شاه وويريدو چې داتحريک به ماته يوه ورځ نه يوه ورځ څه غټ مصيبت رامنځته کړى نو همغه ؤ چې ددې تحريک بانى ښاغلے استاد عبدالرحيم نيازى ئې ونيولو او شهيد ئې کړ
په ١٣٥٢هـ داسد دمياشتې په ٢٦ مه نيټه دسه شنبې په ورځ داود خان کودتا وکړه او دظاهر شاه شاهى حکومت ئې نسکور کړو داهم په حزب اسلامى باندې يو بل دروند او ناروا ګذار ؤ او کوم اور چې ظاهر خان بل کړے ؤ سردار داود هغه ته لمن وهل شروع کړل
په ١٣٥٤هـ کله چې دحزب اسلامى سرښندونکو مجاهدينو دسردار داود په خلاف په ولسواليو او علاقه داريو چې کوم کامياب عمليات وکړل نو دسردار داودخان ويره نوره هم زياته شوه هر ځآئې ئې نيول شروع شول ډير بې ګناه ځوانان ئې دتورو تمبو شاته کړل دحزب اسلامى ډير ځوانان لکه خواجه احمد، انجينر حبيب الرحمان، سيف الدين نصرتيار، مولوى حبيب الرحمان او داسې په سلګونو نور کسان ئې شهيدان کړل دپل چرخى او کوټه سنګى زندانونه دبې ګناه مسلمانانو په وينو رنګ شول
په ١٣٥٧هـ دثور په اوومه نيټه کله چې دغوائى خونړے افغان کش انقلاب دنور محمد ترکى په مشرۍ کښې رامنځته شو دخلقيانو او پرچميانو دظلم، ستم او تيرى وار راغے هغه قسم ناتار ئې په افغانى مسلمان ملت شروع کړ چې په يادولو ئې دانسان غونے زيږى . افغان ملت ايران او پاکستان ته دهجرت سلسله شروع کړه
دحفيظ الله امين په کود تا کښې استاد اونابغه ملګرے نور محمد ترکے لۀ منځه لاړو او ډله ايزه وژنه شروع شوه دومره مرګ دخلقى دولت په تيرو دوؤ کالو کښې نه ؤ شوے څومره چې يوازې دحفيظ الله امين په لنډ وخت کښې سرته ورسيدو. چې بالاخره قطبى سرۀ ليوان دجدى په شپږمه ببرک کارمل په ټانک سور افغانى خاورې ته راوست او ټول افغانستان دروسانو په سرو وحشى منګولو کښې پريوت او دافغانانو په بد بختيو کښې يوه نوې اضافه وشوه دروسانو ظلم تيرے او ډله ايزې وژنې دشپږو ميليونو افغانانو شهادتونه درې ميليونو معيوبين څلور مليونه بې درکه کۀ دا صحنه انسان خپل مخ ته ودروى نو بلکل به ئې دماغ کار پريږدى او اخر به يو سوړ اسويلى اوباسى
کله چې ډاکټر نجيب الله بر سراقتدار راغے نو همداسې دوژنې او شکنجې بازار ئې ګرم وساتلو په قسم قسم دسيسو ئې لاس پورې کړ يو طرف ئې دروغې او جوړې چغې وهلې او بل طرف همغسې دوينو دودونه ئې بيهول
کۀ يو طرف ته دبدبختيو ظلمونو تورې وريځې دافغانستان ټوله فضا نيولې وه نو بل طرف ته دې شهيد پرور ملت دخپلې افغانى او ايمانى جذبې په درلودلو دجهاد سنګرونه ګرم وساتل په هر ځآئې او هره دره کښې په روسى وحشى سرو لښکرو لکه دزمرو ورپريوتل روسانو چې خپله مرګ او ژوبله په دومره ګڼ تعداد کښې وليدله نور ئې پښې دټينګې نۀ وې دڅوارلس کالو په تيرولو ئې په ډيرې شرمندګۍ دافغانستان نه پښې سپکې کړې او جهانى رسوائى ور په برخه او اتحاد جماهير شوروى لۀ منځه لاړ
مجاهدينو ورځ په ورځ ترقى کوله او په مخه تلل اخر چې الله ج ئې کاميابى ور په برخه کړه او ډاکټر نجيب الله ونيول شو
دلته په پاکستان کښې دافغانانو يوه بله بدبختى داوه چې دلته يوه قومنده نۀ وه افغانان په اوؤ لويو ګوندونو وويشل شول هر يو ګوند ځآنته خپل نوم او نشان درلوده يو ګوند بل ګونډ نۀ شو برداشت کولې خير اخر ددې اووؤ ګوندونو په منځ کښې اتحاد منځته راغے چې شپږ مياشتې به يو يو ليډر داتحاد مشر وى دغه وخت چې دمجاهدينو حکومت منځ ته راغے داوخت حضرت صبغت الله مجددى دمجاهدينو داتحاد رئيس ؤ ددوه مياشتو په تيرولو دصبغت الله مجددى شپږ مياشتې وخت ختم شو او داتحاد مشر استاد ربانى دافغانستان صدر او رئيس جمهور انتخاب شو
