Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

مرکزى او صوبائى روئيت هلال کميټۍ نه څو سوالونه

ليک : مولانا عبدالرحمان رحيمى

خپرؤنو نېټه: 17 نومبر 2003

د پاکستان د مرکزى او صوبائى روئيت هلال کميټو محترمينو مسئولينو ته لاندينى سوالونه وړاندې کوم اميد دے چې په مستندو دلائلو سره به ئې جواب ورکړى:

لومړۍ پوښتنه:

د پاکستان په اسلامى ملک کښې هر کال د روژې مبارک مياشت يوکم ديرش او په ځينې کالونو کښې دوه کم ديرش ورځې ولې راځى؟ ځکه چې زمونږ د هجرت موده پوره پنځه ويشت کالو ته ورسيده مګر متاسفانه چې په دغه کلونو کښې يو کال هم په دې ملک کښې د روژې مبارک مياشت پوره ديرش ورځې رانغے هر کال د دغه ملک په مختلفو ښارونو کښې مختلف روژې او مختلف اخترونه وى. د مثال په ډول په يو ښار کښې روژه او په بل ښار کښې کوژه او په يو ځائې کښې اختر او په بل ځائې کښې روژه او په يو کلى کښې قربانى او په بل کښې عرفه وى. د مثال په توګه:

  • په ١٤٠٢ هـ کال مطابق ١٩٨٢ م کال دروژې مياشت ٢٩ وه.

  • په ١٤٠٣هـ کال مطابق ١٩٨٣م دروژې مياشت ٢٩ وه.

  • په ١٤٠٥ هـ ق کال مطابق ١٩٨٥ م دعوامو روژه ٢٩ او سرکارى روژه ٢٨ ورځې وه

  • په ١٤٠٦ هـ ق کال مطابق ١٩٨٦ دروژې مياشت ٢٩ وه

  • په ١٤٠٩ هـ کال مطابق ١٩٨٩ م کال دروژې مياشت ٢٩ وه

  • په ١٤١٤ هـ ق کال مطابق ١٩٩٤ م کال دروژې مياشت ٢٩ وه

  • په ١٤١٥ هـ ق کال مطابق ١٩٩٥ م کال دروژې مياشت ٢٩ وه

  • په ١٤١٩ هـ کال مطابق ١٩٩٩ کال دعوامو روژه ٢٩ او دسرکار روژه ٢٨ ورځې وې

  • په ١٤٢٢ هـ کال مطابق ٢٠٠١ م کال دعوامو روژه ٢٩ او دسرکار ٣٠ ورځې وې

  • په ١٤٢٣ هـ مطاب٤ ٢٠٠٢ م دروژې مياشت ٢٩ ورځې وه.

 همداشان کۀ د نور تير شوى کلونو د روژې کموالے ليکل شوے وے نو خبره بيا اوږديده.

نو آيا د روئيت هلال محترم علماء کرام په دې باره کښې د تفاسيرو او د احاديثو او د فقهې په کتابونو کښې کوم دليل او ثبوت ليدلے دے چې په دغه کتابونو کښې ليکل شوى وى. چې هر کال په پاکستان کښې د روژې مياشت يو کم ديرش ورځې راشى، او کۀ ثبوت ئې وى نو خلقو ته په اخبارونو کښې او نور د ابلاغ په ذرائعو کښې خپور کړى چې د مسلمانانو اشتباهات لرې شى.

دويمه پوښتنه:

ايا د روئيت هلال محترم مسئولين يوازې د روژې د مياشت د ليدلو د پاره ټآکل شوى دى او کۀ د نورو يوولسو مياشتو د ليدو د پاره هم موظف دى؟

دريمه پوښتنه:

ايا د روئيت هلال کميټۍ محترم مسئولين د هجرى قمرى کال د اول مياشت نه چې د محرم الحرام مياشت ده . تر دولسم مياشت ذوالحجة الحرام پورې حساب کوى او يا يوازې د روژې د مياشت د سپوږمۍ د ليدلو کوشش کوى چې هغه هم هر کال د دوى د کوشش باوجود يو کم ديرش ورځې راځى همدارنګې د هجرى قمرى او هجرى شمسى کال ترمينځ لس ورځې او کله يوولس ورځې فرق ولې راځى؟ لکه چې په ټولو تفاسيرو کښې ليکل شوى دى چې د هجرى قمرى کال ټول ورځې درې سوه څلور پنځوس او درې په څلور ورځې او د هجرى شمسى کال ټول ورځې درې سوه او پنځه شپيته او يو په څلور ورځې دى؟

