خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004
دتيرو پيړيو او صديو په اوږدو کښې دنړۍ په هيوادونو لويو لويو امپراتورانو حکومتونه کول ددوى واک حدود نۀ لرل هر څه چې به ددوى زړه غوښتل هغه به قانون و غريبو او مظلومو خلقو به دژوند حق هم نۀ درلود. دامپراتورانو او په دوى پورې دتړلو شتمنو کسانو اقتصادى ګتې به دلويو جنګونو او د نورو دولتونو او خلقو څخه دګټو د تر لاسه کولو دپاره خونړى جنګونه کيدل دې جنګونو ته به رنګارنګ نومونه ورکول کيدل مګر اصلى سرچينه او منبع دجنګونو اقتصادى ګټې وې مګر په جنګونو کښې به دټولنې غريب خلق مړۀ کيدل مډالونه او رتبې به هغو خلقو اخستې چې په مجللو ماڼيو او قصرونو کښې به ناست وؤ
دې پروسې ډيرې پيړۍ دوام وکړ دتاريخ په دې اوږده پروسه کښې دعلم او پوهې درڼا دخپريدو دپاره پوهانو، شاعرانو اديبانو سياست پوهانو دقانون دحکومت دپاره دحق دپاره دمظلوم انسان ددفاع دپاره ډيرو نوابغو خپل سرونه دساينس او ټيکنالوجۍ دعلم او پوهې او دکثفياتو دازادۍ دپاره قربان کړل ترڅو په جهان کښې پاچايانو او امپراتورانو خپله اراده دقانون تابع وګڼله. زمونږ ګران هيواد افغانستان هم چې داهيواد دنوابغو، قهرمانانو، ازادى پالو، انسان پالو خلقو ټاټوبے دے . د٢٥ کلن اوږد او خونړى جنګ په لړ کښې خورا زيات تکاليف، ربړونه، زحمتونه، قربانى دهيواد بشپړه خرابى دباغونو، څړځايونو خرابى وليده يو افغان دبل افغان يوې ډلې دبلې ډلې يو مسلمان دبل مسلمان وينه تويه کړه مګر په دې اوږد جنګ کښې يو افغان هم دا اعتراف ونۀ کړو چې زۀ ګرم او زما مقابل طرف حق په جانب ؤ همدارنګه يوې ډلې دا اعتراف ونکړو چې زما دجهاد فتوه دمقابل ډلې دخلقو په باره کښې ناحق ده همدارنګه ددې ډلو مسلمانانو يوه هم داونۀ منله چې ما خپل مقابل مسلمان خلق مړۀ کړل همدارنګه ددې ډلو مشرانو هم کله دشيعه او سنى په نوم جنګ پيل کړو همدارنګه بيا دپښتون اوتاجک او هزاره په نوم او يا دشمال او جنوب په نوم يوه زړۀ دردونکې خبره خو داده چې دا مشران په يوه جنګ کښې څو کسان مشران دخپلو ډلو سره يو ځائې دنورو ډلو او دهغوى دمشرانو په ضد په جنګ کښې سره يو اتحاد جوړ کړى څو مياشتې وروسته بيا همغه پخوانى مشران او ډلې چې څو مياشتې پخوا په يوه اتحاد کښې سره يو ځائې شوى وؤ بيا دهمغه دشمنو مشرانو او ډلو سره دپخوانيو دوستو ډلو او مشرانو په ضد جنګيږى لنډه دا چې ددې غير انسانى جنګ په نتيجه کښې دافغانستان ملى اردو اودخلقو دهيواد او وطن څخه ددفاع توان کمزورے شو او دافغانستان په مظلومو خلقو غير انسانى او غير بشرى اعمال تحميل او افغانستان خپل ملى هويت او ملى وياړونه دنابودۍ خواته بوتلل شول دجهان خلقو چې وليدل چې نن ورځ دزمکې پرمخ يو هيواد او دهغوى خلق دتباه کن جنګ خواته روان دى نو دجهان خلقو او هيوادونو په ګډه دافغانستان خواته دکومک او بچ کولو