Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

افغانستان کښې پاکستانى قيديان

نورالبشر نويد

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

داڅه پټه پناه خبره نه ده چې په افغانستان کښې دطالبانو ددرونه دپاکستان هغه قيديان پاتې دى کوم چې دصوفى محمد اينډکو سره تلى وو خولکه څنګه چې عموماً داسې کيږى په دغه موقعه هم داسې وشول چې مولانا صوفى محمد دپاکستان قيدى شو اودهغه اينډکو دافغانستان قيديان شول

دمولانا صوفى محمد دپاکستان قيدى کيدل خوش قسمتى ده بلکې هغه ته مکمل تحفظ ورکول وو ځکه چې دعلاقې خلقو ترې خپل وروڼه ،پلاران ،زامن اوځوانان بوډاګان غوښتل چې تۀ پخپله راغلې اوزمونږ خلق دې په کابل کښې پريښودل نوحکومت ورله تحفظ ورکړو او جيل ته ئې بوتلو. حالانکې په کوم وخت کښې چې صوفىمحمد اوورسره خپل لشکر افغانستان ته ورتلو نودپاکستان په ازادو لارو لاړل او ګورنر وئيلى وو چې څوک ورځى نو د ((جهاد)) شوق دې پوره کړى دچاچې دجهاد شوق پوره شونو دهغوى دلاشونو پته هم وونه لګيده او څه اوس هم دافغانستان په جيلونو کښې پراتۀ دى اودصوفى محمد غوندې سرلښکر دپاکستان ميلمه دے

اوس دافغانستان اودپاکستان ترمينځه دنورو معاملو سره سره بنيادى طور داشخړه روانه ده چې هغوى دپاکستان نه خپل مطلوب خلق يعنى طالبان القاعده غواړى او دپاکستان قيديان په افغانستان کښې دى خوسوال دادے چې پاکستان خپل قيديان نه غواړى بلکې تيره مياشت چې داے اين پى وفد په تحفه کښې کوم ديرش کسان قيديان افغان حکومت ورکړى وو هغه قيديان ترې پاکستان نه اخستل چې اوس هم دپيښور په جيل کښې پراتۀ دى خوهغوى دکابل دجيل نه داجيل غنيمت ګڼى ځکه چې دلته خوورله ملاقات له خپل وارثان لاړ شى بايد چې دافغانستان نه راغلى قيديان خپلو وارثانو ته هم نصيحت وکړى چې بيازمونږ غوندې غلطۍ ونکړئ

دافغانستان حکومت دپاکستان سياسى اوصحافتى وفدونو له په تحفه کښې اوس هغه قيديان ورکوى چې په افغانستان کښې پراتۀ دى اودطالبانو دورونو نخښې دى دغه قيديان دګاونډى ملک پاکستان اوسيدونکى دى خو چې پاکستان ئې نه اخلى نو دااندازه لګول پکاردى چې اخر داخلق دکوم ځائې دى اوچاچې هلته ليږلى وو نودهغوى متعلق دى هم خبرې څرګندى کړى چې دا دومره خلق څه له تلى وو او چاليږلى ووهسې خودا دواړه سوالونه څرګنددى او جواب ئې هم هرچاته معلوم دے چې داخق مولانا صوفى محمد سره تلى وواوڅه خلق دمذهبى ډلو په مرسته ورغلى ووځکه چې طالبان ئې شاګردان وو نودشاګردانو کمک له ئې خپل نورشاګردان ووليږل

دڅه دپاره تلى وو داخبره خو په پينځويشتوکالو کښې حل نشوه چې دپاکستان فوځ حفيه ايجنسۍ اونورعام وخاص خلق دافغانستان په اوږدجنګ اوجهاد کښې هلته څه دپاره تلى وو او اوس څه کوى !!؟

دپاکستان دپاره دا قيديان داسې سواليه نشان دے چې جواب به ئې څنګه ورکوى که چا ترې تپوس وکړو چې تاسوهرکله خپله زمکه د عالمى دهشت ګردۍ دپاره نۀ ورکوى نوبيا دبل په زمکه کښې څنګه اوڅه له جنګونو له خلق ليږئ !!؟

دغه سوال افغان حکومت راپورته کوى خودپاکستان حکومت ورته الزام وائى اوبيادغه الزام چې په عالمى کچ راپورته شى نو دپاکستان سره به ئې څه ثبوت وى البته دافغانستان سره به ئې داثبوت وى چې اوس هم هلته دپاکستان قيديان ګيردى چې په حکومتى سطح ئې د واپسۍ مطالبه نه کيږى په سياسى اوعوامى سطح دغه قيديان غوښتى کيږى

Comments powered by Disqus