څلورمه پوښتنه:

کۀ چيرې په يو اسلامى ملک کښې لکه پاکستان د روژې د مياشت سپوږمۍ ونه ليدل شى او بيا په همدغه شپه په نورو اسلامى ملکونو کښې لکه مصر، اردن، سوريه، عربستان، ليبيا، سوډان ، الجزائر او داسې نورو ملکونو کښې مياشت ښکاره شى او ګواهان هم په شرعى محکمه کښې دقاضى په حضور ګواهى ورکړى او ثابت شى چې مياشت ليدل شوې ده او سبا ته روژه ده او دهغه ملک ذرائع ابلاغ هم خبر ورکړى او اعلان وکړى چې مياشت ليدل شوې ده نو ايا په دې باره کښې کوم دليل او ثبوت شته دے. چې نور اسلامى ملکونه ددغه اسلامى ملک سره روژه ونۀ نيسى او موافقه ورسره ونکړى مګر بيا په اختر کښې ورسره توافق او اختر ورسره وکړى لکه چې په دې ملک کښې دا رواج دے

پنځمه پوښتنه:

په داسې يواسلامى ملک کښې چې اکثر خلق ئې دحنفى مذهب پيروان دى هر کال دروژې په مياشت او په دواړو اخترونو کښې اختلافات پيدا کيدل دافسوس او خفګان خبره نۀ ده؟ اودغه اختلافات څوک پيدا کوى او ولې پيدا کيږى او مسئووليت ئې دچا په غاړه دے او ددغه اختلافاتو مخنيوے بايد څرنګه وشى دروژې دمبارکې مياشتې کم والے او داختلافاتو دراوستو جواب به څوک ورکوى؟

 

اوس راځو دې خبرې ته چې کۀ چيرې دروئيت هلال محترم مسئولين داخبره وکړى چې مونږ دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم په دې مبارک حديث باندې چې فرمائيلى ‌ئې دى

(( دمياشت په ليدو سره روژه ونيسئ او دمياشت په ليدو سره اختر وکړئ ))

 عمل کوو نو ډيره ښه خبره ده، مونږ ټول مسلمانان دغه مبارک حديث دسر په سترګو منو او قبلوؤ ئې مګر سوال بيا دلته پيدا کيږى چې دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم په دغه يو حديث مبارک باندې عمل کيږى مګر بيا دالله ج په وينا او دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم په دوه نورو احاديثوباندې ولې عمل نۀ کيږى! الله ج دسورة بقره په ١٨٥ ايت کښې داسې فرمائى:

(( او بل دپاره ددې چې پوره کړئ تاسو شمار دمياشتې، او بل چې په لوئى سره ياد کړئ تاسو خداى ج په دې چې برابر کړى يئ تاسو په سمه لاره چې داسلام دين دے او ښائى چې تاسو شکر وباسئ په رخصت يا په اسانۍ يا په ثواب ))

په تفسير روح المعانى اول جلد ٦٢ مخ کښې داسې ليکل شوى دى ((ولتکملوا العدة)) يعنې زۀ تاسو ته امر کوم په دې باندې چې تاسو دروژې مياشت شمار په ادا او په قضا دواړه صورتونو کښې به پوره کوئ ځکه چې دپوره عمل پوره اجر او ثواب تاسو ته ميلاويږى او دکمى په صورت کښې بيا ستاسو برکات او اجرونه او ثوابونه کميږى

دتفسير جلالين په ٣٨ مخ کښې راغلى دى چې تاسو د روژې دمياشتې شمار پوره کړئ.

په تفسير صاوى اول جلد ١٥٤ مخ کښې راغلى دى چې د روژې دمياشتې شمار پوره کړئ.

په تفسير معالم التنزيل اول جلد ٢٢١ مخ د (( ولتکملوا العدة)) پحقله وائى چې د دې ايات مراد او مقصد دادے چې تاسو دمياشت شماره پوره کړئ.

