خپرؤنو نېټه: 29 جون 2004
پښتانۀ چې دتاريخ په اوږدو کښې يو ازاد او خپلواکه خلق پاتې شوى دى چې دخپلې خاورې او خپلې ازادۍ دبرقراره ساتلو دپاره دادارا، سکندر، چنګيز، مغل او پيرنګى او بيادروسى زورګير سره تل عمرى مشت وګريوان پاتې شوى دى. ککرۍ ئې ورکړې ده خو پګړۍ ئې چاته نۀ ده کوزه کړې. دوطن په لويشت لويشت خاوره ئې دغليم او يا خپله وينه توئى کړې ده او دادم خان دادُرخو ئې دسر په بدل کښې په حيا، عظمت او عصمت ساتلې ده
دغه وجه وه چې دافغان خاوره چې دنړۍ په چارسو پرته ده چرته چې پرې څلور واړه دنيا ګانې رايو ځائې کيږى نه دا خاوره چا هضم کړے شوه او نۀ چا ختم کړے شوله دغه وجه وه چې کوم وخت دنړۍ اکثره ملکونه ديونين جيک دسيورى لاندې وؤ کۀ څوک هم ازاد ؤ نو هغه افغان ؤځکه خو ورته The all time Great Afghan وئيلے شى او دا په حقه وئيلے شى چې
الملک لله الحکم لله
افغان باقى کهسار باقى
دغه لوئې افغانستان ددنيا ډيرو ملکونو لکه مصر، عراق، عرب او بيا خاصکر هندوستان دخپلې ازادۍ دپاره يوه تکيه او يو ډال ګڼلو او هم ددوى دازادۍ دشونټۍ څخه ئې ليتکى اخستل غوښتل. کله چې لوئې هندوستان دخپلې ازادۍ دپاره لاس وپښې ړقولې او په دغه وخت کښې يو ستر ګور شاعر يو نابغه فلسفى علامه اقبال هم ژوندے ؤ دغه وخت کښې دهغه نظر په اسلامى ملکونو او بيا خاص په ايران، ترکى او عربوؤ. چې دوى به دمسلمانانو دنړۍ دازادۍ دپاره څه ډير ډير څه وکړى ځکه خو هغه چغه کړه چې
فطرت کے مقاصد کى کرتاهے نګهبانى
يابنده صحرائى يا مرد کهستانى
خو چې کله علامه اقبال دترکانو، ايرانيانو او عربو په مړه جذ به پوهه شولو چې اوس دې نغرى کښې څه بڅرى ندى پاتې، نو بيا ئې چغه کړله
نه مصطفى نه رضا شاه مين نموداس کى
که روح مشرق بدن کى تلاش مين هے ابهى
او بيا چې لا ښه لۀ دې اړخه نا اميده شو نو بيا ئې چغه کړه
ترکان جفاپيشه کے پهندے سے نکل کر
بے چارے هين تهذيب کے پهندے مين ګرفتار
اوس کۀ داقبال سترګې په چا هم خوږيدلى، نو هغه په ټوله نړۍ کښې صرف او صرف پښتانۀ وؤ ځکه خو هغوى په جار دا ووئيل
کرينګے اهل نظر تازه بستيان اباد
ميرى نګاه نهين سوئے کوفه وبغداد
دعلامه اقبال دا اميد، دا ارزو او دا ارمان څه بې ځايه هم نه ؤ او ددې اميد شاته يو لوئې تاريخ، لوئې تهذيب، لوئې تمدن اويو ډير لوئې افغان قوم ؤ. څوک چې دغلامۍ دلفظ سره اشنا قدرې هم نه دى هغه دغنى خان خبره چې
زۀ به غلام نۀ شم
کۀ غلام شى ټول جهان
ځکه چې دې افغان ملت دازادۍ، خپلواکۍ، او خود اختيارۍ يو اوږد تارخ لرلو، چې په ټول تاريخ کښې چرته چاته تسليم شوے نه ؤ بله دا چې ددوى دحريت نظريه دخپلې خاورې او خپل کلتور سره مينه، ددوى جفا کشى، ددوى اسلام دوستى، ددوى دمساواتو ډک ژوند، ددوى په هند او ايران حکمرانى، ددوى مشران شيرشاه سورى، احمدشاه ابدالى، پير روښان، خوشحال خان خټک، امير عبدالرحمان ، سيد جمال الدين افغانى، امير امان الله خان او غازى نادر شاه داهر څه دعلامه اقبال مخې ته پراتۀ وؤ. هغوى پخپله دې خاورې ته درې ځله راغلے ؤ ددې ځائې غر اونۀ، غنه مورچه او ساده باده مګر دپت او پښتو ډک اولس ئې پخپلو سترګو ليدلے ؤ
