Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دمغرب زوال

ليک:: مارټن جيکس

ترجمه:: اشرف خان خټک

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

دسور جنګ په وخت ددنيا دوه زراوى طاقتونو په مينځ کښې که هسې مخا مخ محاذ ارائى او نښتې شروع وې خو دواړو ته دحليفانو هم ښه اوډاډګيرنه ملاويده يوطرف ته که روس ته دچين،کيوبا، شمالى کوريا اونورو کميونسټو ملکونو حمايت حاصل ؤ نوبل طرف ته امريکې ته هم دمغربى ملکونو پوره پوره مالى او فوځى تعاون حاصل ؤ

دشمالى اقيانوس معاهدې رکن ملکونو تعلق اکثر دمغرب سره ؤ دمغرب چې څه پاليسى به هم جوړيده امريکه اونورو مغربى ملکونو به دهغې متابعت کولو

دفرانس دارالخلافه پيرس دمغرب سياسى،سفارتى حربى، پاليسى سازۍ اومنصوبه بندۍ مرکز ؤ د فرانس لوئې تعليمى ادارو نه به دپاليسۍ متعلق مشورې اخستلے کيدے يومغربى ملک هم ددۀ اتحاد او وحدت نه دبيليدو تصور هم نشوکولے

دنيا په کميونسټ ټولګى اونمر پريوتيز ټولګى کښې ويشل شوې وه نمر پريوتيز يامغربى ټولګى کښې جمهوريت سرمايه دارانه نظام ؤ دې نه پرته دمغربى ملکونو نورقدرونه هم شريک وو چې پکښې يوشان جمهورى نظام اولسى اقدار داولس خپلواکۍ تصور دعيسائيت دعقايدو متابعت اودکميونيزم خلاف په شريکه محاذ جوړولو اقدار شامل ؤ

خو ١٩٨٩انقلاب نه پس دمغرب زوال شروع شو په افغانستان کښې شکست نه پس او سويت يونين شوروى اتحاد ټوټې ټوټې کيدلو نه پس روس خپل ستر طاقت مجمع نه کړو د دوه قطبى نظامونو خاتمه وشوه او امريکه ددنيا واحد سپر قوت جوړشو کله چې دنياکښې يک قطبى نظام قائم شو نوامريکې هم خپل اهميت څرګندولو دپاره عزم وکړو اومغرب نه ئې ځان بيل کړو اوپه پاليسو مشوروکښې ئې مغرب نظرانداز کړو اود خپلې مرضۍ فيصلې مسلط کولو رويه ئې اختيارکړه هن دمغرب يوې صدۍ پورې چې کوم تصور ؤ هغه رورو په ماتيدو شو . ديولسم ستمبر دفلائى حملونه پس امريکه دمغرب نه مکمله بيله شوه اواعلان ئې وکړو چې هغه ددهشت ګردۍ اوترهه ګرۍ خلاف جنګ کوى چې څوک ياکوم ملکونه دامريکې مددکوى هغه دامريکې ملګرى دى او څوک چې دامريکې سره نه کيږى هغه د دهشت ګردو ملګرى دى مغرب په دې مرحلې کښې هم دامريکې ملاتړ وکړو بياهم دافغانستان خلاف فوځى کاروايۍ کښې امريکې دبرطانيه نه سيوانور مغربى ملکونه شامل نه کړل

او کله چې دنيټو فوځ افغانستان ته واستول شو نواهم ځايونو نه ئې دوى لرې وساتل اوتش دامريکې اوبرطانيې فوځونه حساس اواهم فوځى معاملاتوکښې مشورې کوى

مغربى ملکونو ته ئې دلته کښې بس دمعاون درجه ورکړه افغانستان نه پس امريکې په عراق باندې ديرغل کولومنصوبه بندى وکړه په عراق باندې ئې دا الزام ولګولو چې هغه دتباهۍ لوئې پيمانه باندې وسله جوړولونه پرته ددهشت ګردو مدد هم کوى په دې سلسله کښې مغربى ملکونو اوامريکې مينځ کښې واضح اختلافات پيدا شو دفرانس او دجرمنى په قيادت کښې مغربى ملکونه په دې ټينګ شول چې حملې کولونه مخکښې داقوام متحده سلامتى کونسل نه دې منظورى واخستل شى داقوام متحده وسله انسپکټرانو ته دې دکار مکمل کولو موقع ورکړے شى اودعراق مسئله دې سياسى اوسفارتى وسيلو سره حل کړے شى . خوامريکه د يو ملک خبره هم وانه وريده اوپه عراق باندې ئې حمله وکړله

