Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دچامرکه په انصاف مبنى ده؟

ليک: محموداياز

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 8 مئي 2004

کله چې ديوې ژبې نقاد کلربلائينډ شى نو لامحاله به دهغې ژبې ادبيات دځوړ په لور روان وى ګوا تنزل بيا دداسې خوارې او بدبختې ژبې مقدر وګرځى هغه څوک چې په يو وخت نقاد، اديب، دانشور، شاعر او محقق نه علاوه دپښتو ژبې پروفيسر ګوا استاذ هم وى، او دپښتو ماسټر ډګرى ئې هم په فرسټ پوزيشن کښې ترلاسه کړى وى خو ليکنه به ئې دليک او تخليق په اړه دومره Zig Zag وى چې په لوستلو به ئې دقارى شعور او عقل دواړه له حيرته غوږونه ورته ونيسى ګوا دا مبالغه آرائى مې په دې وکړه، چې دمنفرد تورى يالفظ په قدر وقيمت به نۀ وى خبر، او غير ضرور ىاستعمال به ئې په دومره لوئې زړۀ کوى چې قارى هک بک ورته پاتې شى، تيره ورځ مې په ورځپاڼه وحدت کښې ديومشهور او معروف زلمى کالم لوستلو دبلا ډيرو کتابونو مصنف، محقق او مولف هم دے يقيناً به ايوارډ يافته هم وى ځکه دفتوې جارى کولو دپاره پوره پوره حق لرى ماشاء الله په پښتو ژبه کښې دنقاد جوړيدلو دپاره دڅه سند مند ضرورت نشته. دلته چې دچا په جيب کښې بال پوائنټ وى هغه نقاد جوړيدے شى. او بال پوائنټ خو شکر دے ارزانه هم دے، دوه يا درې روپۍ ئې مرګ دے نو چې يو څوک په دومره اسانه لاره نقاد جوړيدے شى په دې کښې څه حرج دے د تنقيد په آئينه کښې چې دپښتو نقاد ته ګورم نو په بريتونو کښې داسې راته خاندى ، لکه زمانه چې داتپوس کوى، چې څنګه زماتنقيدى څيړنه، دتنقيد په ټولو معيارونو سل په سله پوره ده کنه؟ زۀ خوار په ناګهانى توګه سر په اثبات کښې ورته وخوروم، څۀ وکړم، سترګې دسترګو نه شرميږى

دانسان دتحليق په اړه خدائې پاک په خپل کتاب قران مجيد کښې پخپله دا فرمائى چې انسان ما په ډيره احسنه طريقه تخليق کړيدے دغه راز مفسرينو هم ددې تصديق په تفسيرونو کښې په خورا منطقى دليلونو او رښتينو حوالو داسې کړيدے، چې څلور څيزونه داسې دى چې خدائې پاک په خپل دست قدرت تخليق کړى دى او هغه دادى قلم، عرش، باغ عدن او آدم عليه السلام. په ذکر شويو څيزونو کښې اوليت او فوقيت قلم ته حاصل دے، ښکاره خبره ده چې شرعى او اسمانى ادبيات هم دقلم دتقديس او احترام اثبات کوى او لۀ دې نه پس دالله تعالى دکُن په امر، نور ټول څيزونه په وجود کښې راغلى دى لۀ ذکر شويو حقائقو پس به. دا وئيل بې ځايه نۀ وى چې اديب شاعر، نقاد او محقق دټولنې هغه بختور خلق دى، چې دقلم سره ډير قريبى تعلق لرى، خو سوال دا پيدا کيږى چې دقلم دکماحقه استعمال چل مونږ ته راځى يا په نورو ټکو کښې به دا ووايو چې دقلم دتقدس او پاکۍ په اړه مونږ څومره ژور ادراک لرو، زما دبيخى لږې پوهې په اساس دومره وئيلے شم چې دقلم سره لوبې کول زمونږ وطيره ګرځيدلې ده کۀ داسې نۀ ده نو راشئ! چې دخپلو منظر عام ته دراغليو ليکنو يو تنقيدى جاج واخلو، يو اجمالى نظر ورباندې وغوړوؤ

زما په خيال دحتمى نتيجې په صورت کښې به ټول دانصاف په عدالت کښې سر ښکته ولاړ يو رښتيا خو دادى چې دقلم دحقيقت او ارزښت دزير او زور نه يو مخ ناخبره پاتې شوى يو په هم دغه سوب دپښتو ادبياتو په ادبى فضا عجيبه غوندې وباء لګيدلې ده، اوس فيصله تاسو وکړئ، چې څه کول پکار دى؟

ګوا، دانصاف تقاضا صرف او صرف داده چې زلمى به خامخا د سينئير ليکوالو قصيدې او ترانې وائى خو سوال داپيدا کيږى چې هغه هم غير مشروط، کۀ معيارى وى او کۀ غير معيارى، خواخر ترڅو؟ خو بلې خوا ته کۀ زلمى ليکوال يا ليکونکى ښه ليک او تخليق وادب لوستونکيو ته وړاندې کوى زمونږ محترم مشران اديبان او نقادان به دهغو هيڅ ذکر مکر نۀ کوى، ګوا چاچې اتۀ شعرى مجموعې چاپ ته وسپارلې، دښه شاعر استناد صرف او صرف وهغه چاته حاصل دے؟

