Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دخراسان ادبى کاروان ژوب کل پاکستان پښتو مشاعره

ليک :- محمود اياز

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

دهندوانو عقيده ده چې ((چرته چې ديو شاعر فکر يا سوچ رسيدے شى هلته دنمر وړانګې هم نۀ شى رسيدے))

او دامې هم په کتابونو کښې وئيلى او دخلقو نه په وار وار اوريدلى دى چې ((شاعران دالله تعالى شاګردان وى)) دغه رنګه چا زورورو داهم وئيلى دى ((شاعران او باچاهان هره ورځ نۀ پيدا کيږى)) دغه غلط الهام شوې مقولې مې ... نه پوهيږم ولې په اعصابو باندې هر وخت سورې وى شايد دغه وجه به وى چې کله چې ددې منورې طبقې په حقله دڅه نا څه ليکلو تابيا کوم نو لاسونه مې ديو مجرم ګنهګار غوندې په کپ اخته شى او عموماً زما دداخل نه داغږ راباندې وشى يه زوروره! دفرښتو متعلق کۀ تۀ وليکې هم... نو څه به وليکې،، خو ددې غږ نه پس سم دستى مې ذهن ته ... داقول راودانګى چې داشاعران خو ددروغو وئيلو، پوخ ګوا Heavy لائسنس هم لرى نو بيرته مې اعصاب په ځائې شى، خو يوه خبره دغور او فکر وړ په دې ده چې داخلق دروغ په بلا کمال او فن وائى ګوا په دروغو کښې ئې جمالياتى، حسن او ښکلا له ورايه ښکارى دامې په دې ووې چې ستابه افسانوى مجموعه چاپ شوى وى، او دے ظالم به په ډير اعتماد ورته ووائى چې ستاسو شعرى مجموعه مې ولوستله ډيره مې خوښه شوه خفه کيږئ مه، زۀ هم ددغه طبقې سره کلک تړون لرم ګوازۀ هم شاعر يم دروغ وئيل زما دپاره ، هم څه ګرانه مسئله نۀ ده

په کالم ليکلو خو مې ابتدا وکړه خو دکالم نګارۍ په فن، هيئت او ژبه خو هر څوک نه پوهيږى زه خپله هم څه د کلاس کالم نګار نۀ يمه خو دابيله خبره، چې داسعادت ماته دمخکښې نه حاصل دے، کم از کم دګزارې کالم مالم خو ليکلے شم او بله داخبره هم زما دلارې خنډ وګرځيدله چې بيا به فاروق فراق وائى چې دامحمود اياز څنګه شاعر دے، چې کالم نشى ليکلے، ځکه ادب لوستونکيو ته داخواست کوم چې زۀ که هر څنګه کالم ليکم دوى بايد چې ماته هر وخت داد راکوى چې، ډيره ښه شاعرى دې کړې ده. دکالم دسياق او سباق په اړه، يوه وړه خو معنى خيزه واقعه دلته نقل کول ضرورى بولم، هغه دا ، چې کله چې زما شعرى مجموعه تڼاکې دخيال منظر عام ته راغله نو ملګرو راته ووې چې څو کتابونه دچاچا ګوا، کاکاکريم بخش ايوارډ ته واستوه، نو کوم سړى ته چې ماداکتابونه واستول، څو ورځې پس هغه په ټيلى فون راته ووئيل چې محمود اياز صيب چاته ونۀ وائى، کيدے شى چې دا ايوارډ تاسو ته درکړى وروسته چې خبر شوم نو ايوارډ ئې هغه سړى ته ورکړو چاچې ماته وئيلى وؤ چې چاته ونۀ وائې، کيدے شى دا ايوارډ وتاته درکړى ګوا، زما کتابونه ئې هډو دکاکاکريم ايوارډ کميټۍ ته رسولى نۀ وؤ

