خپرؤنو نېټه: 1 جنوري 2004
د اسلام مطلب دے دامن اوسلامتۍ دين. ځکه مسلمانان په ټول عالم کښې امن، ورورولى، خواخوږى او مينه محبت غواړى خومصيبت دادے چې مسلمانان خپله دغلامۍ ښکار شوى دى. ازادى دهرچاپيدائشى حق دے. چې اقوام متحده هم دازادۍ حق تسليم کړے دے
مسلمان نه خوکافر مړاکول غواړى. اونه عيسائيان، يهوديان، هرچاته دخپل مذهب مطابق دژوند تيرولو حق شته دے چې څه رنګ په پاکستان، ايران، ترکى، او مصر غوندې ملکونو کښې اقليت ته پوره پوره حقوق حاصل دى. دغه رنګ ته نورو ملکونو ته هم پکاردى چې مسلمانانو ته دازادۍ پوره پوره حق ورکړى
په انډونيشياکښې که عيسائيانو ته ازادى ملاويدے شى نوفلپائن مورو مسلمانانو ته دې هم ازادى ورکړے شى. دچيچنيا مسلمانان دتيرسلو کالو نه دازادۍ مطالبه کوى خوهغوى ته روس اوسه پورې دازادۍ حق نه دے ورکړے. هسې داخلق دچيچنيا پيدائشى اوسيدونکى دى او دارنګ ته دکشمير اوفلسطين مسئله هم ده
دامن قائمولو دپاره په افغانستان باندې چې کوم يرغل شوے دے داصرف داسلام خلاف يرغل ؤ اوپه عراق باندې حملې نه معلومه شوه چې دامن ټيکيداران په دنياکښې امن نه غواړى څومره دمسلمانان خونې بربادې شوې . څومره ميندې، خويندې زمونږ کونډې شوې په لکونو مسلمانان په دې ملکونو کښې شهيدان شول ددوى قصور دادے چې خپل پيدائشى حق غواړى ازادى غواړى په دنيا کښې امن غواړى ترڅوپورې چې دامسئلې حل شوى نه وى په دنياکښې به معاشى، اخلاقى، علمى ابترى وى که داټولې مسئلې دمسلمانانو حل شوې نو يقيناً چې ټوله دنيا به ډيره ترقى وکړى
هندوستان اوپاکستان په خپله کښې ډير جنګونه کړى دى خو جنګونو د دواړو معيشت تباه کړے ؤ خو دتيرددريشت کالونه جنګ نه دے شوے ځکه هندوستان اوپاکستان دواړو په سائنسى او معاشى اعتبار سره ډيره ترقى کړې ده. که دکشمير مسئله حل شوه نودواړه ملکونه به ډيره ترقى اوپرمختګ وکړى
دامن دپاره اوامن قائمولو دپاره جنګ کول امن نه دے بلکې داهم يوه دهشت ګردى ده ځکه چې ديوانسان دوجې نه ټول ملک ته سزا ورکول ښه کار نه دے دهرشى دپاره خپل اصول اوطريقه کار دنياکښې شته دے کله چې داصولو اوانصاف نه روګردانى وکړے شى نوانتشار پيدا شى
کله چې جاپان، امريکې، جرمنى، چائنا دجنګونو نه اجتناب وکړو نوډيره ترقى ئې وکړه اوبيا مونږ ګورو چې روس خپل معيشت په جنګونو کښې تباه کړو حالانکې روس په دنياکښې لوئې منلے شوے طاقت ؤ
دغه رنګ ته دامريکې پوزيشن هم جوړ شوے دے کله چې امريکه په امن پاليسۍ باندې قائمه وه نو په دنياکښې يولوئې معاشى طاقت ؤ اوس هم دے خودجنګونو د وجې نه دتنزل طرف ته روان دے اوپه دې مقابل کښې چائنا مخ په وړاندې روانه ده
دافغانستان حالات که وګورو نو دډيرې مودې نه په جنګونو کښې راګيردے په تيرو ديرشو کالو کښې په افغانستان کښې چرته هم امن نه دے راغلے کله انګريز سره په جنګ وو اوکله روس سره که افغانستان کښې پنځوس کاله هم امن پاتې شوے وے نوافغانستان به ددنيا لوئې طاقت وے
ايران په ايشياء کښې يومنل شوے طاقت ؤ خو عراق ايران جنګ د وجې نه دايران اوعراق معيشت تباه شوې ؤ او اوس چې کوم کسر پاتې ؤ هغه امريکې پوره کړو
محترم وزيراعظم جمالى چې په کشمير محاذباندې داختر په ورځ دجنګ بندۍ کوم اعلان کړے ؤ دهغې ټولې دنياستائنه کړې ده خوبهارت اوس هم په مقبوضه کشمير کښې په مسلمانانو ظلمونه کوى اودکشميريانو خلاف خپله وسله او ميډيا هم استعمالوى
که لوئې ملکونه په دنياکښې امن غواړى نودکشمير اوفلسطين مسئلې دې زر ترزره حل کړى او خپل فوځونه دې دمقبوضه علاقونه وباسى
اسلام دامن دين دے خودخپلې دفاع کولو ورته پوره پوره حق هم حاصل دے ځکه مونږ دامن نعرے بلندې کړى دى