لاس را اوږد کړو داجنګ چې تر اوسه هم لا دوام لرى دامريکا فوځ، انګريز فوځ، ايټاليا ، کاناډا، او دجهان نورو هيواد نو په اوسنى وخت کښې دناټو غړو هيوادونو هم دخپلو فوځونو وينه زمونږ دهيواددپاره او دافغانستان دبچ کولو دپاره ونۀ سمپوله ددې ټولو هيوادونو دفوځى کومک اوددې فوځونو دوينو توئيدو او ددوى دسرونو دقربانۍ لۀ کبله زمونږ دهيوادپه سمه او غر کښې دسوله ايز ژوند شرائط رامنځته شول ددې دوستو هيوادونو دفوځيانو وينه او دهغوى دوينو انعکاس زمونږ دهيواد په فضا کښې داسې يوه منظره جوړه کړه چې ترڅو بشريت وى دابه دټول بشريت يو ګډ وياړاو هميشنے او تل پاتې دانسان دژغورنې يادګار وى او ددې دوستو هيوادونو دکومک په نتيجه کښې نوے اساسى قانون رامنځته شو نوے اساسى قانون چې په ١٦٠ مادو کښې ليکل شوے دے کۀ يوه لنډه او ځغلنده کتنه وکړو ځکه چې دټول قانون اساسى نيمګړتياوې په ګُته کول ډيرو مقالو اومضامينو ته ضرورت لرى قانون په خورا دقت ليکل شوے دے مګر بيا هم ځينې نيمګړتياوې لرى هيله ده چې نوموړې نيمګړتياوې ديوې جرګې په جلسو او غونډو کښې غور او علمى څيړنې او بحثونه ورباندې وشى،
٤٣ ماده چې دزده کړې په باره کښې ده دا ماده پوره جوته او ښکاره وليکل شى ترڅو په راتلونکى وخت کښې دافغانستان دهغو خلقو دپاره چې دوې دلوړ تحصيل توان نۀ لرى خنډونه رامنځته نۀکړى پخوانيو دولتونو ټول تحصيل يعنې د ابتدائې څخه تر لوړ تحصيل او حتى خارج ته استول ددولت لۀ خوا سرته رسيدل
٥٥ ماده:__ دهيواد دفاع او مکلفيت په باره کښې ده، ددې دپاره چې دا ماده لوئې جرګې ته وړاندې شى ددولت لۀ خوا هم دهيواد دساتنې او مکلفيت ددور په باره کښې ځينې اقدامات ضرورى دى او تر هغې وخته پورې لاس تر زنې لاندې کښيناستل لازم نۀ دى تر اوسه پورې ددولت او وزارت دفاع ددوؤ کالو په جريان کښې يوازې ٥٥٠٠ عسکر او صاحب منصب روزلى دى په پخوا وختونو کښې به لومړے دټولو ولاياتو او مرکز څخه عسکر جلب او بيا به نوموړى عسکر په ولاياتو او مرکز باندې تقسيم شول په مرکز او ولاياتو کښې به بيا دا عسکر په فرقو، لواګانو تقسيم شول په فرقو او لواګانو کښې به بيا دا عسکر په ټوليو او ډلګيو تقسيم شول ددوؤ او دريو مياشتو په موده کښې به عسکرو دفوځ او جنګ ضرورى مسائل زدۀ کړل او لۀ دې مودې وروسته به بيا هم عسکرو هره ورځ دفوځ مربوط درسونه لوستل وروسته ددوؤ کالو به زاړه عسکر رخصت او نوى عسکر به بيا جلب شول مګر دوزارت دفاع لۀ خوا هغه افسران چې دوى پاک زړونه لرى او په افغانستان کښې داردو دروزنې په برخه کښې کار کوى ددې ته سمه مشوره نۀ ورکول کيږى بايد دپخوا په څير دوزارت دفاع دضرورت وړ اويا زره عسکر دمرکز او ولاياتو څخه په خاصو او ټاکليو معيارونو جلب او ددوى دفوځى زده کړې کار دپاسنى ميتود چې اشاره ورته وشوه دنوموړې طريقې او ميتود څخه کار اخستل شوى وے او کۀ پيا هم