Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دغريبۍ ايوارډ

ليک::ډاکټر افتخار على فګار

رځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

پښتو ژبه زمامور پښتو ژبه زما ښائست ،پښتو ژبه زما پيژندګلو غرض دا چې پښتوژبه زماهرڅه هرڅه ده ځکه چې په دازما مورنۍ ژبه ده ځکه خو ماډيره ګرانه ده . دپښتو ژبې سره چې دچا څه قسم هم تعلق دے هغه زما ورور زما دسترګو تور زما زړۀ ټکور دے هم دغسې دپښتو عاشقانو کښې زما يو پښتون ورور محمدعلى جوهر يوسف زئى دے چې ډير مخلص مينه ناک په پښتوژبه مئين ډير ښکلے کالم نګار شاعر اواديب دے . زمونږ يوسف زو کښې جوهرصيب دپښتوژبې يوداسې قيمتى ګوهر دے چې خپل مثال پخپله دے محمدعلى جوهر ډير لوئى انسان دے دهغه خپلې ژبې خپلې علاقې او خپل کلتور سره ډيره مينه د چانه پټه نه ده اودستائنې وړ ده هغه دقلم مجاهد دے اودپښتوژبې داسې ليکوال دے چې هغه دپښتنو په معاشره کښې په موجوده خرابو اوپه خپلو مشاهداتو کښې دداسې غلطو رواياتو چې هغې ته په ښه نظر نه شى کتے ډير ښه تنقيدى مضامين په خپلو کالمونو کښې ليکى اودا کالمونه وخت په وخت په مختلفو ورځپاڼو کښې د (دا پکښې لابله) په نوم زمونږ دنظرنه تيريږى

دهغه ليکل په داسې زړۀ راښکونکى انداز کښې مخې له راځى چې دلوستو نه بغير ئې بله چاره نه کيږى دهغه تنقيدى خبرې دټوقوټقالو په انداز کښې ډيرې مزيدارې خوډير سبق اموز وى په داسې انداز خپله خبره کوى چې په چاتنقيد کوى هغه هم خفه نه شى او لوستونکى له مزه هم ورکړى او يو سبق هم غرض دا چې دهغه اندز په ګړه کښې دزهرو ورکولو دے . هم دغه وجه ده چې سره ددې چې زما دګړې او خوږونه پرهيز دے خودهغه کالم ماپه دې ګړه خوړلو مجبورکوى هم په دې وجه چې دهغه کالم په هره ورځپاڼه کښې وى زۀ ئې خامخا لولم اوزۀ دهغه مستقل قارى يم او دهغه کالمونو سره مينې او دهغه دپښتوژبې ددې خدمت دستائنې دپاره مانن خپل قلم راخستے دے . هغه نه صرف په ورځپاڼوکښې دپښتوژبې ليکل کوى بلکې په ريديو کښې هم هغه باقاعدګۍ سره بعضې پروګرامونه په ډير ښکلى انداز او کاميابۍ سره کوى يوښه کمپئر او ميزبان دے لڼدا دا چې محمدعلى جوهر نه پښتوژبې خدمت نه صرف په ورځپاڼو رسالو وغيره کښې بلکې دريډيو په ميدان کښې هم ډير په خوندور انداز اوکاميابۍ کوى

زما قلم خو دومره طاقت نه لرى چې زۀ دهغه دټولو خوبو احاطه وکړم خوبياهم دهغه ددې خدمت په اعتراف کښې مې داڅه لږډير ليکل دهغه په نوم وکړه ماسره خو نورڅه دولت او خواږه بغير دمينې نه نشته ځکه چې زۀ هم لکه دمحمدعلى جوهر يوغريب انسان يم خوپه دې موقع دهغه دخدماتو په اعتراف کښې هغه ته دمينې دا ايوارډ يعنى تحفه دغريبۍ ايوارډ په نوم ورکول غواړم

Comments powered by Disqus