خپرؤنو نېټه: 5 اکتوبر 2003
دپښتو ژبې قدر دانو مينه والو شاعرانو اديبانو ليکوالانو دانشورو سترګه ورو خادمانو سرخيلانو شتمنو! تاسو ته دخپلې ژبې قام او کلتور حالت ښه معلوم دے تاسو خبر يئ چې پښتو هم ستاسو غوندې ليونو مجنونانو ((ليلى)) کړې ده او ساتلې او روزلې ئې ده نن چې داژبه په ټوله نړۍ کښې ديو ژبې په حيث منل کيږى تسلميږى نو هم ستاسو لۀ برکته دپښتو اخبار رساله او کتاب هم ستاسو په برکت چليږى او چې کله هم دژبې دپاره دخدمت او قربانۍ وخت راغلے دے نو ستاسو کردار پکښې دهر چانه سيوا وى بلکې هم ستاسو دقربانيو او هلو ځلو په برکت پښتو ژبه موجوده مقام ته رارسيدلې ده. تاسو به دکراچۍ نه شائع کيدونکې درې مياشتنۍ ادبى مجله (( جرس پښتو)) ٤٥_٤٦ ګڼه چې داپريل نه تر جولائى ٢٠٠٣ پورې مودې باندې مشتمله ده لوستې به موى او بعضې ملګرى به ئې اوس لولى داخصوصى ګڼه چې په ٢٢٤ مخونو مشتمله ده او ډير په زړۀ پورې ادبى تخليقات پکښې ځائې کړے شوى دى زۀ په مجلې تبصره کول نۀ غواړم ځکه چې زما موضوع دانۀ ده بله دا چې جرس دومره معروفه ادبى مجله ده چې دپښتو هر شاعر اديب ترې نۀ خبر دے دے ددې مقام او مرتبه هر چا ته معلومه ده ولې زۀ دخپلې موضوع سره سم دجرس په ٢٢٢نمبر مخ دجرس دمدير اعلى محترم طاهر اپريدى صاحب يوې ځانګړې ليکنې ته راځم په کومې کښې چې موصوف د ((لږه توجه)) دسر خط لاندې ډير په تفصيل سره دجرس او دمينه والو په حقله ليکل کړى دى او ليکى چې:
((دنن نه دولس ديارلس کلونه وړاندې چې کله ما دجرس ديو معيارىجريدې په صورت کښې ابتداء وکړه نو دغه موده کښې زما جسمانى صحت د ((څه)) کولو جذبه او مالى توان ډير ښه او ددې جوګه و چې دڅه فضولياتو په ځائې ښه مثبت کار وکړم او ما سوچ کولو ماسره کۀ څه تجربه کار ملګرى نۀ ؤ خو بيا هم کۀ ناوې مو نۀ ده ليدلې نو په جنج خو لاړ يو، ديوې رسالې چلولو او دهغې دنتايجو نه خبر ضرور وم او هم دغه وجه وه چې زۀ دپښتنو دلورى په څه ډيرې خوش فهمۍ کښې او مغالطې کښې نۀ وم راغلے خو دومره اميد طمع مې ضرور ؤ چې دجرس په اخراجاتو کښې به راسره دجرس لوستونکى او ځنې دپښتو مئين دادبى ذوق شتمن پښتانۀ به مرسته خامخا وکړى.. لوستونکو مو تر خپله حده واقعى مالى او قلمى مرسته وکړه خو په پښتو مئينو شتمنو پښتنو...
دښاغلى طاهر اپريدى ددې ليکنې مختصره خلاصه داده چې جرس زما پخپل خرڅ دولس ديارلس کاله متواتر چاپ شوه خو ولې په دې دومره اوږده موده کښې دجرس دکليزو خريدارانو شميره سلو ته هم ونه رسيده په دې ليک کښې طاهر اپريدى صاحب وئيلى دى چې زما توان نور نيشه چې جرس وچلوم ځکه چې سرمايه راسره نيشته او زړۀ مې غواړى چې څه وخت دپاره دمه وکړم او کله چې بيا حالات ښه شى نو بيا به جرس دوباره شروع کړم موصوف يو مثال هم ورکړے دے چې داردو يوه پنځوس کلنه مجله چې کله دمالى بحران ښکار شوه نو اعلان ئې وکړو چې مجله عارضى طور بندولے شى ترڅو څه سرمايه پيدا کړى چې بيا خل سفر شروع کړى ... خو داردو مينه والو شتمنو شاعرانو اديبانو په لکونو روپو چنده ورکړه او رساله دبنديدو نه بچ شوه خو طاهر صيب دخپلو پښتنو نه دومره طمع لرى او خپله فيصله دملګرى رياض تسنيم په دې شعر کښې کوى چې:
چې دخپل قداو خپل قوت نه مې سيوا وکړه
عاشقى دغه هومره ډيره وه چې ما وکړه
ګويا دهغه دجرس دعارضى بندولو فيصله اټل ده او ترڅو پورې چې سرمايه ئې لاس ته نۀ وى راغلې نو تر هغه وخته پورې دا مجله دوباره نۀ شى چاپ کولے البته خپل مينه وال ئې مايوسه کړى نۀ دى او دا طمع ئې ضرور ور کړې ده چې :
په دويم ځلې راتلو کښې به باران يم ( حمزه بابا) او خپل دا تفصيلى او وضاحتى پيان ئې درياض تسنيم ديو شعر په دې مصرعه سر ته رسولے دے :
زۀ به راځمه دوباره کۀ ژوند وفا وکړه
دطاهر اپريدى دې وضاحتى بيان هر لوستونکے په ډير څه وئيلو او ليکلو مجبوره کړيدے او هر څوک به دخپل خپل سوچ مطابق دطاهر اپريدى دې سوالونو له ځوابونه لټوى او طاهر صيب ته به دا درخواست کوى چې جرس بنده نۀ کړى او دامجله دې جارى وساتى ځکه چې جرس اوس خپل دومره مينه وال پيدا کړى دى چې هغوى دضرورت په وخت دجرس دژوند دپاره دهيڅ قسمه مالى او ځانى قربانۍ څخه ډډه نۀ کوى.