په تفسير دُر منثور اول جلد ٤٦٧ مخ کښې د ((ولتکملوا العدة)) په حقله ليکى چې ربيع وائى چې مراد دالله ج په دې ايت کښې دادے چې تاسو د روژې مياشت پوره کړئ

دکابلى تفسير (پښتو) ترجمه اول جلد ١٣٩ مخ کښې د ((ولتکملوا العدة)) نو په دې کښې ئې زمونږ او ستاسو دسهولت او اسانۍ لحاظ وکړ، چې په مونږ او تاسو باندې څه ربړه او تکليف واقع نۀ شى. او داهم منظور دے چې تاسو دخپلې روژې شمير پوره کړئ څو چې په ثواب کښې مو لږ والے رانشى

نو هر کله چې الله ج فرمائيلى دى چې تاسو دروژې دمبارکې مياشتې شمير پوره کړئ او ديرش ورځې پوره روژه ونيسئ. او همداشان کۀ دکوم شرعى عذر له مخې تاسو روژه خوړلى وى نو دهغې قضائى به هم پوره کوئ نو بيا په دغه اسلامى ملک پاکستان کښې دروژې مياشت ولې هر کال پوره ديرش ورځې نۀ نيول کيږى دليل ئې څه شے دے؟

سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى

(( چې دوه مياشتې چې يوه دروژې مياشت او بله دلوئې اختر مياشت ده کمې نۀ راځى. غالباً دا دواړه مياشتې دديرشو ورځو نه کمې نۀ راځى او يا دواړه مياشتې په يو کال کښې کمې نۀ راځى))

د ابن عمر رض په روايت سره په مشکوة باب روئية الهلال ١٧٤ مخ او دصحيح بخارى اول جلد باب شهرا عيد لا ينقصان په ٢٥٦ مخ کښې داسې راغلى دى چې:

 حضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم يو ځل پخپلو دواړو مبارکو لاسونو سره درې ځلې اشاره وفرمائيله چې مراد ترې ديرش کيږى او دويم ځلې بيا پخپلو مبارکو لاسونو سره دوه ځلې پوره او په دريم ځل بيا غټه ګُته ئې څملاوۀ چې مراد ترې نه نهه ويشت کيږى بيا ئې په تفصيل سره وئيلى دى چې ((مرة تسع وعشرين ومرة ثلاثين)) يعنې دهجرى قمرى کال يو ځل يو کم ديرش او يو ځل پوره ديرش ورځې راځى

همدارنګه په تفسير روح البيان دريم جلد٤٢٠  مخ کښې ئې هم داسې ليکلى دى:

(( ان عدة الشهور وهى الشهور العربية القمرية التى يعتبر من الهلال الى الهلال وهى تکون ثلاثين يوما ً ومرة تسعا وعشرين ))

مراد د شمير د مياشتو نه د هجرى قمرى عربى مياشتې دى هغه مياشتې چې معتبر دى ديو مياشت نه تر بل مياشتې پورې او دا قمرى مياشتې يو ځل پوره ديرش او يو ځل يو کم ديرش ورځې راځى. همداشان په تفسير روح المعانى نهم او لسم جزء ٩١ مخ کښې داسې ليکلى دى:

محرم د دوى په اصطلاح پوره ديرش او صفر يو کم ديرش همداشان دکال تر پايه پورې دافراد مياشتې پوره ديرش ورځې راځى چې اولنۍ مياشت ئې دمحرم مياشت ده او ازواج پکښې يو کم ديرش چې اولنۍ مياشت ئې دصفر مياشت ده. مګر کله چې بيا کبسيه راشى نو دذوالحجې مياشت هم پوره ديرش ورځې راځى

همدارنګه په سنن ترمذى ١٤٩ مخ کښې هم داسې ليکلى دى:

د کتاب نه معلومه شويده چې قمرى کال شپږ مياشتې يو کم ديرش او شپږ مياشتې پوره ديرش ورځې وى. پرله پسې ترتيب پکښې نۀ دے واجب يعنې چې وړومبۍ شپږ مياشتې پوره ديرش او وروستنۍ شپږ مياشتې يو کم ديرش ورځې راشى بلکې داسې دى چې يو مياشت پوره او يو مياشت يو کم ديرش راځى ځکه چې حضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى ((مرة تسع وعشرين ومرة ثلاثين)) يعنې يو ځل نهه ويشت او يو ځل ديرش ورځې وى

