Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دانش کتابخانه

حنيف خليل

خپرؤنو نېټه: 5 اکتوبر 2003

په نامه خو يو کتب خانه ده خو داسې کتب خانه چې ددانش خورولو او عام کولو وظيفه ئې په رښتيا چې په ډيره ښه توګه ترسره کړې ده او ترسره کوى ئې زمونږ په صوبه کښې زمونږ دانشور عموماً دا ګيله کوى او په ځائې ئې کوى چې دپښتو ژبې، ادب او کلتور دودې دپاره جوړې شوې ادارې خپلې ذمه وارۍ هغسې نۀ ترسره کوى څنګه چې پکار دى کۀ اليکټرانک ميډيا په ځائې پريږدو ځکه چې هلته خو زمونږ وس نۀ پخوا رسيدلے دے او نۀ اوس رسى نو کم نه کم پرنټ ميډيا کښې خو بايد چې خپلې هڅې جارى وساتو خو دبده مرغه دغه لړ کښې هم پښتو بې څوکه او خواره ده کوم خلق چې ددې ژبې دادب او کلتور دتحفظ دپاره ساتلے شوى دى هم هغوى پرې حملې کوى هغه دغازى سيال خبره چې

څوک پښتووخوړل سياله
څوک لګيا دى چې پښتو خورى

په داسې حال کښې به دچاچا نه ګيله کوو او دکومې کومې ادارې ژړابه ژاړو، بلخوا چې دځنو بې وزله، بې وسه او غريبو ادارو يا کسانو انفرادى هڅو ته ځير شو نو يوه داطمينان ساخو سړے واخستے شى ځکه چې دپښتو دودې او بقا دپاره يو خواته ادبى جرګې تنظيمونه او محفلونه کوم کردار لوبوى نو رښتيا خبره ده چې ډير دقدر وړ دے او ورسره څنګ په څنګ چې دځنو ذاتى ادارو کار ته وګورو نو هم يوه دتسلۍ فضا ښکاره شى په دغو ذاتى ادارو کښې ددانش کتب خانې کردار او خدمت دچانه پټ نۀ دے دې کتب خانې ته مې اداره ځکه ووئيله چې په هيڅ حال ئې ديوې منظمې ادارې نه کم کار نۀ دے کړے لکې دځنو ادارو کار هم ددې کتب خانې په مخکښې هيڅ نۀ دے

اسدالله ساپے ددې کتب خانې مشر دے چې بيخى په نشت وسائلو کښې ئې ددې علمى او ادبى کار شروع کړې ده. دپيښور په ډهکى نعلبندى کښې يوه بيخى وړه کمره چې په ښکاره دکتابونو دخرڅولو يو دوکان ښکارى دژبې او ادب دپرمختګ دپاره يو نۀ هيريدونکے تاريخ لرى نۀ ورته سرکارى مرسته حاصله ده اونۀ دکوم شتمن سرپرستى خو چې دعلم وادب په مختلفو اړخونو کښې ددې کتب خانې کار ته وکتے شى نو بنده حيران شى چې ددې ترشا هغه کوم قوت دے چې دا هر څه ئې ممکن کړل دتاريخ، تحقيق، تنقيد، تخليق او ترجمې په ميدان کښې چې ددوى چاپ شوؤ کتابونو ته ګورو نو شيمر ئې دسوونو نه اوړى يوازې شمير هم نه بلکې معيار ئې هم په هر حال اوچت ساتلے دے ورسره ورسره په فارسۍ کښې هم ګڼ شمير کښې معيارى کتابونه دې کتب خانې چاپ کړى دى. دافغانستان سقوط، دافغانستان لنډ تاريخ، افغانستان دتاريخ په رڼا کښې ، سرې لښکرې په افغانستان کښې، افغانستان څنګه تباه شو، سوزيدلے جنت، احمدشاه بابا افغان، غرغښت ياګرساشپ، دپښتو ادبياتو تاريخ، ستورى دادب په اسمان کښې، دعبدالحنان ديوان، اودبدها په افغانستان کښې غوندې معيارى کتاب ، دوى دخپلې ادارې لخوا چاپ کړى دى دې نه علاوه يوه دوه مياشتنۍ مجله د ((الفت)) په نامه هم چاپ کوى چې په تسلسل سره چاپ کيږى او دلرې او برې پښتونخوا داوچتو ليکونکو ليکونه پکښې وخت په وخت چاپ کيږى تر دې چې دځنو ليکونکو او سياستدانانو ورک شوى تصويرونه هم يو ځل بيا دچاپ ذريعه محفوظ کوى دتحقيق طالب علمانو او دانشورو ته چې دحوالې دپاره مسئله راپيښه شى نو دانش کتب خانه ئې لکه ديوې اکيډمۍ تحقيقى مرسته کوى دحوالې کتابونه ورکوى تر دې چې دلته ناست پاست مشران او دانشوران ورسره ذاتى تعاون هم کوى. داسې دمايوسۍ په فضا کښې ددانش کتب خانې خدمات دژبې ادب او کلتور جل وهلو له دآب حيات حيثيت لرى

زمونږ با اختياره ادارې چې هر قسم وسائل هم لرى کۀ په رښتيا دخپلې ژبې دترقۍ او بقا وظيفه ترسر کوى نو بايد چې دانش کتب خانه ځان سره په دغه قسم علمى او ادبى کار کښې شريک کار وګڼى او ددې کتب خانې هر قسم مرسته وکړى او دا کتب خانه دې خدائې اباده لرى چې دغسې دخپلې ژبې دخدمت وظيفه ترسره کوى

Comments powered by Disqus