لکه دنورو ملګرو زۀ هم په دغو متاثرينو کښې يم چې دجرس دژوند دپاره چانه خيرات وغواړو او په دې حقله دشاعرانو اديبانو سره صلاح مشوره وکړو دخوش قسمتۍ خبره ده چې زمونږ هفته وار تنقيدى اجلاس چې دساهو ليکونکى کواټ دسيورى لاندې هر اتوار دتيرو دوه نيمو کالو راسې بلا ناغه کيږى ماهلته دملګرو مخکښې دا مسئله بيان کړه او دطاهر صيب دوضاحتى بيان ذکر مې ورته وکړو شکر دے چې ملګرو چې پکښې ښه ښه شاعران اديبان شامل وؤ او دتجربې او پوهې څښتنان وؤ هغوى په دې مسئله کښې خصوصى دلچسپى واخسته او ډيرې مثبتې او ګټورې خبرې ئې وکړې لکه دمثال په ډول يو خو ملګرو دا عهد وکړو چې مونږ ټول به دجرس هره ګنه په بيعه اخلو او کليز ممبرشپ به ئې کوؤ بعضې ملګرو دا ووئيل چې بايد طاهر اپريدے صيب په هر ښار کښې خپل يو نمائنده وټاکى چې هغه ته دجرس لس دولس ګڼې راليږى او هغه ئې خرڅوى چې دغسې دجرس اداره دمالى بحران څخه بچ و ىاو دجرس سلسله روانه وى بعضې ملګرو داهم ګيله وکړه چې مونږ کليزه چنده ورليږلې ده ولې بيا هم جرس نۀ راځى دلاچۍ يو ملګرى ګيله وکړه چې زمونږ ملګرى طاهر صيب ته ليکلى دى چې ماته خو ګڼې راليږه زما کتب خانه ده چې خرڅوم ئې درله ولې هغه ته هم تر اوسه پورې يوه ګڼه نۀ ده راغلې يوه خبره داهم وشوه چې جرس مخصوصو کسانو او علاقو ته ليږلے شى ځکه چې مونږ خو هډو خبر نۀ يو چې جرس کله چاپ کيږى او کله مارکيټ ته راځى نورې هم ګڼې او مثبتې خبرې وشوې چې دهغې دعملى کولو په صورت کښې دطاهر اپريدى دګيلو مانو ازاله کيدے شى.
خو اوښياران وائى چې پړق ديو لاس نه نۀ خيژى دا صرف دکواټ لاچۍ يا دجنوبى اضلاع دشاعرانو مسئله نۀ ده بلکې دا زمونږ دټولو پښتنو عموماً دشاعرانو اديبانو خصوصاً اجتماعى مسئله ده ځکه چې ددې نه وړاندې هم په پښتو کښې ډير اخبارونه چې ورځپاڼې به وى مجلې اوونيزې مياشتيزې او درې مياشتنۍ هغه هم بندې شوى دى چې علت ئې صرف او صرف داؤ چې هغوى سره کومه سرمايه وه هغه به ئې په دغو اخبارونو مجلو ولګوله او بيا به دپولۍ پړق ته کښيناستل او دغسې به دپښتو جريدې او اخبارات دتنزل ښکار شو او بند به شو ولې بيا هم په دغو جريدو او اخبارونو کښې داسې مخلص او محنت کش ملګرى وؤ چې هغوى ته کله هم موقع په لاس ورغلې ده سر دوباره ئې اخبارات او مجلې شروع کړ دى لکه په دې موجوده وخت کښې مونږ دمياشتنى ليکوال پيښور او اووۀ ورځنے هيواد داسلام اباد مثال ورکولے شو ځکه چې دغو دواړو جريدو خپل وجود ژوندے ساتلے دے اګر کۀ دڅه وخت دپاره دتعطل ښکار شوے هم دے. لۀ بده مرغه داوخت دپرنټ ميډيا دور بللے شى او صرف زمونږ په هيواد کښې دشمير نه سيوا اخبارات او جريدې ډيرې په تيزۍ سره ترقى کوى او ورځ په ورځ نوى نوى اخبارات او مجلې مارکيټ ته راځى خو ولې دپښتو دمطبوعاتو حالت بيخى بدل او برعکس دے خو مايوسى ګناه ده که خبره دجرس وى نو طاهر اپريدى صاحب خپلې ټولې مجبورۍ او وجوهات په ډاګه کړ ىدى او ګيند ئې دپښتنو شاعرانو اديبانو مينه والو او شتمنو کورټ ته راغورځولے اوس ددوى دجواب په صورت کښې به دجرس دوجود اوژوند پته لګى ګنې طاهر صيب خو فيصله کړې ده چې زۀ ستړے شوے يم او اوس دمه کول غواړم.. بايد زمونږ شاعران اديبان پوهان دژبې مينه وال او شتمن پښتانۀ په دې مسئله کښې په سنجيدګۍ سره دلچسپى واخلى او دخپلې ژبې دمطبوعاتو دپاره يوه داسې پاليسى او لائحه عمل جوړ کړى چې دجرس په څير هرې مجلې او اخبار ته يو افاقى او دائمى حيثت ورکړى او دمطبوعاتو په مالى بحران باندې دائمى قابو وموندل شى؟؟