Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

ببرک شينوارى سره مرکه

مرکه کوونکى: ميا فاروق فراق، عبدالهادى حيران

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

پوښتنه : په کابل کښې اوس دحکومت وضعه څنګه ده

جواب: په کابل کښې اوس دومره کار شويدے چې دحکومت هغه څهره جوړه شوې ده داوسنى حکومت نه مخکښې خو دحکومت هغه څهره نۀ وه جوړه داسې انتظاميه نۀ وه چې داولس پرې دحکومت ګمان شوے وے اصل خبره داده چې افغانستان په جغرافيوى لحاظ دمينځنۍ اسيا برخه ده نو هلته غربى کلتور دے ديخوا پاکستان خو دهند دنيمې وچې برخه ده نو دلته هندى کلتور دے نو داخوا او ديخوا په رسم ورواج او فکر کښې ډير توپير دے، اوس تر دې حده هغه حکومتى څهره جوړه شوه چې دولتى خلق په دريشۍ کښې شول، فوځ شته، ښځې دکورنو ووتلې او نورې هلې ځلې هم روانې شوې دسياست لپاره خو تر هغې اندازې په کابل کښې لاره خلاصه ده څومره چې په اسلام اباد کښې ده يعنې په سياسى فکر خورولو او نورو هلو ځلو تر يو حده څه بنديز نشته پاتې شوه غلا، ډاکه داخو هر ځائې کښې وى.

پوښتنه : دکابل نه بهر په نورو ولايتونو کښې هم دغسې حالات دى؟

جواب: دکابل نه بهر بيا دهر چا خپل خپل حکومتونه دى او دهغوى خپل نظريات او فکرونه دى ځينو ځايونو کښې ښه او ځينو کښې خراب

پوښتنه : انتخابات خو ترستمبره وځنډيدل اوس څه فکر کوئ چې په ستمبر کښې به هم وشى او که نه، او کۀ وشى نو ددې سره به څه بدلون راشى؟

جواب: په اوسنو حالاتو کښې دانتخابات کيدل مشکل دى او که وشى نو هم دديموکراسۍ يو عمل خو به روان شى ولې دې سره څه بدلون نشى راتلے يوه خبره داده چې دا انتخابات به ګټى هم حامد کرزے ځکه چې دهغه په مقابل کښې څوک مهم سړے نشته بله خبره داده چې ووټران لس نيم مليونه دى چې پکښې يو نيم مليونه دلته پاکستان کښې دى او په افغانستان کښې چې کوم دى هغوى هم ددې لپاره په ذهنى طور نۀ دى تيار کړے شوى بياوګورئ چې پارليمان ته به ٢٢٠ شل نفره ځى او اولسوالۍ ٤٤٠ دى نو د اولسواليو په حساب به دوه ولسوالۍ يو کانديد لرى په دې کښې تر اوسه حلقې نۀ دى جوړې شوى دالومړے ځل هم دے اود اولسواليو نۀ کانديدل لوئې جنجال دے که حلقې جوړې شوې وے نو بيا بيله خبره وه لکه څنګه چې پاکستان کښې دى يو ناما په دې کار کښې سستى هم ډيره کوى دومره ضعيف نظام ئې دے چې دهيڅ کار توقع ترې نشى کيدے بلخوا په ارزګان، زابل، کنړ، قندهار، هلمند، هرات، فارياب او هزاره جات کښې په بيلا بيلو مسئلو نښتې هم روانې دى او حالات ښه نۀ دى نو په داسې حالاتو کښې کۀ انتخابات کيږى نو پنځلس فيصده خلق به په کښې برخه اخلى او يا به دسره ونۀ شى

پوښتنه : وئيلے شى چې دافغان حکومت او ملګرو ملتونو ترمينځه په انتخاباتو اختلافات هم پيدا شوى دى؟

جواب: داهسې خبرې دى انتخاباتو کښې دملګرو ملتونو او افغان حکومت هيڅ واک او کار نشته انتخابات خو امريکه کوى او ددې دپاره ئې کوى چې نړيوالو ته دا تاثر ورکړى چې مونږ په افغانستان کښې ترهه ګر ختم کړل حکومت مو جوړ کړو او انتخابات مو وکړل چې دائې اخرى مرحله ده نو څوک په يورپ کښې دامريکې نه داپوښتنه نۀ شى کولے چې په افغانستان کښې مو څه وکړل که نه! ددې انتخاباتو فائده به يوازې بش او امريکې ته رسى نۀ چې افغانانو ته

