Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د خاطر د غزل انداز

عرفان الله خان

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

دخيبر سيمه اګر چې خړه خړه ښکارى ولې دميدان په سير ګل اورسيمه ده دې سيمې له خدائې پاک ډير حسن ورکړے دے او ددې منطقې خلق په ذهنى توګه ډير زيات زر خيز وى هم داوجه ده چې دحمزه شينوارى نه راواخله تر نن ورځې پورې دخيبر په منطقه دغزل يو خپل انداز دے چې پوهيدونکې په داوريدو سره پوهيږى دمسترى خان خاطر غزل په داسې قالپ کښې ارتقى ته رسيدلے دے دکوم چوکاټ دننه چې حمزه بابا خپل غزل وئيلے دے هم دحمزه بابا دصحبت او نتيجه وه چې خاطر ئې په داسې طريقه ګويانه کړو.

دخاطررنګين غزل ته حيرانيږم
په دې خړ خيبر کښې څه دى بې دخاورو

خبره داسې نه ځکه چې مسترى خان خاطر کوم خړ ځائې يادوى نوداد جمرود او على مسجد په مينځ کښې د دره خيبر څه مخصوصه حصه ده ګنى نو خوپه خيبر کشې خودتيراه غوندې جنتى علاقې هم شته چې دنخترو دځنګلونو او دلوړولوړو واورينو غرونو نه ډکه پرته ده دخاطر مزاج لکه دغرسنى پښتون تغير پسند دے په ځان نه ايساريږى هروخت محسوسوى چې څه وکړى هاغه څه چې ددۀدپاره په مينځ کښې فاصلې کمې شى

داسا په سترګو کښې به څه پاتې شى
رقيبه يار که مې په خله پاتې شى

خاطر دخپل کور کلى درسم وراج نه باغى نه دے خو دپخوانى نظام په کوم کښې چې په دوه مينو بلها پابندۍ لګولے شوى دى خاطر ته احساس دے ان تردې چې کله ئې يار مخ پټ کړى نو داسې ګويانه شى .

خلق چې نخه ولى ګورى ورته
داچې مخ پټ کړو نو ګزار دے وکړو
څه شوله ديره چې انکاردې وکړو
زما دواړه عمر کار دې وکړو

خاطر په ژوند ئې په جيدمسلسل يقين ساتى هاغه په خپلو خوښو کړے شوو لارو لکه ديو نه ستړى کيدونکى قاروان چې ټوله فاصله ئې دخاطر خپل وجوديت دے دوخت دقيدنه ازاد روان دے هم په داسې حالاتوکښې خاطر داسې وئيلى دى چې

ستا منزل منزلونو کښې يم
رسيدو اميدونو کښې يم

خاطر ته دخپل يار هره ادا هره خبره اوهرناز ډير ګران دے نن تردې چې ديار غمونو له ئې داسې په زړۀ پورې تشبيه ورکړې ده چې بنده ډير متاثره کوى خاطر وائى

که دې غم په ماانبار وى پرواه نشته
دګلونو لاندې سانګه نه ماتيږى

خيبر په هغه مخصوصه علاقه کښې خړ خړ غرونه دى دخاطر دګلونو تشبيهات په زړۀ پورې دى دکوم نه ې دهغه فکر او تخيل د دسمسورتيا پته لګى .په يوبل ځائې دخپل يار په سرواننګو کله چې دشرم او حيا دحولو قطرې ووينى نو داسې ګويانه شى

دريغه چې داستا داننګو خوله هم څه وى
پريښې ته چې ګورم دګلونو په سرونو

هم دا دجدائۍ اوفراق احساس ؤ چې خاطر په هروخت ډکې سترګې ګرځيدو په داسې حالاتو کښې هغه دشعر وئيلے دے لکه چې

سترګې په زماشى اخر غزکے په ژړا کښې
ګرځى چې کشتۍ دطوفانونو په سرونو
ښکلى په سرټيټ کړى ياره ستاپه تصور کښې
ډير خاطره ستا دغزلونو په سرونو

خاطر لکه دغرسنى پښتون دخپل پت لاج ساتلے دے اوپه سترګو سترګو ئې بلها خبرې کړ ى دى چې صرف خاطر او دهاغه يار ته معلومې دى

ځه او تۀ چې ووينو له ورايه سره پوهه شو
څوک وائى چې په سترګو کښې دزړو خبرې نشى
ډيرو شپو له راشه چې ديوبل نه خبر شو
ياره په يو شپه دډيرو شپو خبرې نشى

نه زمونږ په پښتنه معاشره بلکې دنړۍ په هر ګټ کښې د دوو مئينو دپاره بې شميره مسئلې پيدا کولے شى . په هره ټولنه کښې دمينې ضد عناصر وجود لرى هغوى درحمنى صفت حب په محبت په ضد خپل شيطانى صفت نفرت ته ببوځى وهى داسې بدبختانه حمزه باباهم محسوس کړى اوغندلى ئې وو بابا وئيلى دى

ګوره حمزه خوله په خوله چې نشى درقيب سره
تاته دې معلوه دسړو خبرې نورې دى

خاطر هم لکه دخپل استاد حمزه بابا ددې مسئلې ښکار دے او دصبر جام ئې ډک شوے دے اودشاعر په غصه ئې څه دارنګه ګويان دے

ځه خاطر دېنور خاطر کولے نشم
اے رقيبه که پوهيږى نوسړے شه

او ورسره خپل يار ته دارنګه ګويان دے وائى چې

ستاپه ژبه باندې هره ژبه خوندکا
اے اشنا يا اپريدے ياپيښورے شه

وختونه تير شو اوتيريږى خودمسترى خان خاطر اپريدى دغزل ښکلا يو په دوه لازياتيږى ځکه چې ددې دمينې او حسن په غزل ګو شاعرۍ کښې موسيقيت خپل حدونه پار کړى دى اونن ئې هم کله چې دمرحومې کشور سلطان په اواز داغزل نشر کيږى چې

بيادې سمې نه کړم په هغوسترګو
يوځلې هم هاغسې په مړو سترګو

نو بنده وائى چې لکه چې په فضاکښې دغړاستو دلوګوخوشبوئى خوره شوه

Comments powered by Disqus