Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

بغير اپريشن علاج

نورالبشر نويد

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

دطب په دنيا کښې دسرجيکل کيسونو بغير اپريشن علاج خود ډيروخت نه راروان دے په دغه حقله به متاثرينو ته معلومه وى چې دغه علاج څنګه دے ؟؟ هسې خو په کلو بانډو کښې دبدن دننه دکاڼو اودسترګونه دخسڼى را ايستو علاج په دم درود هم ياديږى چې د ډاکټرانو دپاره چيلنج دے دطب په دنيا کښې نوې نوې تجربې کيږى خو اوس بغير اپريشن علاج حکومت په انتظامى اموار کښې هم ايجاد کړے دے . دوانا اپريشن پحقله د صوبې وزيراعلى اکرم خان درانى وئيلى دى چې مونږ دګورنرسره په دغه معاملو څه خدشات لرل مونږ ګورنر قائل کړے دے دوانا اپريشن علاج بغير اپريشن کوو اوډير زر به دغلته امن قائم شى ترکومه پورې چې دنامنلى شوى کسانو سوال دے نوداهغه کسان دى چې دافغانستان په مسئله کښې دسوويت يونين خلاف پاکستان ته راوړيدلى وو.

دوزيراعلى ددې خبرې په پس منظر کښې ددۀ عوامل مخې ته راغلى دى دې يو دا چې په وانا کښې به داپريشن نه بغير علاج کوو حالانکې په وانا کښې داسې سرجرى وشوه چې بغير الټراساونډ نه ورپسې ورغلل او دائې ورته کتل چې ايا دابيمار دکوم نوعيت دے دغه وجه ده چې په قبائيلى علاقو کښې ناقرارى پيدا شوه اودا ناقرارى دومره حده پورې اورسيده چې اوس بغير اپريشن علاج تجويز شوے دے . دوزيراعلى دطرفه دايقين دهانى چې بغير اپريشن به علاج کوو په خپل ځائې يوانتظامى تسلى ده خوورسره چې وزيراعلى دافغانستان دهغه کسانو خبره کوى چې حکومت ورپسې اپريشن وکړو او ددې په نتيجه کښې دبغاوت يوه فضا جوړه شوه او داوائى چې دوى دسوويت يونين په ضد پاکستان ته راغلى وو مونږ که دافغانستان په مسئله کښې شل پنځويشت کاله وروستو لاړشونو داخبره به وومنو چې په هغه دورونوکښې دافغانستان خلق دمجاهدينو په نوم دلته راوستے کيدل او په قبائيلى علاقو کښې دهغوى باقاعده تربيتى کيمپونه وو امدادونه به ورکړے کيدل اودجنګ دپاره ليږلے کيدل په هغه دورونو کښې دوى دامريکې په امداد په خپل وطن کښې جنګ کولو چې جهاد به ئې ورته وئيلو خونن چې ددنيا حالات بدل شول نو پښتنو افغانانو له ئې خپل روايات او مذهبى اصطلاحات بدل کړل داډيره دافسوس خبره ده چې پښتنو افغانانو مسلمانانو له په نړيوال صورت حال کښې هرڅه بدل کړے شول او نن ددنيا په نقشه کښې هغوى ته بل بل شان نومونه اخستے کيږى او ورسره د علاقې خلق هم زورلے کيږى حالانکې دقبائيلى علاقو خلق داوائى چې تاسو مونږ ته په دغه دورونو کښې وئيل .!!

داستاسو مذهبى قامى تاريخى وروڼه دى د دوى انسانى سفارتى ګاونډى کمک به جارى ساتو خونن چې امريکه بيادغه نوم او اصطلاحات بدلوى نو افغانان دقبائيلى پښتنو وروڼو دپاره دهشت ګرد دى او دپښتو قبائيلى علاقې داپريشن دضد لاندې دى . دادې په حالاتو کښې بيا بدلون راغے چې وزيراعلى ورته يقين دهانى ورکړه چې مونږ به بغير اپريشن علاج کوو دوزيراعلى دخبرو څخه معلوميږى چې ايم ايم اے حکومت دګورنر سره په انتظامى غلط فهمو خبرې کړى دى نودا اندازه لږى چې دايم ايم اے او دګورنر په اختلافاتو اويا غلط فهمو کښې دوانا اپريشن کيږى داځکه چې ايم ايم اے حکومت دافغانستان دجهادى خلقو طرفدار دى او اوس دپاکستان دحکومت افغان پاليسى بدله ده او داهرڅه داسلام اباد په پاليسۍ انحصار لرى چې هغوى علاج به اپريشن کوى که بغير اپريشن

Comments powered by Disqus