دالمنجد د عربى لغاتو په کتاب په٣٩٠  مخ کښې داسې ليکلى دى:

((شعبان شعبان جمع شعابين وشعبانات الشهر الثامن من الشهور القمرية يقع بين رجب ورمضان عدد ايامه تسع وعشرون ٢٩ وهو غير منصرف سمى بذالک للتشعب العرب فيه اى تفرقهم فى طلب المياه ))

دهمدغه کتاب په ٢٨٠ مخ کښې داسې ليکل شوى دى:

رمضان شهر التاسع من الشهور القمرية بين شعبان وشوال وعدد ايامه ثلاثون يوما ً ٣٠ هو شهر الصيام عند المسلمين الرمضاء شدة الحر

بله خبره داده چې ځينې خلق وائى چې مطالعو لره اعتبار دے نو علامة الدکتور وهبة الزحيلى په خپل کتاب الفقه الاسلامى وادلته دويم جلد ٦٠٦ مخ کښې په دې باره کښې داسې ليکلى دى:

(( قال الحنفية اختلاف المطالع، ورؤية الهلال نهارا ً قبل الزوال وبعده غير معتبر على ظاهر المذهب، وعليه اکثر المشائخ وعليه الفتوى فيلزم اهل المشرق، برؤية اهل المغرب، اذا ثبت عندهم رؤية اولئک بطريق موجب کان يحتمل اثنان الشهادة او يشهد على حکم القاضى او يستفيض الخبر. بخلاف ما اخبر ان اهل بلدة کذا راوه. لانه حکاية ))

قال المالکية: اذ راى الهلال عم الصوم ساير البلاد قريبا ً او بعيدا ً ولايراعى فى ذالک مساقة قصر، ولا اتفاق المطالع ولا عدمها فيجب الصوم على کل منقول اليه، ان نقل ثبوته بشهادة عدلين او بجماعة مستفيضة اى منتثرة

وقال الحنابلة : اذا ثبت رؤية الهلال بمکان قريبا ً او کان بعيد الزم الناس کلهم الصوم وحکم من لم يره حکم من رآه

دحنفى مذهب علماء کرام وائى:

کله چې دروژې دمياشتې سپوږمۍ په يو اسلامى ملک کښې وليدل شى په دې ډول چې دوه تنه شاهدان په محکمه شرعيه کښې دقاضى په حضور شاهدى ورکړى او ووائى چې مونږ مياشت ليدلې ده او ثابت شى چې مياشت ليدل شوې ده او دمياشت دليدلو خبر صحيح وى او داسې نۀ وى چې ووئيل شى چې فلانکى ملک کښې مياشت ليدل شوې ده ((ځکه چې دابيا حکايت ګرځى)) نو دمياشت دښکاره کيدلو په سبب دمشرق په خلقو باندې روژه نيول لازميږى دمغرب دخلقو په ليدلو سره او دمياشت ليدل په ورځ کښې دزوال نه مخکښې او اختلاف دمطالعو لره اعتبار نشته او په دې خبره باندې اکثر علماء کرام فتوه ورکړې ده

همدارنګه دمالکى مذهب علماء کرام فرمائيلى دى:

کله چې په يو اسلامى ملک کښې مياشت درمضان وليدل شى او ثبوت دمياشت دليدلو په دوه تنه عادل شاهدانو سره او يا په يو جماعت کثير باندې شوے وى او بيا خبر ئې نورو ملکونو ته هم ورکړے وى نو په ټولو ملکونو باندې نژدې وى او کۀ لرې روژه نيول لازميږى او په دې کښې اختلاف دمطالعو او دقصر مسافې لره اعتبار نشته دے

دغه راز دحنبلى مذهب علماء کرام فرمائيلى دى:

کله چې دروژې دمياشت سپوږمۍ ليدل ثابت شى نو کۀ لرې ملک وى او کۀ نژدې نو په ټولو مسلمانانو باندې چې خبر ورته رسيدلے وى روژه لازميږى دهغه ملکونو چې مياشت ئې نۀ وى ليدلې حکم ئې دهغو خلقو په شان دے چې مياشت ئې ليدلى وى

