خپرؤنو نېټه: 29 دسمبر 2003
يو دوکاندار يو چاته بې پيسو د خوراک يو څيز ورکړ. هغه سړى چې خُلې ته واچاوۀ خوند او مزۀ ئې ورکړه نو دا مخکښې سريزه ئې ((خوند ئې ښه دے راتلۀ ئې)) ورته ووئيل
تيره شپه مې د ريډيو نه داسې واوريدل چې د افغانستان په لويه جرګه کښې د ځينو کسانو وړانديز داسې دے چې همدغه لويه جرګه دې راتلونکې پارليمانى جرګې پورې پارليمانى پاتې شى. هر شے ځانته وخت لرىکوم ښاغلى چې داسې هيلې لرى ګُمان کوم چې يا خو بل کار نۀ لرى او يا د لوئې جرګې کباپونو، خوراکونو او پيپسىګانو خوند ورکړے دے. او د شورا د تالار نه ئې زړۀ نۀ کيږى، چې بهر ته ووځى او يو کال نور هم پکښې پاتې شى ملت چې دوى ليږلى دى د يو ځانګړى مرام لپاره چې هغه داساسى او بنيادى قانون تصويبول دى. نۀ دزياتې مودې دتيرولو لپاره.
ماته هغه متل راياد شو په يو کلىکښې وادۀ يا بله کومه ښادى وه. دښادۍ خاوند ګڼ شمير خپلوان اودوستان راغوښتى وؤ. دکور دننه يوه معتبره او مشره ښځه راغله. دکور خلقو ورته په کټ کښې پيړ او ډبل توشک واچاوۀ دکټ سر او پښو ته ئې ورته غټ غټ بالختونه کيښودل چې مشره بى بى کله په يو څنګ او کله په بل څنګ ډډه ورته ولګوى، دکلى ښځې وار په وار راتلې او دميلمنې بى بى هر کلے به ئې کاوه. چابه ئې لاس ورمچاوۀ او چابه ئې په سر لاس راښکۀ بى بى چې عمر پرې تير ؤ. په پښو کښې ئې څه بادونه هم وؤ او دخدمت لپاره يوه بله ښځه هم ورسره ګرځيدله چې پښې به ئې کله کله ورته منډلې او چاپى کولې به ئې، دکلى يوه غريبه او ساده ښځه راغله. ميلمنې بى بى ته ئې ستړى مشى وکړه او لاس ئې ورښکل کړه. او ځائې په ځائې د بى بى سره په کټ کښې کښيناسته نورو ښځو يو تر بله سره وکتل او په خپلو منځو کښې ئې وويل چې فلانۍ خو دبى بى سره ځان ځائې کړ. مشره بى بى ئې پښو غزولو ته نه پريښودله او ډيره تنګه شوه خو دحيا نه ئې غږ نۀ کاوۀ چې کټ نه کوځه شه کوربنه مشره ښځه راغله او دې ښځې ته ئې ووئيل چې ددې کټ نه راښکته شه لاندې مهربانى وکړه. دبى بى سره ناستې ښځې وويل چې زۀ دبى بى سره خوښه يم
ځينې دجرګې غړى هم دخپل کور نه په پارليمان کښې خوښ دى. محترم دلوئې جرګې غړى دې اساسى قانون داسمانى قانون سره مطابق تصويب کړى ځکه اسمانى قانون دهغه چالۀ خوا نازل شويدے چې دخپلو بنده ګانو په طبيعت ښه پوهيږى په پټه او په ښکاره خبردار دے دهر عمر او هر زمان سره موافق او مطابق دے او هيڅ کمے پکښې نشته. خدائى دې ټولو وکيلانو ته ديو ښه او جامع او دشريعت سره برابر دقانون په تصويبولو توفيق ورکړى. او داد دوه نيمو لسيزو ، غميزو ځپلے او کړيدلے اولس نور دکړاوونو، دربدريو، لاقانونيت او برباديو څخه خلاص کړى . نور ددې ملت په ټپونو پټۍ او مرهم ولګوى او نۀ دا چې ټپونه او دردونه مو نور پسې ناسور او تازه کړى، څښتن دې ددې ملت دهر فرد او وګړى سره دوطن دښيرازۍ ابادۍ او سوکالۍ فکرونه پيدا کړى. چې ټول افغان اولس سره يو لاس او يو موټى شى اودوطن دسمسورولو لپاره بډې ووهى او مټې راونغاړى او دابادۍ په کارونو پيل وکړى ځان ځانى او خپل ځان مړول پريږدى او خپل خير دبل په خير کښې وګورى او ځانونه ټول ديو بدن غړى وګڼى