Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

آيا قبائيل دهشت ګرد دى؟؟

ليک:: محمد اسماعيل سيار باجوړے

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

کله نه چې روس په افغانستان کښې په لومړى ځل کودتا وکړه نو په افغانستان کښې ګډوډى او بدامنى خوره شوه ، ځينې خلقو دشوروى اتحاد ملاتړ اعلان کړو او ځينې خلقو خپل خوږ وطن پريښودو او در په در کډه په سر په نورو هيوادونو کښې ميشته شول او اکثر پښتانۀ وروڼه صوبه سرحد ته راغلل او اکثر مهاجين په قبائلو کښې استوګين شول او په قپائلو کښې زياتره افغانان ځکه ميشته شول چې دې قبائلو او افغانانو يو خو خپلو کښې دژبې رشته درلوده او بله دا چې دقبائيلو او دافغانانو دوينې رشته هم شريکه ده قبائيل خپل زوړ تاريخ لرى او دتاريخ پاڼې دا ګواهى ورکوى چې قبائيل ټول عمر خپل سرماتوى خو خپل سر چاته ښکته کوى نه.

دقبائيلو دخاورې په پراخه لمن کښې ډيرو اتلانو ساه اخستې ده قبائيل خپل لرغونې اثار لرى او دوخت هر چنګيز ته ئې غاښ ماتوونکے جواب ورکړيدے قبائيل کۀ هر څومره غريب او بې وسه دى خو چاته سرټيټولے نۀ شى قبائيل په دين اسلام او په پښتو مئين دى او خپل دين او پښتو لازم او ملزوم ګڼى، ننګ، پت، مروت، راشه درشه، حيا، پښتو، ميلمستيا، په خپل ميلمه غيرت کول، دود دستور، دظالم نه بغاوت کول، دمظلوم مرسته کول دقبائيلو شعار او پيژندګلو ده، هم دغه قبائيل وؤ چې کله په افغانستان باندې شوروى اتحاد يرغل وکړو نو دا قبائيل دخپلو پښتنو وروڼو په شا ودريدل او دشوروى اتحاد خلاف ئې په شريکه دخپلو افغانانو وروڼو سره مبارزه پيل کړه هم دغه قبائل وؤ چې امريکا به ورله ملا ټپوله او دروس خلاف به ئې قسم قسم وسله ورکوله او جنګى ټريننګ به ئې ورکولو او اخر دا چې روس ئې پرې دړې وړې کړو او دافغانستان نه بيرته په تللو مجبوره شو، اوامريکې به هم دغه کسانو ته قسم قسم القابات ورکول څوک به ئې دقوماندان په نوم ستائيل او څوک به ئې دجنګى انجينير په نوم سره بلل نن څه چل وشو کوم اسمانى حکم نازل شو چې قبائيل دهشت ګرد دى او اوس ئې په ټوله نړۍ کښې دترورستانو په نوم خلقو ته معرفى کوى ولې دا دنړۍ خلق بوس او يا واښۀ خورى؟ ولې دا ګرده نړۍ دا قبائل نۀ پيژنى؟ کۀ نه دا قبائل اوس راپيدا شو امريکا دخلقو په سترګو کښې خاورې اچوى، خو دا خاورې به يو ځل ددوى په سترګو کښې ډيرې ډيرۍ شى

داخو لا پريږده چې ځينې اسلامى هيوادونه هم ددې بې رحمه او ظالم سامراج ملاتړ کوى يو متل راياد شو چې وئيل يوې بلا خپل سرته اور لګولے ؤ او په ځان ئې را ايښى وؤ چې هلـۍ غرقه شوم هلئ تباه شوم، چا ترې پوښتنه وکړه چې دا اور درته چا لګولے دے هغې ووئيل دا په خپله، نو هغه تن ورته ووئيل، بيا ګيله څله دبله؟، مونږه قبائيل خپل حکمران په اور سيزى دخپلو دلاسه راته اور لګيدلے دے خپل مسلمان ورور مې وژنى، خپل مې لکه دشمر په مرۍ چاړۀ راکاږى، خپل مې بل ته دلاسونو او پښو نه نيسى شعر دے چې

