خپرؤنو نېټه: 20 اپرېل 2004
په صدر جنرل پرويزمشرف د خودکش حملې سره که څوک داوائى چې بلاوه برکت ئې نه وونو ورسره داخبره اوداحقيقت هم واضحه شو چې ګړيږى نو اخرهم اووريږى ځکه چې دا دا دويمه لويه حمله ده اولنۍ حمله کښې ځينى دکسان شک په بنيادنيولى شوى دى دهغوى پحقله داوئيلى شى چې دوى دصدر جنرل پرويز مشرف دقتل منصوبه جوړوله بيادويمه حمله اوس اوس شوې ده چې په هغه پل باندې دصدرصيب ګاډے تير شو او دهماکه وشوه هر چاداووئى دا ډرامه ده په سياست کښې داسې ډرامې پکار راځى لکه څنګه چې دشوبز سره وابسته خلق د ځان متعلق په زوره سيکنډل جوړوى
خودا اوس اوس چې دخودکش حملې سره وينه توئې شوه سرونه پکښې لاړل او ګاډى تباه شول نويوه ويره نوره پيدا شوه چې په پاکستان کښې هم داسې څوک سرتيرى پيدا شول چې هغوى ځان وژنى خو په ملک کښې دفوځى اقتدار مخالفت کوى دفوځ اوسياست يعنې دفوځ او جمهوريت په داسې دورونوکښې چې فوځ په اقتدار کښې ښکاره راشى نو بيا اختلاف وى خو چې جمهوريت يعنى منتخب حکومت په ښکاره برسراقتدار وى نوبيا ورسره برسراقتدار سياسى جمهورى خلق ډير ناکام کوى خو دا اوس چې د باوردۍ اونه وردۍ خبرې ګرمې شوې او صدر څوڅوواره داسمبلو په کارکردګۍ سياستدانانو ټکونه وکړل نودادښمنى اودافرق واضحه شو
خوپه صدر دا خودکش حمله داسې وخت کښې شوې ده چې دمتحده مجلس عمل سره ئې نامنلى نکات هم وومنل او متحده مجلس عمل هم ورسره راوومنل چې مونږ به داعتماد په ووټ کښې غير جانبداره يو هرڅه باندې دعا دخير وشوه اوجنرل پرويز مشرف قوم ته رامخامخ شوچې دجمهوريت سره اوخصوصاً دمذهبى ډلوسره دمعاهدې په لړ کښې ورته ووائى
داټولې فيصلې مادقوم او ملک په مفادو کښې وکړې . ددغه خبرو څوورځې وشوې چې خودکش حمله وشوه يا خوامريکه خفه شوه چې زمانه دومره امدادنه هم اخلے او زما مخالفينو سره معاهدې هم کوې !!؟ اويا ورته هسې يوه تيره واقعه يادوى چې مونږ خو دضرورت او خپل قوم او ملک دمفادو دپاره بهاولپور پشان واقعه بيا تازه کولې هم شو
دفوځ په اقتدار کښې راتلل ځان له يوه عجيبه مرحله وى لکه بنده چې په اوچه زمکه درز وخورى فوځ داسې راشى اووائى که مونږ نۀ راتلونو ملک اوقوم تبآه کيدو او بيادملکى اوقومى مفاداتو په خاطر جمهوريت پسند ليډران هم فوځ ته هرکلے ووائى او چې فوځى حاکم داقتدارنه ځى نو هغه ځان له يوه اتفاقى حادثه وى چې دچاپه وهم وګمان کښې هم نه راځى چې زمکنى واقعيات به فوځى حاکم کوز کړى خوپه فضا کښې داسې څه چل ووشى او فوځى حاکم دمينځه لاړشى دلته يوه خبره خودا واضحه ده چې هرکله داسې وشى نوداهغه وخت وى چې دامريکې اوپاکستان تعلقات ښه پائى ته رسيدلى وى جنرل ضياء الحق چې هم په فضائى حادثه کښې دمينځه تلو نودامريکې دپاه ئې دافغانستان په خاوره دسوويت يونين سره اوږد جنګ کړے ؤ او هره وفادارى ئې دامريکې پحق کښې څرګنده کړې وه خو چې وخت ئې پوره شو نو فضاکښې لوبه وشوه اوس هم چې په جنرل پرويز مشرف داافت رانازل شونو دپاکستان او امريکې يعنى دفوځى حکومت اودامريکې دجمهوريت ديوبل سره خواږه تعلقات دى اوداتعلقات دومره حدته رسيدلى دى چې سپينه ماڼۍ اواسلام اباد نيغ په نيغه ديوبل سره په رابطه کښې دى خوبياهم داسې کار وشو چې کوم کار جنرل ضياء الحق سره شوے ؤ خوپه دې او هغې کارکښې فرق دادے چې دبهاولپور حادثه کښې دبچ ګنجائش نه وو او داسې ښکارى چې په دې موجوده کار کښې دجنرل پرويز مشرف دپاره يو ګنجائش موجود دے اودا رعايت ورکړے شوے دے چې هغه په خپلو خبرو اوخپلو اندازونو باندې غوروکړى او دانه چې هغه به دشيخ رشيد په همدردانه تجويز غور وکړى چې شيخ رشيد انکشاف کړے دے چې دصدر صيب سيکيورټى انتظاماتو کښې دکمزورۍ نه کار اخستے شوےدے اوصدر به سيکورټى انتظامات نورسخت کړى بلکې په پاکستان کښې چې ترڅو فوځ ته سياسى سيکيورټى حاصله نشى نوداسې به کيږى داسې به بياهم کيږى او داخودتيرو جرنيلانو دزور اور مارشل لاګانو دفيل کيدو نه واضحه اوثابته ده چې که د چافوځى حاکم حکومت هرڅومره اوږد شى اوپه زمکه سيکيورټى انتظامات سخت شى نو بره فضا کښې هم خطرات موجود دى
بايد چې فوځ په داسې واقعياتو فکر وکړى چې اخر هغوى سره داقتدار نه بيل فقط دچيف اف ارمى سټاف په وردۍ کښې داسې ولې نه کيږى اوداقتدار په عوامى سياسى قبضه کښې ورسره ولې داسې کيږى