خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004
او چې ما به دخلقو نه اوريدل چې هغوى ددې خاورې دپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دى ددې وطن دازادۍ او دوګړو دسوکالۍ دپاره ئې دظالم حکمران سره په توره او قلم جنګونه کړى وؤ ددې خاورې او وطن دازادۍ لۀ خاطره ئې دظالم سامراج دقيدوبند سختې برداشت کړې وې نو زما زړۀ کښې به ډير ارمان ؤ چې زۀ دهغوى قبرونو له ورشم او دقبرونو ئې ځان ملنګ کړم خو بيا به خيال راغے چې دهغوى خو به دومره قدر دان وى چې زما خو به هډو حاجت رانشى خدمت خو ئې څه چې خلق به ئې دقبرونو خاورې هم دعقيدت له وجې ښکلوى، ځکه چې هغوى ددې وطن دازادۍ سپاهيان وؤ هغوى دظلم په تيارو کښې دازادۍ دشمعې بلولو دپاره دخپل ځانونو وختونو او مالونو قربانۍ ورکړې وې. کله به دا خيال راغلو چې زۀ به دهغوى دقبرونو پيژندګلو څنګه کوم خو بيا به راته زړۀ ووې چې دهغوى قبرونه خو به ښه پاخه وى ښکلې منارې به پرې جوړې شوې وې شنې جنډې به پرې لکې ولاړې وى دسنګ مرمرو تحتې به ئې په مزارونو لګيدلې وى دعلاقې دبچى بچى په خُلۀ به دهغوى نومونه وى
ما دارادو مزى دنن او سبا سره تړل خو دنا اوزګارتيا دوجې دتګ موقعه نه ميلاويده اخر دچوټۍ په يوه ورځ مې ځان لنډ تنګ کړو په زړۀ کښې مې ووئيل چې دنن نه کومه ښه ورځ لاړ شه دهغوى دقبرونو زيارت به وکړې سائيکل مې راواخستلو په مزه مزه راروان شوم څه ساعت پس هغه کلى ته ورسيدم په کوم کلى چې داخلق په ابدى خوب اودۀ وؤ ما ووئيل راشه دکړون نه ځان بچ کولو دپاره چانه تپوس وکړه يو ښکلې ښائسته ځوان په مخه راغلو چې په لاس کښې ئې دتاريخ کتاب هم نيولے ؤ ماترې تپوس وکړو چې دلته دفلانى فلانى قبرونه کوم ځائې دى هغه ځوان راته اول په مزاحيه لهجه کښې ووئيل چې خلق د ژوندو غم نۀ کوى تۀ پکښې لا دمړو پوښتنه کوې، خو دڅه سوچ نه پس ئې په تندى د نا اميدۍ کرښې معلوميدې په دې کښې ئې يو بل ملګرى ته اواز وکړو هغه هم ښه تعليم يافته معلوميدو هغه ته ئې دغه نومونه واخستل خو هغه هم ولاړ پاتې شو ماورته دهغه خلقو په خپله ډيرې خبرې وکړې خولکه چې دا ځوانان ناخبره وؤ زۀ پوئى شوم چې دا خلق صرف دحال او مستقبل په ژبه پوهيږى دماضى نه ناخبره دى زما داميدونو محلونه ذرې ذرې شو ما حيران حيران ددغو ځوانانو مخونو ته او دتاريخ هغه کتاب ته کتل ما وئيل جوړ زۀ خوب وينم خو چې کله دغه ځوان مې په اوږه لاس کيښود او راته ئې ووې چې دهوښيار بابا نه ددې باره کښې تپوس وکړه نو پوئى شوم چې خوب نۀ دے راروان شوم زۀ په تپوس تپوس اوښيار بابا ته ورسيدم هغه ديوال ته ډډه وهلې وه او په زمکه ناست وؤ ما سلام واچولو او ورسره کښيناستم هغه دعمر نه خو ضعيف ؤ خو دعقل نه تيز ښکاريدو مانه ئې پوښتانه وکړه چې چا سره دې کار دے ماورته دخپل زړۀ مدعا ښکاره کړه او دهغه خلقو په حقله مې ترې تپوس وکړو هغه اول وخاندل بيا ډير خفه شو زۀ حيران شوم چې جوړ دے هم! ماتپوس ته خُلۀ جوړوله چې هغه يو سوړ اسويلے وکړو او بيا ئې دسوز نه ډک اواز کښې ووئيل چې مونږ ډير احسان فراموش يو کۀ چرې دغه خلق نن ژوندى وې او په دې ملک کښې وزيران وې يا په څه نورو غټو عهدو وې نو مونږ ټول به ترينه ولاړ ځاريدو اودخپلوۍ دعوې به مو کولے خو چونکې دې خلقو بې غرضه بې لالچه دې وطن او دې خاورې له قربانۍ ورکړى دى ځکه داسې بې نومه او بې نښانه پراتۀ دى ما ووئيل چې زۀ دهغوى قبرونه ليدل غواړم.
هغه ووئيل چې دفلانکى قبر خو په دې کلى کښې دے او دبل ملګرى قبر ئې په دغه بر کلى کښې مازړۀ کښې ووئيل چې وړومبے به ددې جوخت قبر زيارت وکړم هغه بابا خو دکمزروتيا په وجه ماسره لانۀ ړو خو ما سره ئې يو سړے واستولو
مونږ چې هديرې ته نزدې شونو مادهغه سړى نه تپوس وکړو چې قبر به ئې پوخ وى دپيژندګلو دپاره سنګ مرمرو تختې خو به پرې لګيدلې وى هغه سړى ماته وکتل خاموش پاتې شو او بيا روان شو څه قدرې مزل نه پس هغه يو قبر سره ودريدو او دعا ئې وکړه او ماته ئې وکتل ماهم دعا وکړه زۀ پوئى شوم خو دپوهيدو سره مې په دې سترګو تياره غوندې شوه ماته ددې سيمې ټول خلق ډير بې قدره ښکاره شو زما په ذهن کښې دډيرو خلقو خلاف دنفرتونو طوفان پورته شو ماډير په خفګان مخ واړولو او روانيدم چې دهغه کچه قبر دخړو خاورو نه مې غوږ ته يو اواز غوندې راغلو ماچې غوږ کيښودو نو څه داسې ګويا ؤ
په مزار دغريبانو نه ډيوه وى او نه ګل
نه وزر دپتنګ سوزى نه چغار وى دبلبل