Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

باچا خان ځدران سره حکومت دهوکه

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

پيښور ( افغان اسلامى اژانس ) پاچاخان ځدران وائى که حکومت په شوى تړون عمل ونکړى نو د هرډول بدو نتائجو مسئوليت به دکرزى په غاړه وى . پکتياکښې دحکومت مخالف قوماندان پاچاخان ځدران افغان اسلامى اژانس ته وويل چې د محمدظاهرشاه اوسردار عبدالولى په غوښتنه ماپه کابل کښې له حکومت سره خبرې وکړې اودسردار عبدالولى دډير عذر له امله زۀ تر انتخاباتو پورې له ډير څه څخه تير شوم اويو تړون موو کړو. ځدران زياته کړه چې دتړون له مخې امان الله ځدران بايد دخوست دوالى او کمال خان ځدران بايد دغزنى دامنيه قوماندان په توګه وټاکل شى خوپه خواشينۍ سره بايد ووايم چې اوس حکومت دتړون دپلى کولو لپاره عملى اقدام نۀ کوى . دۀ وويل چې زۀ په ډاګه سره وايم چې که په شوى تړون عمل ونه شى نو زمونږ مظاهرې او غونډې به روانې وى او دهرډول ناوړه نتائجو مسئوليت به پخپله د کرزى په غاړه وى پاچاخان ځدران دافغان اسلامى اژانس ددې پوښتنې په جواب کښې چې که چرته داتړون پلى نه شى نوتاسې به له مظاهرو پرته نور څه وکړئ. وويل چې په دې حقله به زۀ يوازې نه بلکې دنهو، لسو اولسواليو مشران، قوماندانان، اوسپين ږيرى فيصله کوى خو دومره وايم چې نتائج به ئې ډير بدوى . دخپل بند په اړوند ديوې پوښتنې جواب کښې هغه وويل چې دا دمبارزې لار ده زۀ د دريو ولايتونو پکتيا، پکتيکا او خوست حقوقو غواړم پاکستان کښې يوځل عبدالغفار خان ته چاوئيلى ووچې عمر دې څوکاله دے ؟ هغه وئيلى وو چې يوسل اوشل کاله خوشپيته کاله مې په زندان کښې تير شوى نوزۀ هم دبند پروا نه کوم دخپلو خلقو حقوقو غواړم ما په کابل کښې هم امريکائيانو ،ملګرو ملتونو داروپائى اتحاديې نمائندګانو ،حکومت اوټولو ته وويل چې زماسره ټولې وعدې بيرته ماتې شوې او حکومت په هره مسئله کښې دتيرى څخه کار اخلى هغه زياته کړه چې دهرڅه سره سره به زۀ دخپلو حقوقو د غوښتلو څخه تير نه شم ځدران وويل چې اوس هم خوست اوګرديز کښې پراته امريکايان اونور ماته راځى او مادوى ته هم وئيلى دىچې حکومت بايد پخپل تړون عمل وکړى . پاچاخان ځدران دځدرانو ديرى خيل دپوښتنې يومهم مشر دے چې تير نومبر کښې پاکستان بندى اوکابل ته ئې وسپارلو هلته داوږدو خبروڅخه وروسته دحکومت سره يوې معاهدې ته ورسيدو اواوس بيرته په ځدرانو کښې خپل مرکزته رسيدلے چې حکومت سره دشوى تړون پلى کول غواړى

Comments powered by Disqus