پوښتنه : که داسې وضعيت انتخابات وشى نو دخلقو به څه رد عمل وى؟

جواب: دخلقو به په حکومت اعتبار او اعتماد ختم شى لکه خلقو دافکر کولو چې دالويه جرګه دهرې مسئلې حل دے يا چې ظاهر شاه راشى نو افغانان به پرې راغونډ شى خو نۀ لويه جرګه دافغانانو څه په فايده راغله او نۀ د ظاهر شاه په راتلو حالات جوړ شول نو دخلقو اعتماد پرې ختم شو دغسې به ئې دانتخاباتو او ديموکراسۍ نه هم طمعه غوڅه شى

پوښتنه : په دې حالاتو کښې روښان فکره ډله څه رول لوبولے شى؟

جواب: هر چا ځان ځانله ګوندونه او تګلارې جوړې کړى دى او سياسى کارونه کوى خو يو نيشنل مومنټ نشته داسې نۀ شى کيدے چې دوى يو سياسى ګوند جوړ کړى لومړے کار وکړى او بيا مبارزه وکړى ځکه چې دژبو، قوميت او شمال او جنوب مسئلې روښان فکره ډله هم ښکار کړې ده يعنې پښتون روښان فکره به دپښتونولۍ دتاثير لاندې وى او هزاره کۀ هر څومره روښان فکره شى خو دخپلې ژبې او قوميت نه نۀ اوځى

پوښتنه : دا اوس چې ټوله نړۍ افغانستان ته راغلې ده او دلته بوخته ده نو په دې کښې به دافغانستان استقلال او خپلواکى برقراره پاتې شى؟

جواب: داسمه ده چې خارجيان راغلى دى او دلته بوخت دى خو کۀ دوى نۀ وے نو افغانستان به داسې ټوټه ټوټه شى چې تيرې شخړې به دخلقو هيرې شى ځکه چې افغانان په خپلو کښې نۀ جوړيږى کۀ خارجيان لاړ شى نو دلته به يوه ستره خپل منځى جګړه رامينځته شى چې ګاونډى هيوادونه به هم پکښې مداخلت ته مجبور شى. اوس وخت افغانان خپله سوله نۀ شى ساتلے او داسې ملى رهنما يا سياسى ګوند هم نشته چې خلق پرې راټول شى نو هر څوکه داخارجيان دى خو داوخت دافغانستان لپاره دوى ضرورى دى دوى دافغانستان انتظام ټينګ کړيدے او څه نا څه چارې ئې روانې کړى دى کۀ څوک وائى چې دا استعمار دے نو هغه داسې نۀ وى استعمار کښې يو زور ور هيواد دبل هيواد نه مستعمره (کالونى) جوړه کړى او په وسائلو ئې قبضه وکړى خو دلته يوازې امريکه نۀ ده بلکې دوه ويشت هيوادونه دى او افغانستان يو وړوکے هيواد دے اصل خبره داسې وه چې ايران او يورپ کښې هم په امريکې پسې ډيره پروپيګنډه وشوه چې مډل ايسټ کښې امريکې ځانله تيل قبضه کړل نو امريکې داټول هيوادونه دځان سره افغانستان او عراق ته هم راوستل چې ووينى چې دلته څه دى اوس کۀ نور اتحاديان دافغانستان نه اوځى او يوازې امريکه پاتې شى نو بيا امريکې ته په اروپا کښې هم او په افغانستان کښې هم ډيرې مسئلې پيښيدلے شى، دافغانستان دامسئله هم چونکې نړيواله ده نو دا حل کولے هم صرف نړيوال شى

پوښتنه : دافغان حکومت او سياسى ګوندونو سره د خارجيانو دويستلو څه پروګرام هم نشته؟

جواب: کۀ خلق يو ځل پوهه شول چې امن راغلے دے نو بيا به ددوى دويستلو خبره هم راوړاندې شى اوس خو دمذهبى خلقو په شمول ټول دوى تائيدوى کوم اتۀ ګوندونه په ايران او اوۀ ګوندونه په پاکستان کښې چې وؤ هغوى ټول په څه نا څه حواله دحکومت برخه دى په دوى به فشار هم وى خو دوى پوهيږى چې بې لۀ دې خارجيانو نۀ کيږى

پوښتنه : دې ګوندونو خو دا هر څه دچوکۍ لپاره کول او اوس چوکۍ په لاس ورغلې ده نو ځکه خارجيان تائيدوى؟

جواب: ددوى دجګړې يو هدف ؤ دوى جګړې وکړې او ډير لاس پښې ئې ووهل خو دوى اوس پوهه شول چې دامسئله مونږ نۀ شو حل کولے ترڅو چې په نړيوال کچ نۀ وى حل شوى نو اوس دوى ټولو هيواد خارجيانو ته پريښودے دے

Comments powered by Disqus