دادوره په افغانى مظلوم ملت يوه بله امتحانى دوره وه دخانه جنګۍ دور راغے پاټکونه جوړ شو او هر مجاهد قومندان دخپلې خيټې دمړولو دپاره دهيچا په سر او ناموس ايسار نۀ وؤ دا دوره دشر او فساد په دوره ياده شوه دشپږو مياشتو لپاره استاد ربانى صدر جوړ شوے ؤ نو هغه د (ماموته بيا دې مونده) په فرموله پوره عمل وکړ
کله چې دملا محمد عمر په مشرۍ دطالبانو اسلامى حکومت رامنځته شو نو مخالفين ټول دشمال خواته غونډ شول او صدرربانى ددوى مشرى په غاړه واخسته دروسانو سره ئې تعلقات نور لا دوستانه شول او دطالبانو په خلاف ئې جنګ شروع کړ
دطالبانو په دوره کښې دوه لوئى شيان چې په پوره امنيت او بل اسلامى قانون ؤ خلقو لږه شان دارام او سکون ساه واخسته هرې خواته امن وامان او يوه اسلامى ټولنه جوړه شوه چې دخلقو دکلونو ارمان ؤ. دانيکمرغه ورځ دګاونډى او بهرنى دښمنانو پيرزو نۀ شوه امريکې چې ټول عمر دشر دبشر ددوستۍ چغې وهلې خپله اصلى څيره ئې نړيوالو او خاصکر افغانانو ته څرګنده کړه. او داسامه په نوم ديو ډرامې په جوړولو ئې په دې مظلوم ملت يوه بله توره شپه راوسته او دا ملت په يو بل امتحان کښې راګير شو. دطالبانو شرعى اسلامى حکومت ئې لۀ منځه يوړو او دالقاعده اودهشت ګرد په نوم ئې ډير کسان دکيوبا داوسپنو پنجرو ته وليږل چې هلته ورسره جهانى بشر دوستان څه سلوک کوى؟ څوک ئې هم دتپوس کولو نشته. دنړۍ ټول مسلمانان تماشبين ناست دى
اوسنى حکومت کښې هم خلق په چوکيو ناست دى دچا لاسونه چې دافغانانو په وينو سرۀ دى. دوى اوس دافغانانو فيصلې کوى
کۀ اوس دافغانستان په داخلى چارو نظر واچوؤ نو وبه ګورو چې افغانستان په درې لويو ګوندونو ( خلقيان، پرچميان، زاړۀ مجاهدين او طالبان) باندې ويشل شويدے خلقيان ، پرچميان په حکومتى چوکيو قابض دى په زړو مجاهدينو کښې ٢٥ فيصده دخلقيانو او پرچميانو طرفدار دى چې په اصطلاح مونږ ورته پاټکيان هم وئيلے شو دا هغه خلق دى چې يو ورور يا زوې ئې په مجاهدينو کښې او يو ئې په خلقيانو او پرچميانو کښې ؤ يعنې دواړه طرف ته به ئې کار کولو چې داسې خلقو ته منافقين هم وئيلے شى
باقى ٧٥ فيصده نور مجاهدين حيران دى چې څه وکړى کۀ دخلقيانو او پرچميانو طرفدارى کوى نو څوارلس کاله مسلح جهاد او هلې ځلې ئې په سيند لاهو کړې او کۀ دطالبانو سره ملګرى کيږى نو ژوند ته ئې خطره ده او دحکومت دچارو نه هم محرومه کيږى
بل طرف ته دطالبانو منظم تحريک دا هوډ کړيدے چې ترڅو دفساد جرړه لۀ منځه لاړه نشى دامصيبت به دافغانانو په برخه دقيامته پورې وى
کۀ پورته ليک باندې نظر واچوؤ نو به وايو چې افغانستان دميږيانو کور دے اوس امريکايان راغلل دوى لکه دروسانو په افغانستان قابض شوى دى خو افغانستان داوسپنو دنينو چيچل دى افغانان شهيد پرور ملت دے هر زور اور ته ئې خپل ايمان او توره ښودلې ده امريکايانو ته پکار دى چې ټول ملت نفير عام ته اړ نۀ شى او ټول دالله اکبر په کفر لړزوونکو نعرو سره راپورته نشى نو امريکايان بايد خپلې پښې دافغانستان نه سپکې کړى او دا ملت خپلې خوښې ته پريږدى