Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

افغانستان کښې دمورنۍ ژبوورځ

سليم راز

خپرؤنو نېټه: 4 مئي 2004

داطلاعاتو مطابق دافغانستان په تاريخ کښې په وړومبى ځل دمورنيو ژبو ورځ ونمانځلې شوه او پښتنو ليکوالو او په دغه ورځ پښتنو ماشومانو ته په پښتوژبه کښې دتعليم ورکولو سره سره دپښتوژبې دحقوقو مطالبه وکړه او ددنيا ټولوقومونو سره ئې خپل اواز يو کړو اوپه حکومتى سطح ئې دخپلې ژبې او ثقافت دترقۍ او ترويج دپاره په عملى اقداماتو زورواچولو . تيروڅوکالو راهسې ٢١ فرورى دمورنۍ ژبو دحقوقو دعالمى ورځ په طور نمانځى شى چې فيصله اوغوښتنه ئې داقوام متحده ذيلى ادارې يونسکو کړې ده چې پس منظر ئې په ٢١ فرورى ١٩٥٢ دبنګله ديش ( دهغه وخت مشرقى پاکستان) په ډهاکه ښار کښې دبنګالۍ ژبې دحق غوښتونکو په جلوس دهغه وخت دحکومت له طرفه دګولۍ چلولو په نتيجه کښې د څوشمير کسانو شهادت دے .

يونيسکو څو کاله اګاهو ددغې ورځې په مناسبت دمورنۍ ژبې دحقوقو دعالمى ورځ نمانځلو اعلان وکړو اود نړۍ ټولو ملکونو او قومونوته ئې اپيل وکړو چې دقوم بچوته دې په خپلې مورنۍ ژبه کښې دتعليم ورکولو حق تسليم کړى اوهر قوم ته دې خپلې ژبې کښې داظهار رائې موقع او دخپل ثقافت مطابق دژوند تيرولوحالات برابر کړى . ديونيسکو دافيصله او مطالبه نه يوازې دبنيادى انسانى حقوقو او جمهورى اصولو عين مطابق ده بلکې دنفسياتو دعالمانو اوتعليم دماهرينو د متفقه رائے سره هم سمه ده او داقوام متحده دبنيادى انسانى حقوقو په چارټر کښې هم دمورنۍ ژبې داحق تسليم شوےدے . ٢١ فرورى دمورنۍ ژبو دحقوقو دعالمى ورځ ټاکلو نه علاوه په دويم نومبر ٢٠٠١ داقوام متحده ذيلى ادارې يونيسکو دبورډ اف ګورنرز د عمومى کانفرنس له طرفه يوه اعلاميه جارى کړے شوه چې پکښې دثقافتى رنګارنګۍ په ماحول کښې په ثقافتى حقوقو زور ورکړے شوے دے ددغې اعلاميې داصولو ارټيکل نمبر ٥ کښې وئيلى شوى دى چې .

(( ثقافتى حقوق دانسانى حقوقو لازمى حصه ده. چې افاقى دى يوبل سره نه بيليدونکى دى اوپه يوبل انحصار لرى نوثقافتى ترقۍ دپاره ضرورى ده چې خلقوته هغه ټول ثقافتى حقوق ورکړےشى چې دبنيادى انسانى حقوقو په عالمى اعلاميه کښې ئې په ارټيکل نمبر ٢٧ او داقتصادى، سماجى او ثقافتى حقوقو بين الاقوامى معاهدو په ارټيکل ١٣ او ١٥ کښې ئې ذکر شوے دے ځکه هرچاته داحق حاصل دے چې دخپلې خوښې ژبه خصوصاً په خپلې مورنۍ ژبه کښې دخپلو خيالاتواظهار اوپرچاروکړى ټول خلق دداسې معيارى تعليم اوتربيت حق لرى چې هغې نه دهغوى دثقافت پيژندنه کيږى )) دلته په کوزه پښتونخوا کښې هرکال په ٢١ فرورى دا ورځ په ډير اهتمام او جوش وجذبې نمانځلې کيږى پښتانه شاعران، اديبان، صحافيان او دانشوران په دغه ورځ دژبې او ثقافت په موضوعاتو او مسائيلو خصوصى غونډې کوى چې پکښې سماجى او سياسى شخصيات هم برخه اخلى دخوشحالۍ خبره داده چې داځل په بره پښتونخوا (افغانستان ) کښې هم دا ورځ ونمانځلے شوه .

