Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د دوحې دپښتنو - جګې شملې

ليک : سيد ممتاز على شاه

خپرؤنو نېټه: 22 اکتوبر 2003

دازما بد نصيبے نۀ دے نو نور څه دى چې يوه ادبى ټولنه هغه هم دپښتو ادبى ټولنه ( پاک پښتو ادبى ټولنه _ دوحه قطر)) نولس کاله وړاندې په وجود کښې راغلې ده او ماته دهغې باره کښې هيڅ معلومات نۀ وؤ عن تر دغې ورځې چې زۀ دارواښاد ارباب سيف الرحمان خليل دمړينې د دريمې ورځې دعا نه واپس راتلم ښاغلے سيد صابر شاه صابر راسره ملګرے شو دهغه کلى ته راغلو دلاچو ډکه قهوه ئې راباندې وڅښله او بيا ئې يو کتاب ((جګې شملې) راپيرزو کړو زه دښاغلى صابر مننه کوم.

 نۀ يوازې دا چې دمختلفو شاعرانو چوڼ شوى ښکلى خوندور او زړۀ راښکونکى کلام زما دشوق او ذوق سترګې مړې او سړې کړې، زۀ ئې ددغه شمله ورو شاعرانو اديبانو دژوند، ژواک دپښتو ژبې او ادب دپرمختګ دپاره هلو ځلو نه هم خبر کړم. ((جګې شملې)) واقعى هم ددوى د سرونوسره ښې ښکارى. دقام زلميه پښتنه شمله دې جګه اوسه راچې لوګے کړم درنه خپلې سپيلنۍ سندرې دخپل وطن نه لرې، په پردى هيواد کښې، په نامساعدو حالاتو کښې دمورنۍ ژبې دناوې سينګارولو چې کوم زړۀ پورې کار دوى په خپله ذمه اخستے دے هغه دستائنې وړ دے زۀ ددې شاه زلمو سپيځلو جذبو ته سلام کوم بايد چې و طنوال پوهان، دانشوران، دوى په ملا وټپوى، ستائنه ئې وکړى په لپو لپو شابسے او په جولو جولو دعاګانې ور پيرزو کړى او دوزير بادشاه جانان ګيله ورکه کړى. زړۀ پورې او معيارى ادب هله تشکيليږى چې دبنده بشپړه مطالعه وى دوخت دقيدو بند نه ازاد وى پرسکونه ماحول ئې دخپلو جذبو داظهار دپاره تر لاسه وى .

 دپاک پښتو ادبى ټولنې دوحه قطر ټول وګړى په دې هم د داد مستحق دى چې دا دروزۍ په لټون کښې دديار غير په شاړو دتشو کښې سروهلى بر وهلى مسافر پښتو ژبه خپله مور ګڼى او دخپلې مور خصمانه روزنه پالنه په خپل مال اوسر دواړو کوى او دا ئې ثابته کړې ده چې مزل کۀ هر څومره اوږد دے لاره کۀ هرڅومره ازغنه ده منزل کۀ هر څومره لرې دے دپښتنو شاه زلمو حوصلې دغه هومره مضبوطې او ځوانې دى.

 سازونه سُر کړئ دبر تږ دے حوصلې مې ځوانې زما زده نۀ دى ددمې دستومانۍ سندرې دکتاب ((جګې شملې)) دمضمراتو نه داخبره په واضحه ډول جوتيږى چې پاک پښتوادبى ټولنه دوحه قطر په مختلفو وختونو کښې دايمانداره، مخلصه با اصوله او بې غرضه ژبپوهانو دسيورى لاندې پاتې شوې ده ځکه خو دا تر اوسه ژوندۍ او فعاله ده بې دچانه دڅه طمعې او بې دڅه لالچې دټولنې دوګړو په خپلو کوششونو او کاوشونو خدائې تعالى دې وکړى چې دادب دا ګلستان دې هم داسې ښيرازه وى.

 زۀ نۀ شاعر يم نۀ اديب دپښتو يو فنکار يم بيا هم ښه ليکنه نظم وى کۀ نثر، په ما ښه لګى او خوند ترې اخلم دډرامې سره مې پخوانۍ رشته ده او دنيمۍ صدۍ نه زيات عمر مې دفن په رشته کښې دفن دليلى په طلب په کاڼو شګو کښې منډې ووهلې خو، ((ناروا شه که خبر په زور او زير شوم)) زۀ يو ځل بيا دسيد صابر شاه صابر دپيرزوئنې مننه کوم چې زۀ ئې دې څو کرښو ته وهڅولوم او قدرمنو فيروز اپريدى او امت بنګش ته په دې ښائسته کتاب تاليف کولو مبارکى ورکوم

Comments powered by Disqus