ددوستو هيوادونو افسرانو هيله او ارزو درلودلے چې فوځى فن سره سم اردو جوړه کړى دوى کولے شول چې په همدغه معيارونو برابر عسکر د اويا زره کسيزې اردو څخه انتخاب کړى او يا هم نوره نوى عسکر پخپله خوښه انتخاب کړى دوى چې څومره عسکر روزى دهغې معادل عسکر بايد داويا زره اردو دعسکرو څخه رخصت ورکول کيدے په دې ترتيب به هم دايساف دځواکونو تلفات کم وؤ او هم به په کم وخت کښې اردو جوړه شوې وه اوس هم لازم دى چې دايساف ځواکونه زيات شى ترڅو دهغوى تلفات کم شى او هم دامن وامان مسئله حل شى. ١٣٧ماده:_ نوموړې ماده دارنګه ليکل شوې وه. دحکومت دمرکزيت داصل په ساتلو سره اقتصادى، ټولنيزو اوفرهنګى چارو دګړندى کولو ښه والې او ملى ژوند په پرمختګ کښې دخلقو دلازياتې ونډې اخيستلو په منظور لازم صلاحيتونه دقانون لۀ حکمونو سره سم محلى ادارې ته سپارى)
داماده خورا علمى او دادارې داصولو سره سمون خورى دتيرو دوؤ کالو په جريان کښې کوم صلاحيتونه چې دکرزى دحکومت لۀ خوا دمزار شريف دښار او بلخ دسيمې دادارې کولو دپاره جنګ سالارانو ته سپارل شوى وؤ يادا چې داصلاحيتونه نوموړو جنګ سالارانو دکلاشنکوف په زور نيولى وؤ دوى دتيرو دوؤ کالو په جريان کښې دمرکز يو امر او يوه خبره هم ونۀ منله نو کۀ چيرې دا قانون اساسى دلوئې جرګې لۀ خوا تصويب شو ايا دوى به خپل ځان سم کړى او دقانون اطاعت او احترام او درناوے به وکړى دوى دکرزى دحکومت په دوؤکالو کښې لومړے دشمال څخه ټول پښتانۀ او ځينې نور قامونه دشمال څخه وشړل او دنورو ولاياتو ته مهاجر شول ددې شړل شويو خلقو شمير ديو لک په شاوخوا کښې اټکل کيږى کله چې دپښتنو دشړلو مسئله ختم شوه بيا نو دوى پخپل منځ کښې سره ونښتل دواړو خواوؤ دمزار شريف دښار دنيولو دپاره ٣٠٠ کسان ددواړو خواوؤ څخه مړۀ شول ايا مزار شريف دافغانستان دخاورې يوه برخه ده کۀ دنوموړو جنګ سالارانو شخصى ملکيت دے ددې جنګ څخه پخوا دمزار شريف ښار څو څو واره ددوى لۀ خوا چور شوے دے
همدارنګه دهرات دښار او دهرات دولايت حال دوى څخه خراب دے دهرات په ښار کښې ٢٠٠ نجونو او ښځو خپل ځانونه وسوزول څرنګه چې هرات يو علمى مرکز دے ددې ښار قهرمانې نجونې او ښځې موجوده غير انسانى اداره په هرات کښې د زغم اوتحمل وړنۀ بولى. ددې څخه علاوه په هرات کښې ٢٠٠ ماشومان دسوء تغذى او کم خوراکۍ دلاسه مړۀ شول دطالبانو دحکومت په وخت کښې هم هغه افغانان چې دنورو ولاياتو څخه هرات ته مهاجر شوى دلوږې دلاسه ١٥٠ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ نو ددې دپاره چې په افغانستان کښې يوه انسانى ټولنه جوړه شى بايد دکرزى حکومت دمزار شريف دپيښو مسئولين، دهرات د ولايت مسيولين او نور ظالم جنګ سالاران دايساف دځواکونو په کومک دهاګ بين المللى محکمې ته حواله کړى او کۀ دا کار ونه شو دکرزى دتيرو دوؤ کالو په څير به نوے اساسى قانون هم ګټه ونۀ لرى