افغانستان کښې هسې هم په سياسى ،سماجى او ادبى حواله داقسم مضبوط روايات نيشته اوبيا په موجوده حالاتو کښې خو نور هم مشکلات موجود دى . خوکه همت وکړے شى او په شعورى توګه کوششونه وشى او دامن په لاره دقومى حقوقو پوښتنه او غوښتنه وشى نو کاميابى به ضرور مومى . زمونږ دپښتوژبې نامتو ليکوال اومحقق ډاکټر سهيل انشاء هميشه راهسې د دې تکل کښې دے او داموقف ئې لرلے دے چې په ټوله دنيا کښې خلق دمورنۍ ژبې د حق دپاره اواز پورته کوى نو افغانان دې هم په د ې حقله اواز پورته کړى هغوى تپوس کوى چې دافغانستان اولس خصوصاً شاعران،اديبان دااحساس او شعور ولې نه لرى او په دې لړکښې خپلې ذمه وارۍ ولې نه پوره کوى دډاکټر سهيل انشاء خوبې داده چې يوځل څه اراده وکړى نو تکميل ته ئې ضرور رسوى دژبې په دې اهمه مسئله هغوى دافغانستان دپښتنوليکوالو سره وخت په وخت رابطه ساتلې ده اوبحثونه ئې ورسره کړى دى اخر دهغوى کوششونه کامياب شو او داجمل اټک يوسفزى ذهن ته ئې بحثونو اپيل وکړو اجمل اټک ډاکټر انشاء سره وعده وکړه چې که ښه وى اوکه بده دا ځل به دا ورځ ضرور کوو.

اجمل اټک په خپل طور دافغانستان ليکوالو سره رابطې وکړې او هغوى ئې په دې قائل کړل چې دژبې دحقوقو اوقومى ثقافت دتحفظ دپاره اواز پورته کول دټولو شريکه قومى او منصبى وظيفه ده داټک يوسفزى په همت او هلوځلو دا ځل په ٢١ فرورۍ دمورنۍ ژبو دحقوقوعالمى ورځ په ننګرهار کښې دمقامى شاعرانو او اديبانو لخوا ونمانځل شوه چې دايشيا ئې ژبې ليکوال هم پکښې شامل وو . دافغانستان اولس دپاره داخبره دحيرانتيا وه چې دا ورځ ولې او څنګه به کيږى ؟ خوچې دا ورته ووئيلى شو چې دا ورځ دملل متحده دذيلى ادارې يونيسکو له طرفه مقرر شوې ده اود ملل متحده ١٨٨ ملکونو پرې دستخط کړے دے چې افغانستان هم پکښې شامل دے نوبيا دخلقو دلچسپى پکښې پيدا شوه ، اميد کيدے شى چې افغان ليکوال اوپوهان به هرکال دا روايت قائم وساتى اوددې ورځې په نمانځلو به دنړۍ دټولو ملکونو اوقومونو سره دمورنۍ ژبو دحقوقو په غوښتنه کښې خپل اواز شاملولو دپاره سيمينارونه اوکانفرنسونه کوى اوداشان دخپلې ژبې اوثقافت دترقۍ او ترويج دپاره به عملى ګامونه پورته کوى .

يقين دے چې ډاکټر سهيل انشاء اواجمل اټک يوسفزے به خپل دامشن جارى وساتى او دپښتو ژبې دحقوقو دپاره بۀ خپلې هلې ځلې نورې هم توندې کړى . ((پښتوټينګه کړه پښتونه چې هم دغه دقومى ترقۍ جړدے

Comments powered by Disqus