خپرؤنو نېټه: 5 اکتوبر 2003
دا بره عنوان دومره وړوکے نۀ دے چې زۀ به ئې په يوړوکى کالم کښې راټول کړم، په دغه عنوان مايوه غونډه سفر نامه وليکله او انشاء الله چې ژوند وى نو زما دقطر داسفر به سره دتصويرانو ديو ښائسته کتاب په صورت کښې ستاسو تر نظره تير شى زۀ اوزما ملګرې شاعره ليکواله حسينه ګل ٢٢ اګست قطر ته لاړو او دقطر درنو قدرمنو، پښتنو حاجى ګلزار خان ، حاجى مکرم خان، حاجى وزير بادشاه جانان ، قدرمن فيروز اپريدى، امت بنګش، نياز مومند، رضا خان رضا، جاويد رحيم صيب شهنواز خان لالا، حسن عليشان، اميتاز اپريدى، ناصر قريشى، عيد وزير جار،تورات خان کوثر، ناصر مومند، خالد حميد مروت، مختيار خان، حاجى ابراهيم، اسرار خان، نواز خان، زمان صيب، افضل خان، ميا اسد کاکاخيل، شمشير استاد نديم، تنوير، عبدالحليم، زبير خان کاکړ، حاجى عجب نور، عرش محمود، اسلم صادق، ملتان همت اورکزى، خوږ نصيب، رشيد تنها، جاويد احمد همدرد او نورو ډيرو پښتنو چې مونږ له کوم عزت، کومه ميلمستيا کومې مالى او معنوى فائدې راکړې دا کالم صرف دهغې دسر ((مننه)) ده بلکې زۀ خو وايم چې ددغو درنو پښتنو صرف په ((مننه)) هډو حق نۀ ادا کيږى خو مونږ دقلم خاوندان يو او د
شاهانو ورکړه لال او جواهر وى
دقلم دخاوندانو دزړۀ وينې
مونږ صرف هم دومره کولے شو چې دغه قدرمن دپښتو په ټکو تورو ياد کړو او رښتيا چې مونږ سره بې دټکو تورو هيڅ هم نشته نۀ خو مونږ دوى ته کۀ دلته راغله، لکه ددوى په رنګ په ائير پورټ دګلونو په شونډو هر کلے وئيلے شو او دلس پنځلس ګاډو په جلوس کښې ئې خپلو ديرو اوحجرو ته بوتلے شو. او نۀ ئې په (پنځه ستورو)) هوټلونو کښې اوسولے شو، نۀ خو ورله هاغسې ډالۍ ټيلۍ اخستلے او ورکولے شو لکه چې مونږ له ئې راکړې او نۀ ئې په اعزاز او اکرام کښې په (سوفيسټل) المجلس او الخميسه غوندې هوټلونو کښې دپروګرامونو انعقاد کولے شو، او نه په دغو دستورو، سيمينارونو کښې دشيخانو او سفيرانو په لاسونو ايوارډونه ورکولے شو نو ددې هر څه اجر خو يو خدائې پاک ورکولے شى او مونږ نو مونږ به څه وکړو.. مونږ به څه ووايو صرف هم دومره چې
اے د دوحې درنو پښتنو تاسو پښتو دغرونو غاړو، ميدانونو او ګودرونو نه ((کرونيش) محلونو او هوټلونو ته وروسوله نن کۀ خوشحال بابا غوندې با اصوله بامروته پښتون ژوندے وے نو دخپل دې شعر به ئې
چائې پلو له مخه وانخستو
پښتو لا هاغسې بکره پرته ده
رد شعر ليکلے وے او دوى ته به ئې وئيلے وے چې اے زما بچو! اے دغلته مزدورو له تلو پښتنو، تاسو زما پښتو وقدروله ، ونازوله، خدائې پاک دې تاسو ونازوى ، وقدروى پاک ذات دې تاسو دژوند او بچو په خوشحاليو ماړه کړى
امين