Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د حنيف خوبي و کاميابي

محب الله شوق

خپرؤنو نېټه: 29 ستمبر 2003

نوشاد على باتور ديرش کاله وړاندې يونظم وئيلے ؤ چې ((باتوره نظم تجربې غواړى))

داهاغه زمانه وه چې خان باتور ځوان زلمے ؤ او جذبې ئې ليونۍ وې. او ليونۍ جذبې هاغه صلاحيت دے چې يو باشعوره زلمى باندې څه داسې کارنامې کول غواړى چې هغه په نورو بنيادمو کښې خاص کړى، يو نوم يو مقام يا يو رنګ وګټى. زلمے حنيف خليل چې کله ما څه موده وړاندې د عزتمند مشر مرحوم قلندر مومند د ساهو ليکونکو دمرکې په يو څو تنقيدى نشستونو کښې پرله پسې وليده او د نظم او نثر پحقله مې د هغه د تنقيدى رائې او اظهار پله پام شو نو د دۀ پحقله مايوه خپله رائې قائمه کړه، چې دۀ سره ژبه، ذهن، فکر او احساس شته او کۀ دغه جذبو ته د چا باشعوره شاعر اديب اوعالم د تجربو ځلا ور اورسيده نو يقينا ً چې د حنيف خليل د پوهې صلاحيتونه به رابرڅيره شى، او کۀ دے په سړه سينه او کوټلې جذبه د دغه خپلو صلاحيتونو نه کار واخلى او دا پښتو ادب ته پيرزو کړى نو خامخا به ترې يو ښه اديب او يو ښه څيړنکار را اووځى چې د پښتو ادبياتو لمن به ښائسته او ښيرازه کړى.

په ادبياتو کښې د ټولو نه کږليچن او د زړۀ چاودون کار تحقيق او څيړنه ده، دژوند ژواک، علم ادراک، تجربې او تجزيې په دغو لارو دزرګاؤ کلونو خزانې رابرڅيره کول دفکر او نظر د خاوندانو دتخليق تحقيق رائې او دفن لټون او دهغې پحقله خپله رائې قائمول مطالعه ، مشاهده علم او پوهه غواړى او دا دزړۀ چاودون کار ځکه دے چې دغه لټون او څيړنه ډيره زياته خوارى او په اصلى معنو کښې دزړۀ زور او حوصله هم غواړى.

دحنيف خليل دحوصلې او دزړۀ دزور پته ماته ددې نه لګيدلې وه چې څه موده وړاندې دۀ په ادبى محفلونو کِې تنقيد ته دوړاندې او په فرنټير پوسټ اخبار کښې دچاپ کولو دپاره دپښتو ژبې دشاعرانو اديبانو پحقله دمقالو او مضمونونو يوه سلسله شروع کړه او ډير مضمونونه ئې وليکل، او چاپ هم شو په دغه مقالو او مضمونونو کښې چې کومه اهمه او دکار خبره ما محسوس کړې وه، هغه داوه چې دۀ دکوم يو قلمکار پحقله هم قلم را اوچت کړے دے نو وړومبے ئې دهغه صنف پحقله تحقيقى خبرې کړى دى په کوم کښې چې دغه قلمکار طبعه ازمائى کوى او بيا ئې په دغه حواله دقلمکار دليک جاج اخستے دے.

ددې نه وروستو په مختلفو مجلو کښې دحنيف خليل ډير تحقيقى او تنقيدى مضمونونه چاپ شو او بيا پرله پسې درې کتابونه دهميش خليل دژوند او فن پحقله، اردو کښې دحمزه بابا دژوند او زيار پحقله بابائے غزل او درحمان بابا اعجاز، په نوم هم ميدان ته راووتل، ددغه درې واړو کتابونو او دحنيف دډير زيار او کړون پحقله چې دهر چا هر څه رائې وى خو زما په دې حقله ايکى يوه او سکوټه رائې داده چې پښتو او پښتنو ته دډيرو علمى او ادبى اثارو ضرورت دے او بيا په تيره تيره دلټون او څيړنې دکار ضرورت خو ډير سيوا په دې دے چې کومې ادارې يا خلق ددې کار دپاره مقرر دى او دعلمى ادبى اثارو دلټون او څيړنې کار ورته په حواله دے هغوى ټول عمر دخپل ځان او خپل ذاتى کار نه چاپيره چور ليدلى دى او دپښتنو قيمتى قامى پنګه ئې دخپله سره ځار کړې ده. اوس دادحنيف خليل غوندې دليونو قلمکارو او ليونۍ جذبې لرونکو ښاغلو ذمه وارى ده چې دغه مزلې پښې ابلې وى او کۀ په سينه خوئيدل وى اووهى او دپښتو دشتمنۍ منزل راسر کړى.

په اخره کښې زۀ دخپلې دې رائې څرګندونه کوم چې دحنيف خليل شمار مونږ دنوى نسل په هاغه څيړنکارو او نقادانو کښې کولے شو چې دهغه دړومبنو کوششونو نه دا اندازه لګى چې د امکاناتو خورې ورې لمنې او ويړې پولې دهغه دقلم دحرکت په انتظار کښې دى دحنيف دتحقيقى او تنقيد مضمونونو خاصيتدادے چې هغه دشخصياتو په حواله دنقاد او محقق منصب په پوره ايماندارۍ سره او بې دڅه ويرې ترهې ترسره کړيدے او دهغه ددې روئيې نه دا اندازه لګى چې هغه د ناوابستګۍ ياچاسره دڅه تړون نه بغير دخپل فکر او خيال په څرګندولو پوهيږى او دا ماته ددۀ يوه لويه خوبى او کاميابى ښکارى.

Comments powered by Disqus