زما خو خپله عقيده داده چې در اصل ښه ليک ديو ليکوال دپاره لوئې ايوارډ وى دچا محنت، زيار، خوارى او کړاؤ نۀ ضائع کيږى او نه ضائع شوى دى خو صرف وړوکے سوچ زۀ ديو ليکوال اديب نقاد او شاعر مرګ بولم، که يوه طبقه دمنورينو طبقه وى نو مثبت فکر او سوچ خو ددې طبقې لباس دے، خو نه يم خبر، چې ولې ئې په دې خرقه باندې وجود سيزى درڼا علمبردار، خو درڼاعلمبردار وى او بس، خو، دا هله امکان لرى چې، زمونږ په قول او فعل کښې فرق نۀ وى داوخت به راځى، ولې نا اميدى کفر دے، ولې، دسبا راختونکے لمر ضرور لۀ ځان سره نوى زيرى راوړى

تيره ورځ په ژوب کښې، خراسان ادبى کاروان ديوې کل پاکستان پښتو مشاعرې اهتمام کړے ؤ، دتنظيم ملګرو لکه څنګه چې ددغې مشاعرې کولو فيصله کړې وه ددوى سره وخت ډير کم ؤ اوفيصله ډيره ګرانه او مشکله ورځې درې څلور او بلې خواته دکل پاکستان پښتو مشاعرې اهتمام زۀ هم ددې ادبى تنظيم يو ادنى غړے يم. ما ملګرو ته ووې چې په دومره لنډ تنګ وخت کښې دکل پاکستان دپښتو مشاعرې اهتمام او انتظام ناممکن غوندې راته ښکارى، خو دملګرو مخلصانه ضد ته مې سرټيټ کړو اوما هم په پټو سترګو ورسر هم دغه فيصله لاس ليک کړه، او په دغه شپه مو بنو، لورالائى، پشين خانوزئى، قلعه سيف الله او کوئټې ته فونونه وکړل په منځ کښې صرف دوه ورځې وې خو بيا هم مونږ سيد خير محمد عارف،سرور سودائى، عبد الکريم بريالى، پروفيسر راز محمد راز، درويش درانى، عبدالروف رفيقى، على کميل قزلباش، عارف تبسم، او دغازى سيال نه علاوه دفيض محمد شهزاد او منشى عبدالرحيم کاکړ سره رابطې وکړې خو، زمونږ دبلا کوشش باوجود د بنون نه صرف غازى سيال صيب، دملاکنډ نه اختر على شاه او دپشين کوئټې نه منشى عبدالرحيم کاکړ په دې کل پاکستان مشاعره کښې شرکت وکړو، خو رښتيا خبره داده چې دايو کاميابه مشاعره وه ددې مشاعرې صدارت رحيم شاه فولاد وکړو دروند ميلمه ئې محترم غازى سيال ؤ او ددوى سره سره په پريزيډيم کښې برملا خان برمول، عبدالمالک زهير، منشى عبدالرحيم کاکړ، سنيټر رضا محمد رضا، او راقم الحروف ناست وؤ ددې مشاعرې دريډيو اسټيشن ژوب دپاره اډيو ريکارډنګ وشو او ويډيو فلم ئې هم ملګرو جوړ کړو دمزې او دخوشحالۍ خبره داده چې کله چې ئې راقم الحروف دمحترم غازى سيال صاحب په فن او شخصيت په باب دڅه وئيلو دپاره راوغوښتو نو يوې خوا خو ما دمحترم سيال صيب په پښتونولۍ، ادبى خدماتو رڼا واچوله او بلې خواته مې په علامتى ژبه او رضا محمد رضا سنيټر ته دمالى مرستې کولو څه خفى اشارې هم وکړې کله چې رضا محمد رضا صيب ته دڅه وئيلو دپاره بلنه ورکړل شوه. نو دوى په واز کومى دخراسان ادبى کاروان ديو ضخيم کتاب دچاپولو دمالى مرستې اعلان وکړ دامشاعره په خپل ځائې ډيره منظممه او درنه مشاعره وه ولې چې په دې مشاعره کښې ګڼ شمير شاعرانو برخه درلوده

Comments powered by Disqus