Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دپښتو څو نوى کتابونه

حنيف خليل

خپرؤنو نېټه: 10 اکتوبر 2003

يووخت ؤ چې دپښتو کتاب چاپ کول لکه د فرهاد غر کنستل ؤ بلا مسئلې، بلا مشکلات،مرحوم عبدالخالق خليق صاحب به چې د اداره اشاعت سرحد لخوا کتاب چاپ کړو نو ګويا چې په پښتو ادب کښې به څه خاص انقلاب راغلے ؤ او چې دپښتو څو کتابونه چاپ شول نو خليق صيب يو ځل اشتهار چاپ کړو چې (( پښتو ترقى وکړه)) زۀ وايم چې خليق صيب مرحوم کۀ نن ژوندے وے او پښتو د چاپ کيدونکو کتابونو رفتار او شمير ئې ليدلے وے نو چې د پښتو د ترقۍ په حقله به ئې څومره د حيرت اظهار کولو

دا درسته ده چې دې کتابونو کښې به ګڼ شمير کتابونه معيارى هم نۀ وى ولې د کميت د اهميت نۀ ئې انکار څوک هم نۀ شى کولے

نزدې څو ورځو کښې زما د نظره د پښتو څو نوى کتابونه تير شول چې په يوه نه يوه حواله خو ضرور اهميت لرى. ځکه که يوه يادونه ئې وشى نو زما خيال دے چې د ليکونکو د محنت، جذبې او شوق يو څه اعتراف خو به ضرور وشى

دې کتابونو کښې يو ښکلے کتاب د بلوچستان کوئټې معروف شاعر شفيق العالم معذور يار شعرى مجموعه ده چې په ښکلى کاغذ، ښائسته جلد سره چاپ شوې ده او تقريبا ً په درې سوه صفحو مشتمله ده

دکتاب نوم ((سکاسۀ)) دے چې په وړومبى نظر کښې لوستونکو ته د فکر د عوت ورکوى د (سکاسه) تورے يقيناً چې د ډيرو سيمو خلقودپاره نامانوس غوندې دے خو په کتاب کښې دننه ديباچه کښې پروفيسر سيال کاکړ د دې تورى د معنو وضاحت کړيدے او وئيلى ئې دى چې سکاسه يوه لرغونې پښتو کلمه ده چې تر اوسه پورې په اڅکزو، کاکړو مندوخيلو او مسه خيلو کښې ژوندۍ پاتې ده

دسکاسه معنى ده په مزه مزه اواز پورته کيدل. د ښکالو د پاره هم د سکاسه کلمه پکارولے شى . د معذور يار صاحب د شاعرۍ خاصه خبره د پښتو د سوچه متروکو تورو بيا ژوندى کول او په شاعرۍ کښې استعمالول دى چې د کتاب په اخره کښې ئې د هغې يو لغتنامه هم ورکړې ده. د فن او فکر په لحاظ د دوى شاعرى ښه معيارى، د مقصديت نه ډکه د غريب او بې وزله اولس د مسئلو ترجمانه او د فنى خوبيو هندراه ده دا کتاب د پښتو په شعرى ادب کښې يوه قيمتى اضافه د ه

يو بل کتاب دښاغلى مطرب ماشوخيل شعرى مجموعه د (لعل په ايرو کښې)) په نامه چاپ شويدے چې اهتمام ئې پيښور پښتو ادبى جرګې کړيدے مطرب ماشوخيل زۀ د تيرو تقريبا ً دولسو کالو راسې پيژنم. شاعرى ئې ما وړاندې هم اوريدلې وه او کتاب کښې مې هم ولوسته مطرب استاذ يو ښه سندرغاړے او مطرب هم دے ځکه ئې د خپلې شاعرۍ څه برخه د موسيقۍ سر او تال سره هم وئيلې ده. رښتيا خبره ده چې د دوى شاعرى د فکر په حواله د ډير غور وړ ده ځينې فلسفيانه نکتې پکښې د لوستونکو توجه ځانته راکاږى. اسلوب ئې ډير زړۀ راښکونکے دے. په شاعرى ئې څه خو د غنى خان رنګ ښکارى او څه د دوى خپل انفرادى اسلوب دے

((کړنګ)) د حاجى ګل ذره د ريمه شعرى مجموعه د ه چې دښکلى جلد او اعلى کاغذ سره چاپ شوې ده.دحاجى ګل ذره په شاعرۍ کښې خاص خبره ددۀ فطرى انداز، برجستکى او دخيالاتو سوچه والے دے . په غزل کښې ئې ډير خواږۀ دى دومره خواږه چې څومره ئې شخصيت، کړۀ وړۀ او خبرې اترې خوږې دى

(( په ساحل چپې چپې)) ديار حسين ساحل اپريدى شعرى مجموعه ده چې په تيرو ورځو کښې چاپ شوه. په کتاب د حمزه بابا، ناظر شينوارى، ډاکټر راج ولى شاه خټک، خيبر اپريدى او کليم شينوارى لکيونو او تبصرو دکتاب اهميت زيات کړيدے دساحل په غزل کښې دخيبر دمکتبه فکر خصوصى رنګ او اهنګ موجود دے او په نظم کښې ئې يو سپيڅلې جذبه او ريښتونے درد محسوسيږى چې ددۀ شاعرۍ ته ئې ډير خوند او رنګ بخښلے دے

((مسکى يادونه)) دزلمى شاعر نياز محمد عادل شعرى مجموعه ده چې پيښور پښتو ادبى جرګې لخوا په يو خاص قسم املاء کښې چاپ شوې ده شاغلى عارف الله اظهر او نسيم خان نسيم دشاعر د ادبى او شعرى سفر مختلف پړاؤ نه واضح کړى دى او دشعرى معيار او اهميت تعين ئې هم کړيدے نياز محمد عادل لا زلمے دے او په دې عمر کښې زما خيال دے چې دهغه په شاعرۍ کښې داسې نقشونه شته چې دمستقبل ديو ښه شاعر نشان دهى وکړى. ((دسکڼى ماښام يادونه)) هم دذکر شوې جرګې او املا سره متعلقه شعرى مجموعه ده چې ليکونکے ئې طارق عزيز بې نواباجوړے دے

Comments powered by Disqus