ديورپ ځنې ملکونه دامريکې په دباؤ فرانس او دجرمنى اتحاد نه بيل شو چې په هغې ملکونو کښې اټلى، سپين اوپرتګال شامل دىګويا امريکې يورپى يونين هم غير موثره کړو دامريکې پاليسيو په وجې نه په نيټو تنظيم کښې خلا پيدا شوه داسې امريکې د مغرب طاقت مات کړو اوټولې دنياکښې ئې خپله اجاره دارى جوړه کړه په بين الاقوامى معاملاتوکښې ديورپ نظرانداز کولو اثر بايد عام اولس ته علم نه وى خوديورپ دانشورانو اوپوهانو ته خپل راتلونکے وخت تورتم ښکاريږى وروستينو سلوکالونه يورپ دبين المللى اقتصادياتو مرکز ؤ يورپ چې کوم مقام ته رسيدلے ؤ اوس هم په هغه مقام دے . داچې دنورو براعظمونو ملکونه تيزۍ سره په پرمختګ روان دى خصوصى طورباندې دنمرختيز ايشياء ملکونو ترقى يورپ دپاره لويه خطره ده

امريکې هم يورپ پريښودلو او دو پرمختګ کونکى ملکونو سره ئې تعلق جوړول شروع کړل

چين دډيرې ابادۍ نه پرته په اقتصادى اوصنعتى طور باندې ډيره ترقى کړې ده اوډير په تيزۍ سره پرمختګ کوى جاپان په بين الاقوامى مارکيټ کښې لوئې مقام لرى پيرس، فرينکفرټ، ايمسټرډم اولندن په ځائې اوس بيجنګ ،هانګ کانګ ،ټوکيو ،ممبۍ کراچۍ او دايشيانورو ملکونو داقتصادى سرګرميو مرکزونه جوړشوى دى په بين المللى تجارت کښې هم دولايتى سامان ضرورت ختم شوے دے

بل طرف ته ديورپ په تعليمى اداروکښې دايشيا افريقې، اومشرقى وسطى ملکونو طالب علمانو نفرى ورځ په ورځ کميږى ددې وجه داده چې امريکې ددغو ملکونو طالب علمانوته ټول سهولتونه ورکړى دى لکه دويزې سهولت، وسيدلو بندوبست وظائف، ددغو علاقو اوملکونو په ژبه کښې دتعليم بندوبست په نيويارک واشنګټن کيلى فورينا، شکاګو، اودامريکې نوروښارونو يونيورسټيوکښې دايشياء ،افريقه اومشرقى بعيد مشرقى وسطه اومانزنيز ايشا دتهذيب، ثقافت، د ژبو او ادب بيلې بيلې شعبې جوړې شوى دى چې داخبرې ديورپ په تعليمى اداروکښې نشى کتلے

امريکې ديورپ تعليمى اجادارى ختمولو دپاره دانسته طور باندې داتجربه شروع کړې وه چې کاميابه شوه اودتوقو نه زياته دامريکې پاليسيو جوړونکو داخيال دے چې يورپ اقتصادى طورباندې مفلوج کولو نه پرته امريکه سپر قوت نشى جوړيدلے

دفرانس صدر ياک شيراک على الاعلان دا خبره کړې ده چې هغه دامريکې مخالفت يورپ د تباهۍ نه بچ کولو دپاره کړې ؤ دفرانس اودجرمنى دمخالفت بنياد هم دغه ؤ چې امريکه به اول حملې کولوپه وجه دټولې دنيا تهانيداره جوړه شى اوديورپ طاقتور ملکونه به هم ددې مزاحمت ونه کړى اوسبابه د دوى سلامتى هم په خطره کښې شى ديک قطبى نظام دټولو نه تباه کوونکى نتيجه چې مخيته راغلې ده هغه په حقيقى معنوکښې د مغرب دتصور زوال دے

Comments powered by Disqus