ګل سورے سورے کړم دازغو نه څه ګيله ده
خپلو په اور وسوم دپردو نه څه ګيله ده

داخو هغه قبائل وؤ چې په تحريک پاکستان کښې ئې دټولونه مخکښې برخه اخستې وه دخپل وطن په ازادولو کښې ئې دخپلو وينو قربانى ورکړې ده، خپلې ميندې ئې بورې کړې وې، خپلې تور سرې ئې کونډې کړې وې خپل ماشومان ئې يتيمان کړى وؤ نن دوخت ډکټيټر راپاڅى او وائى قبائل ترهه ګر دى چې په ١٩٤٥ کښې دفوځ نه مخکښې جنګيدل نو ترهه ګر نۀ وؤ چې په تحريک پاکستان کښې ئې خپل سرونه لکه دګلونو شيندل نو ترهه ګر نۀ وؤ چې په کشمير کښې ئې دهندوانو خلاف مبارزه کوله نو ترهه ګر نۀ وؤ نن ولې ترهه ګر شو نن ولې دترهه ګرو په نوم لوټيږى نن ولې دترهه ګرو په نوم بمبارى کيږى او داسې ظلمونه پرې کوى لکه چې چنګيز خان چې په بغداد ورغلے ؤ، او کوڅې ئې په وينو سرې کړې وې هم دغه کار نن دقبائلو سره روان دے هم دغه عمل نن دقبائلو سره کيږى هم دا القاعده والا وؤ چې په افغانستان کښې ئې تر اوسه پورې جهادونه کول هم دغه اسامه بن لادن ؤ چې دروس په وخت کښې ئې خپله جهادى قومانده په افغانستان کښې سمباله کړې وه ولې امريکا نۀ ليدو؟ ولې امريکا اودۀ وه چې نن راويښه شوه او وائى اسامه سره دالقاعده دټولو غړو ترهه ګر دے، کۀ يو مسلمان دکافرو خلاف جهاد کوى مونځ کوى، روژه نيسى، او دقران پاک او داحاديثو دپيغمبر دلاندې ژوند تيروى نو دا خو بيا هر يو مسلمان ترهه ګر دے، بيا خو دې ټول مسلمانان چې په ګرده نړۍ کښې دى قتل کړى، چې خبره يو طرفته شى، مسلمان ته خو په قران پاک کښې الله تعالى حکم کوى، چې ((کافر قتل کړئ)) دکافرو سرداران قتل کړئ، او په ټوله نړۍ کښې اسلام غالب کړئ، او بيا الله تعالى فرمائى، دکافرو خلاف وسله جوړه کړئ کافرو ته خپل طاقت وښايئ، او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى، ((يهود دجزيرة العرب نه اوباسئ)) او نن په جزيرة العرب کښې په زرګونو يهودى فوځ پروت دے

په فلسطين کښې هره ورځ په لسګونو مسلمانان قتليږى په کشمير کښې په لسګونو مسلمانان قتليږى په عراق باندې خو هره ورځ په منونو ګولۍ وريږى دتور سرو عزتونه لوټلے شى ولې دا ترهه ګرى نۀ ده؟ دې له به څه نوم ورکوئ؟ دې ته به څه وايئ، او عالم اسلام ځان باندې دغفلت څادر راخور کړيدے، دبشرى حقوقو والا په خپلو سترګو لاس ايښے دے. اے دنړۍ بشرى حقوقو والا!

اے دغټو غټو خبرو دعويدارو!

نن مو ولې سترګې پټې دى نن مو ولې په غوږونو لاسونه ايښى دى، نن ولې دقبائلو دپښتنو نعرې نۀ اورئ، دا قبائل خو ددې وطن ښائست دے داخو ددې وطن جګه شمله ده داخو دوطن بې تنخوا فوځ دے، چاته غږ وکړم، چاته چغې سورې ووهم خو ددې وطن غدارانو خپل کار ترسره کړو خپل وطن ئې پرې جوړ کړو او اوس ئې کله په يو نوم يادوى او کله په بل نوم

Comments powered by Disqus