خپرؤنو نېټه: 29 دسمبر 2003
تيرو ورځو کښې به په اخبارونو کښې ستاسو د نظر نه هم هغه عکسونه تير شوى وى چې پکښې يوه په نوم افغانى پيغله په منيلا کښې د مقابله حسن د مغربى حسن سره په قابل اعتراز لباس کښې ليدے شى چې په غاړه ئې د مس افغانستان پټۍ لګيدلې وه او د زرګونو تماشبينو په موجودګۍ کښې د خپل حسن او ځوانۍ نمائش کوى. د دې بې هوده عکسونو د اشاعت او د دې پيغلې په مقابله حسن کښې د شرکت په حواله د افغان د حکومت هيڅ څه رد عمل مخې ته را نغلو. نو له دې نه خو په دې خبرو يقين پيښيږى چې دا هسې په نامه افغانى پيغله د حکومت افغاستان په خوښه دې مقابله حسن کښې شريکه شوې ده . خو ګرانو لوستونکو، ستاسو څه خيال دے، چې افغانى غيرت داسې د ګمراهى کارونه برداشت کولے شى يا افغان ضمير او فطرت له داسې حرافاتو اجازت ورکولے شى؟ ايا يو اسلامى ملک پيغله جينۍ په دې ډول مقابلو کښې شرکت کولے شى؟ يقيناً چې اسلامى معاشره له داسې حرافاتو اجازه هيڅ کله هم نه شى ورکولے نو بياد افغانستان په شان د يواسلامى د حياء او د غيرت ډک ملک اود هغې غيرتى پښتانۀ يوې پيغلې افغانى جينۍ له په مقابله حسن کښې د شرکت څنګه واک اختيار ورکړو چې په غاړه کښې ئې د مس افغانستان پټۍ وتړله نو نړۍ ته د څه خبرې د څرګندولو او ظاهرولو کوشش کړے شوے دے. دا خو د يوې خاص منصوبه بندۍ په تخت امريکه د افغانستان اسلامى او د غيرت حياء څهرې او روايات بدرنګولو او ورانولو پاليسى باندې عمل دے. له دې هر څه نه دا صابطه شوه چې د افغانستان د ګوډاګى حکومت تارونه مضبوط او مکمل د امريکې د لاسونو د ګوتو پورې تړلى شوى دى چې د داسې ناړوه د ګمراهۍ په کار باندې هم د حکومت د يو واکمن زمه وار کس د خلې نه خلاف څۀ چې د افسوس يو لفظ هم ادا نه شو.
طالبانو ته ظالمان وو قيانوس او ځناور وئيلو والو سره اوس په له دې ترقۍ پسندۍ څه جواب شته؟ طالبان که د ښځو په باره کښې انتها پسند وو نو دې له اوس مونږ څه نمه ور کړو. دا انتها پسندى نه ده چې يوه افغانۍ پيغله په بازار حسن کښې د يوماډل په شکل کښې پيش کيږى؟ طالبانو په خپل دور کښې د ښځو په باره کښې هرڅه چې هم کړى دى خو د افغانى غيرت خلاف به يې يوقدم هم نه دے پورته کړے. د افغانيانو د عزت غيرت اوحياء جنازې خو اوس پورته شولې. امريکې د طالب دښمنۍ په ترڅ کښې د افغانستان د اولس څهره دورانولو په خاطر د خلقو نه لوئې لوئې ږيرې خرول او د کابل په سړکونو په شيټ او پتلون کښې د پيغلو جينکو د ګرځيدو منظرونو له ئې د مغربى ميډياښه هوا ورکړله او ګردې نړۍ ته ئې پکښې دا پيغامونه اورسول چې افغانستان د طالبانو د اثر او صحر نه خلاص شو. خو دا دے هيڅ کله هم نه هيروى چې له دوى نه اګاهو روس نواز حکمرانانو هم د افغانستان د اسلامى نقشې د بدلولو هڅې کړى دى خوهغوى په خپله نيست او نابود شول خو د افغانستان د خاورې اسلامى رنګ اوبوئى ئې ختم نه کړے شو
نن صبا په دې پاک سر زمين باندې د امريکې ايجارا دارى ده خو يوطالبانو دوئيرې اوبل د اسلام سره د خپلې ذاتى دښمنۍ د کبله د افغانستان د تهذيبى پيژندګلو د ختمولو په خاطر خپله هڅه کوى. اوپه دې ناوړه سازش کښې غورپکاردے چې منيلا کښې کومه مقابله حسن وشوه او په هغې کښې کومه جينۍ د مس افغانستان په توګه دنياته ښکاره کړې شوه. نو دا پيغله په واشنګټن کښې پيدا شوې او لوئې شوې ده اوهم هلته ميشته ده. داتش په نامه افغانى پيغله جينۍ چې د مس افغانستان نمائندګۍ کوله او بيائې په ټولو ورځپاڼوکښې بې هوده عکسونه هم ورکړى وو. خو په دې ناوړه کار د افغانستان سفارت خانې وزارت خارجه يا د مهذبى امورو وزير خپل څه ردعمل څرګندنه کړلو او په دې سازش ئې تر اوسه پورې خلې بندې ساتلى دى او زما يقين دے چې له دوى خلې به خلاصې هم نه شي ځکه چې کومو خلو ته د امريکې برانډ جرندې لګيدلې وى نو هغه د واشنګټن د اجازت نه بغير نه ويږى
په منيلاکښې د مس افغانستان په نامه چې د ښځو د ترقۍ دا ډرامه وکړى شوه، پښتانه واکمن دې له دې غندنه وکړى. افغانى ښځې خپل بنيادى حقوق حاصلول غواړى خو داسې هيڅ کله هم نه چې په کومه طريقه چې ئې دا امريکه نواز حکمرانان ئې په افغانستان کښې راوستل غواړۍ.