ځکه هغوى دداسې قام نه متاثره کيدل، دهغوى نه داسلام دبقا او دهند دازادۍ دپاره کار اخستل ئې په نظر کښې ؤ دغه وجه ده چې دعلامه اقبال چې څومره کلام دے هغه کۀ په نظم کښې دے او کۀ په نثر کښې، ټول دافغان دذکر نه ډک دے. ځکه چې په درسته نړۍ کښې صرف او صرف هم دغه يو قام دهغه په تول پوره ختلو
علامه اقبال دليدو، کتو نه پرته د افغان ټول تاريخ، دود دستور په ډير ښه شان سره مطالعه کړے ؤ ځکه خو پکښې ځائې په ځائې داسې خبرې هم شته کومو ته چې لا دپښتنو پخپله هم نۀ ؤ فکر شوے
اقبال کۀ دنړۍ په تاريخ کښې پښتنو ته ډير اعلى وارفع مقام ورکړيدے خپله شاعرى ئې ددوى دفکر او اصلاحاتو څخه ډکه کړې ده نو پښتانۀ هم دچا خبره چې نۀ دچا د بدو بدل پريږدى، او نۀ دښو دغه وجه وه. چې کله دعلامه اقبال مالى حالت ډير ټيټ شولو او لاس ئې ډير تنګ شولو نو نن هغه خلق چې په اقبال باندې په څه نه څه طريقه دخپلوۍ دعوه کوى هيچا ئې مالى مرسته نۀ کوله چې دتنګسيا ددې ژوند څخه ئې ايستلے و په دغه سخت وخت کښې کۀ څوک هم دعلامه اقبال مالى مدد ته رامخکښې شو نو هغه دهندوستان درياست بهوپال پښتون باچا حميدالله خان ؤ چا، چې علامه اقبال ته دټول ژوند پنشن ( لائق پنشن) ورکړو او هغه ئې ددغه بدحالۍ دژوند نه وويستلو دکومې ذکر چې علامه اقبال په ډير عقيدت او خوشحالۍ سره په خپلو خطونو کښې کړے دے
نن دهرې ژبې ويونکى په اقبال دخپلوۍ دعوه کوى مطلب ئې دهغه په نوم څه تر لاسه کول وى خو داقبال دټول کلام هغه کۀ نثر دے او کۀ نظم، فقط پښتو يوه داسې ژبه ده چې داټول هر څه ئې ترجمه کړى دى
تر دې پورې چې دعلامه اقبال دبانګ درا ترجمه دڅه حده پورې دهغه په ژوندانۀ په پښتو کښې کړے شوې ده
داسلامى نړۍ يو باچا،يو والى داښه بختى نۀ وه نصيب کړې چې علامه اقبال ديو شاهى ميلمه په توګه دروند کړى دا فقط پښتون باچا اعليحضرت نادرشاه ؤ چې هغوى ئې په ډير لوئې اعزاز کابل ته راوغوښتو او هلته ئې ورله ډير ډير څه ورکړل
کله چې علامه اقبال لۀ دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې نو دا فقط پښتو ژبه او پښتون شاعر ؤ چاچې دهغه په مرګ وړومبۍ مرثيه وليکله.
کله چې علامه اقبال په حق ورسيدلو او په لاهور کښې خاورو ته وسپارلے شو نو پښتنو خپله پښتو په دغه وخت کښې هم ياده وساتله او دهغه قبر ته ئې دزبرجدو دقيمتى کاڼو تعويدونه وليږل. علامه اقبال چې په خوشحال خان څه ليکلى دى دغې کښې دپښتون دمبارزې، سخت کوشۍ، وطن دوستۍ، ازادۍ او دمغل نه دنفرت ټول تاريخ پروت دے دعلامه اقبال پښتو ژبه ډيره زياته خوښه وه. په دې دنۀ پوهيدلو او نۀ زده کولو هغوى ته ډير افسوس ؤ. دکومې اظهار چې هغوى خپل دجالندهر يو دوست ته پخپل يو خط کښې داسې کړے دے: افسوس چې ماته پښتو نۀ راځى ګنې مابه دسرحد دې مارشل ژبې ته دخپلې شاعرۍ جامه اغوستلې وه
دبهادر کلى، هزار خوانۍ اکرم خان بابا (ارواښاد) دهندوستان دازادۍ دتحريک په لړ کښې په علامه اقبال پسې تلے ؤ اکرم خان بابا ورته ووئيل چې زۀ خو راغلے يم خو زۀ په اردو نه پوهيږم علامه اقبال ورته ووئيل تۀ اسانه، اسانه پښتو وايه زۀ پرې پوهيږم.
علامه خپل منثور نظم
او غافل افغان
اپنى خودى پهچان
اوغافل افغان
دپښتو ټپې ((يه قربان))
په طرز ليکلے دے
نوټ: ما مشهور پښتون سندر غاړى رحيم شاه ته چې کراچۍ کښې اوسيږى خط ليکلے ؤ چې کۀ داقبال دا نظم دپښتو ديه قربان سره ووائى نو ډير ښه او خونده ور به راشى