Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

اپريل فول اوزمونږ ړوند تقليد

ليک:: سعادت خان ساغر خټک

رځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

هرکله چې پيرنګيانو سپين قبضه کړو نو دسپين زيات ترمسلمانان ئې په قيد کښې واچول دومره ظلمونه ئې پرې وکړل چې په لفظونو کښې دهغې احاطه ډيره ګرانه ده

ژوند ئې ورباندې تنګ کړو دښځو ئې بې حرمتۍوکړې دغه رنګ چې په مسلمانانو باندې هغوى دظلم اوستم هره يوه حربه ختمه کړه نوبيا هغوى ديوې داسې وحشيانه حربې په لټون شول چې په هغې سره دوى ته نور ابدى تسکين اورسى دې لپاره پيرنګيانو دمکر او فريب او د دروغو يوجال خورکړو . هغه جال داو چې دوى دغه قيدى مسلمانانو ته ووئې چې مونږ تاسوټول په يوسمندرى بيړۍ کښې بل ملک ته بوځو او هلته ازادى درکوو ددې خبر په اوريدو دمسلمانانو قيديانو په سترګوکښې دخوشحالۍ اوښکې راغلې ويرو نه ئې پريښودل او په خپلو کښې د مبارکۍ لپاره يوبل ته ورترغاړه وتل ځکه چې دازادۍ طمع ئې پيدا شوه خودظلم انتها په هغه وخت وشوه کله چې داسمندرى بيړۍ عين سمندر منځ ته ورسيده په شرابو مخموره پيرنګيان راپاڅيدل يو يومسلمان به ئې دسمندر منځ ته ورديکه کړو اوخندا نه ډک داچغه به ئې دخلې نه ووسته چې ((اپريل فول)) په دې چل داپريل په وړومبنۍ نيټه ددغه ټولو مسلمانانو خاتمه وکړه . اوس دافسوس اودژړا خبره خوداده چې زمونږ په ملک کښې اسلامى جمهوريه پاکستان کښې په ګڼو ځايونو کښې داورځ دژړلو په ځايې په ډير درزسره نمانځلے شى اوددې نه زياته عجيبه او دژړا خبره خوداده چې عام اوان پړهه خلق خو هډو ددې نه خبر هم نه دى چې اپريل فول څه ته وئيلے شى اوداڅه بلا ده بلکې دا ورځ هغه څوک نمانځى چاته چې مونږ باشعوره اوتعليم يافته خلق وايو او زمونږ ورنه ډير توقعات دى اوداهم ثاپته شوې خبره ده چې ددې ورځ په نمانځلو سره وخت په وخت ډير غټ غټ نقصانونه هم شوى دى لکه اوس اوس يوڅوکاله اګاهو داپريل فول نمانځلو په نيت ديوکالج هاسټل نه يوطالب علم دخپل ملګرى کور والو ته په ټيلى فون ووئې چې فلانى موايکسډنټ کړے دے او دمرګ او ژوند په کشمکش کښې مبتلا په اسپتال کښې پروت دے دغه طالب علم دمور پلار ايکى يو زوئې ؤ مور ئې داتريخ خبر برداشت نه کړے شو بې اختياره په زمکه راپريوته اوساه ئې ورکړه پلار ئې دا اطلاع مطابق اسپتال ته ځان رسولو دسوچونو او انديښنو په دنياکښې ډوب روان ؤ مازغو ئې کار ونکړو اوپه لاره کښې په يوسخت ايکسډنټ کښې مړ شو

حالانکې زوئې ئې روغ رمټ و خوددې اپريل فول له ټسه دوه جنازې ديوکورنه په يووخت ووتې مطلب مې دادےچې انګريزانو ته خو واقعى چې داپريل فول دنمانځلو حق شته دے ځکه چې دهغوى خو ورسره دازادۍ داستانونه تړلى دى خودامونږ ولې اوپه کوم جواز دهغوى ړوند تقليد کوو چې کله خو په دغه ورځ چاته د دروغو فون کوو کله څوک ديونيورسټۍ فوارې ته غورځوو کله په دغه ورځ ديوبل نه جامې څپلۍ پټوو کله يوبل ته دصنف مخالف له طرفه رومينټک خط ورليږو چې داسراسر ناپوهى ده ، کم عقلى بلکې کفر دے . ددې اپريل فول سره تړلې هره خبره زمونږ لپاره دژړا او دردنه ډکه ده لکه داهم ډيره مشهوره واقعه ده چې دمغلو بادشاه ظفربادشاه چې کله په رنګون کښې قيدى وو نو يوه ورځ ورته انګريزانو ووئې چې نن به مونږ تاته سپيشل ټريټ درکوو هغه سپيشل ټريټ داؤ چې کله دروټۍ په وخت دسترخوان وغوړولې شو ظفربادشاه چې دروټۍ خوړلو په نيت په سامان غوړيدلى څادر راپورته کړو نو څه ګورى چې په دسترخوان ددۀ دزامنو سرونه ايښى شوى وو پيرنګيانو په کړس کړس اوخندل چې داخومونږ تاسره اپريل فول اونمانځلو بهرحال الله تعالى دې مونږته پوهه رانصيب

Comments powered by Disqus