خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004
|
داخط دهزارې دپښتو شاعرانو اديبانو فنکارانو دپښتوژبې ويونکو اوريدونکو يو ياداشت دے چې دپيښورټيلى وژن دجنرل منيجر په نوم ئې زۀ په خپل کالم کښې په دې وجه خپروم چې هغوى دا غږ ماته راکړے دے ددې دخپرونې بل مقصد داهم دے چې زۀ دټيلى وژن پيښور څانګې درائټر په حيث دا تائيدوم ځکه چې په هزاره کښې کوم پښتانه اوسى هغوى په ډيرو حوالو مونږسره شريک هم دى خوبيا چې په داسې اداروکښې دنمائندګۍ سوال راشى نو زمونږ څخه بيل دى او ددې ثبوت دهزارې نه دا راغلے ياداشت دے چې هغوى په ټيلى ويژن خپله نمائندګى غواړى
دهزارې دهندکو ژبې دشاعرانو نمائندګى شته اوبيا چې دفنکارانو په حواله دغې نمائندګۍ ته فکر وکړو نو په نيشنل پروګرامونو کښې هم دهندکو دغه فنکارانو د هندکو ژبې نمائندګى کوى او په نيشنل پروګرامونو کښې دهزارې دفنکارانو کمال او صلاحيت دستائيلو هم دے خوکه چرې ددوى پشان دپښتنو دهزارې فنکارانو ته هم حصه ورکړې شوه نو واقعى چې ښه بدلون پکښې راتلے شى ځکه چې يو خوبه دغه فنکاران نوى هم وى او دخلقو دپاره به هم ښه تاثر ورکړى بله دا چې دټولې هزارې دپښتنو نمائندګى به هم وکړے شى . داخبره يوازې دپى ټى وى دپاره نه ده بلکې بايد چې په ريديو ټيلى ويژن اباسين ارټس کونسل اکيډيمى ادبيات او نورو ادبى ثقافتى ادارو کښې هم ددوى نمائندګى ورکړے شى اودغه شان په عوامى اداروکښې دهرچاحق وومنلے شى دلته چې مونږ په قامى سطح خبره کوو نو دصوبائى خودمختارۍ غوښتنه کوو او دمودو مودو راسې ددغه حق په غوښتنه کښې بوخت يو خو چې په صوبائى سطح چې سرکارى کښې ورته ((علاقائى )) ټکے استعماليږى نو دلته بيا په خپله صوبه کښې دژبو دنمائندګۍ اودعلاقو دنمائندګۍاختلاف رائې نه حکومت محسوسوى اونه دمتعلقه ادارو سربراهان !!؟ مونږ چې په دغه حواله دهزارې دپښتنوحق تلفۍ ته په عوامى سرکارى اداروکښې فکر وکړو نوداخبره به تائيدووچې يوازې دهزارې يوشاعر په موسمى مشاعره کښې راغوښتل دټولې هزارې حق نه ادا کوى بلکې دغلته نور ډير شاعران ليکونکى اوفنکاران شته چې دهزارې دپښتو په نمائندګۍ دخپل حق څخه محرومه دى
په دغه ټولو ادارو کښې ټيلى ويژن داسې يوه اداره ده چرته چې دټولو ژبو ويونکو حق دهغوى د ابادۍ په تناسب اود علاقو دباصلاحيته خلقو په شمول پکاردے داخبره هغوى په تحريرى توګه داوخت ځکه کوى چې دپيښور ټيلى ويژن جنرل منيجر فرمان الله جان پښتون هم دے اودپيښورپه بانى پروډيوسرانو کښې پاتې شوے دے اوتردې ځايه رارسيدلے دے ورسره دپيښور ټيلى ويژن پروګرام منيجر شوکت على هم دغه سلسلې يو تسلسل دے دا دواړه شخصيات دکمال هنر ايډمنسټريشن او د صلاحيتونو په حواله باکماله هم دى اوغير متنازعه هم دى بيا دوى دلته دهرچا په نمائندګۍ دهرچانه زيات پوهيږى هم اوپه حق ورکولوکښې به دهزارې داياداشت محسوس هم کړى