يا چاچې په نثر کښې دکتابونو سينچرى جوړه کړه هغه ته بايد چې د ښه نثر نګار دستار په سر وتړلے شى؟ دمعيار او مقدار فلسفه هسې فلسفيانه دروغ ګڼل پکار دى، ايا صرف په يو نظم شاعران نۀ دى جوړ شوى،په دې لړ کښې يو شمير مثالونه په تحريرى ريکارډ کښې موجود دى، دويسټ لينډ په سوب، ټى ، ايس، ايليئټ ته دقبول عام حيثيت نۀ دے حاصل شوے؟ دهم دغه نظم په وسيله دهغه دشاعرانه بصيرت ازانګې ددنيا ګُټ ګټ ته نۀ ورسيدې؟ خو مونږ تر هغه څوک نۀ منو، چې يو سل شل کتابونه ئې مارکيټ ته نۀ وى راغلى، هغه کۀ معيارى وىاو کۀ غير معيارى، شرط، صرف او صرف دکتابونو دشمير دے.

په کتابونو کښې ديو عالم داقول هم مونږ وئيلے دے چې ((دانسان سره يو داسې قوت هم شته، چې هغه ددې قوت په وسيله دمستقبل دآئينې جاج اخستلے شى خو دا قوت ئې هله بيدار وى چې کله دهغه حواس خمسه خوبولى وى، او دماغ ئې دمشاهداتو نه، بيخى ازاد وى)) خو ددې قوت نه مونږ ځکه عارى يو چې زمونږ حواس خمسه هډو خوب کوى نه، هر وخت بيداره وى او دماغ مو دخپل ذات په مشاهداتو او تجزياتو يو مخ اخته وى دذکر شوى قول نه زما مقصود دادے، چې مونږ خپل زيات وخت دځان دتشخص دتشهير په اړه، په لارو هوارولو کښې ضائع کوؤ، ګوا ځانته لارې هوارول، هغه هم پخپله، زما په خيال داد شاعر اديب او نقاد وظيفه نۀ ده، شاعر اديب او ليکوال خو صرف اوصرف خپل تخليقات دادب لوستونکيو مخې ته ږدى، نور کار خو، نو بيا دنقاد په منصفانه نظريه او تجزيه پورې اړه لرى چې هغه ديوې ليکنې سره څومره انصاف کولے شى؟

نن سبا دسعيد ګوهر انټرويو ته متنازعه انټرويو وئيلے کيږى خو سوال دا پيداکيږى چې په روشن پاکستان اونورو پښتو مجلو کښې چې څومره انټرويوز شائع شوى دى کومه يوه، سل په سله په انصاف مبنى انټرويو ده په چغه کښې درحمت شاه سائل دانټرويو يو خلاصه داده کۀ په پښتو کښې ښه شاعر دے نو هغه صرف او صرف سائل دے، قمر راهى صاحب په خپله انټرويو کښې دځان ستائنې پوره پوره اعتراف په شدومد سره کړيدے، او دمردان ستائينې واضحه ثبوت ئې پيش کړيدے، درويش درانى په پښتو پالنه مجله کښې او دافغانستان په يو نيمه بله مجله کښې په انټرويوز کښې دځان اعتراف په غير يقينى کيفيت کښې کړيدے، او چې کله انټرويو کوونکى، ورنه دښو شاعرانو تپوس کړيدے، نو هغه په ځواب کښې په ډير عالمانه او ماهرانه انداز، هر وخت دغه ازبر کړى جملې وئيلى دى چې ((ښه شاعران خو ډير دى داسې نه چې دچا نوم رانه هير شى بيا به رانه خفه شى، نو ځکه دچا نوم نۀ اخلم)) اوس خو، دهغه دوه نور ياران هم کټ مټ په دغه فلسفه يقين لرى کومه چې درويش درانى ايجاد کړې ده، لکه عبدالبارى جهانى او پير محمد کاروان، دغه حال يا دغه ته نزدې حال دنورودانټرويوز وګڼئ، زما په خيال دومره غير ضرورى شرافت هم لږ بې ځايه غوندې ښکارى، يو نقاد چې ددومره حقيقت وئيلو جرائت هم نۀ شى کولے، نو بيا دې دانټرويو ورکولو زحمت هم نۀ کوى زما دا يقين دے چې سائل صاحب به بل کهلا خط، روشن پاکستان ته نۀ ليږى.

زۀ نن ددې تحرير په وسيله په تحريرى ډول دا اعتراف کوم چې سائل، خپل مقام اوخپل تشخص لرى، ګوا زۀ ئې دښۀ شاعر په حيث تسليموم، خو کۀ زما رائې دا قضاوت ولرى خو دمحترمو ليکوالو نه ددې سوال ځواب غواړم چې دخدائې دا مثالى تخليق (انسان) به ، دقلم تقدس په رښتيا وئيلو کله ثابتوى؟

Comments powered by Disqus