او بله دا چې مونږ دغه خبره څلويښت او پنځه څلويښت کاله مخکښې دجيدو علماؤ کرامو مفسرينو او محدثينو رحمهم الله ځنې اوريدلې ده او اوس هم انشاء الله علماء کرام دخپلو استاذانو او مشرانو نه به اوريدلى وى چې پخوانى علماء کرام داسې فرمائيلى وؤ چې:

حضرت سيدناعلى کرم الله وجهه فرمائيلى دى درجب المرجب دمياشتې څلورمه ورځ اودروژې دمياشتې اوله ورځ او دلوئې اختر يعنې دذوالحجې دمياشتې لسمه ورځ دادرې واړه ورځې په يوه ورځ کښې سره راځى او دا خبره په تواتر سره دعلماء کرامو نه نقل شوې او پاتې ده

بل ځائې کښې حضرت سيدنا امام جعفر صادق رض چې مبارک تابعى دے داسې فرمائيلى دى:

که تاسو غواړئ چې دروژې دمياشتې اوله ورځ معلوم کړئ نو دتير شوى کال دروژې دمياشتې پنځمه ورځ وشميرئ نو دتير شوى کال دروژې پنځمه ورځ دراتلونکې روژې اوله ورځ به وى او دا حساب پنځوس کاله تجربه شوے دے درست او صحيح راغلے دے

 نو زۀ عبدالرحمان رحيمى وايم صدق الله، وصدق سيدنارسول الله صلى الله عليه وسلم وصدق اصحاب رسول الله ، وصدق تابعيه، بيشک چې دغه حساب پنځوس کاله نه بلکې سل او زر کاله هم انشاء الله صحيح او ټيک راځى.

 نو ددغه مبارک وينا په اساس زۀ دروئيت هلال محترم مسئولينو او نورو محترمو مسلمانانو ته خبر ورکوم او وايم چې انشاء الله د ١٤٢٥ هجرى قمرى راتلونکى کال دروژې دمياشتې اوله ورځ دجمعې په مبارکه ورځ به راځى ځکه چې سږ کال دروژې اوله ورځ ددوشنبې په ورځ راغلې ده چې ددې کال دروژې پنځمه جمعه کيږى نو دراتلونکى کال دروژې اوله ورځ دجمعې په ورځ به راځى

همداشان د ١٤٢٦ هجرى قمرى راتلونکى بل کال دروژې دمياشتې اوله ورځ دسه شنبې يا منګل په ورځ به راځى ځکه چې د ١٤٢٥ هـ ق کال دروژې اوله دجمعې ورځ او پنځمه ئې دسه شنبې ورځ کيږى نو څرنګه چې ١٤٢٦ هـ ق کال بيا کبسيه راځى يعنې دذو الحجة الحرام مياشت هم پوره ديرش ورځې راځى نو کال چې بيا کبسيه راشى نو دتير شوى کال دروژې مياشتې پنځمه نه بلکې يوه ورځ فرق کوى او شپږمه راځى او دبل راتلونکى کال دروژې اوله بيا شپږمه ورځ راځى لکه څرنګه چې ١٤٢٦ هـ ق کال کبسيه راغلې او دروژې اوله رځ ئې دسه شنبې ورځ وه نو شپږمه ورځ ئې ديکشنبې يا اتوار ورځ کيږى نو انشاء الله ددريم راتلونکى کال ١٤٢٧ هجرى قمرى کال دروژې دمياشتې اوله ورځ ديکشنبې په ورځ به وى

نو زۀ دټولو محترمو لوستونکو څخه چې دغه دوحدت ورځپاڼه لولى دا خواهش او هيله کوم چې دغه اخبار ځان سره کلک وساتئ او بيا دې په دغه پورتنى ياد شوى کلونو کښې دې وګورى چې دحضرت سيدنا امام جعفر صادق رض مبارکه وينا صحيح ده او کۀ نه او زما جنترى يا کلينډر هم چې هر کال دوحدت په ورځپاڼه کښې خپريږى ودې ګورئى چې رښتيا دمشرانو خبرې دکاڼى کرښې دى او کۀ نه .

 وما علينا الى البلاغ
مولانا عبدالرحمان رحيمى

Comments powered by Disqus