خپرؤنو نېټه: 5 اکتوبر 2003
لټون دپوهې دفضل محمود روښان دکتاب نامه ده چې انګريزى ترجمه ئې (In search of wisdom) شوې ده په کتاب کښې واړه واړه ازاد نظمونه دى خو ورسره داخوارى شوى ده چې هرنظم سره دهغه انګريزى ترجمه هم شوې ده فضل محمود روښان دسوات دسيمې يو روښان فکره شاعر دے خويوازې شاعر هم نه دے بلکې دادب په نور اصنافو کښې هم ښه کوششونه کړى دى اوداړه د ليک نه علاوه په ادبى سرګرمو کښې هم ډيره په زړۀ پورې حصه اخلى . دچاچاکريم بخش ايوارډ که يوطرف دکامران خان دمالى مرستې په وجه جارى دےنو دفضل محمود روښان انتظامى صلاحيت هم ددغه ايوارډ په لړکښې د يادولو وړ دے
((لټون دپوهې )) کښې واړه واړه نظمونه دى خو هغه دچا خبره چې که روپۍ وړه ده نو په تول پوره ده روښان په ډيرو لږو ټکو ډيرې غټې غټې خبرې کړى دى لکه
زۀ چې تاڅه ګڼم
ته هغه نه ئې
اوته چې ماڅه ګڼې
زۀ هغه نه يم
بس ورانه په دې ده
زړۀ خو مې غواړى چې دهرنظم سره مې دهغه انګريزى ترجمه هم ورکولے خو دوحدت اوزما دکالم لمنه ډيره تنګه ده او وائى
ستا دښائست ګلونه ډير دى
جولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
نو ډير په لږو مثالونو به ځان صبر کړو لکه
مينه کوه (Develop Love)
خير دے It Be metaphys
که خيالى ICLE
شان Evidence Given
يا لکه داپيچونے شان نظم Against others
ګواهى خو په An not Against
بل کيږى one's ownself
په ځان نه
دفضل محمود روښان شاعرى په ظاهره سنجيده شاعرى ښکارى خو ددۀ په طبعيت کښې چې کوم طنز په عناصر دى هغه هم ترنه ځايې په ځائې را اوتى دى ځکه چې فطرت خپل ځان خامخا ښکاره کوى لکه دانظم
دپښتنو
قامى يووالے
ددې روايتى
خانانو اومليانو
په مرګ کښې
پټ دے
يوبل ځائې کښې ئې زمونږ دمعاشرې يو خوږ ګته داسې رانيولې ده
که وخت عبث
ضائع کوے
نودسرکار
دفترونو ته لاړشه
صاحبانوله
ډوډۍ کوه
بيا سپين باز ئې
چې څه دے مرضى وى
اوڅه غواړې
هغه کوه
که دانظمونه دى اوکه دنثر ټوټې دى خوډيرې ښې دى سړے ته د جبران خليل جبران ليکونه ورپه ياد شى
دنن قيصه به سپاپوره شى
اودسبا قيصه
به سبا شروع شى
ته به ترکومه
ويښ ئې ؟