Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

ارګمے او پرينجے

ليک : استاد نقاد

خپرؤنو نېټه: 22 اکتوبر 2003

دانسان ځينې جسمانى حالتونه داداب او تهذيب او وقار څخه مخالف وى چې دهغوى په ليدلو دخلقو په زړونو کښې کرکه او بې خوندى پيدا کيږى. دارګمۍ په وخت دانسان خُلۀ وازه شى او په دغه وخت کښې دخُلې څخه د (( آه ، آه)) يا ((ها،ها)) بې خونده اواز ووځى اودمخ طبعى شکل ئې بدل شى اغو يوه خندنۍ څيره ورڅخه جوړه شى ځکه دمفهوم رسول په دې زرينو الفارو کښې بيان او تشريح کړے

ارګمۍ دشيطان لخوا دے او څوک چې په دې حالت کښې آه آه کوى نو شيطان دهغه په نس کښې لۀ دننه څخه په هغه پورې خاندى، او په ځينو ځايو کښې حضور اکرم صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې هر کله خوک په تاسو کښې ارګمۍ کوى نو خپله خُلۀ دې پټه کړى ځکه چې په دې وخت کښې شيطان دهغه په خُلۀ کښې ننوځى نو اسلام دا بې خوندى په مختلفو طريقو او لارو بند کړيدے حکم خو دادے چې هر کله ارګمۍ يو داسې څيز دے چې هغه انسان بندولے هم شى ترڅو چې ممکنه وى بايد ارګمۍ بند کړے شى او دارګمى په حالت کښې هاه، هاه اوازونه ويستلے شى او که دغه کار ونۀ کړے شى نو بايد چې په خُلۀ لاس کيږدى او يا پل څيز خُلې ته ونيسى.

دارګمى په خلاف پيغمبر صلى الله عليه وسلم دپرنجى دبندولو په خصوص کښې کوم هدايت نۀ دے کړے بلکې دائې دخدائې له خوا بللے دے او بله دا چې ارګمۍ دوجود دروندوالے لټۍ او سستۍ نتيجه وى. او پرنجۍ دوجود دسپک والى نتيجه وى يعنې ارګمۍ په وجود کښې سستى او لټى پيدا کوى او پرنجى په وجود کښې تازګى

شاه ولى الله صاحب ليکىچې دپرنجى په ذريعه د دماغ څخه ځينې بخارونه دباندې وځى او په دې ترتيب پرنجۍ دشفا سبب کيږى نو په دې بنا شريعت پرنجى کوونکى ته حکم کړيدے چې هغه دې په پرنجى شکر وکړى او الحمد لله دې ووائى او نور خلق دې دهغه په جواب کښې يرحمک الله ( يعنې الله دې په تا رحميږى) ووايى خو سره ددې هم دايو بدرنګه شے دے او کله کله دپرنجى سره دانسان دپوژې څخه ګند راوځى نو لۀ دې کبله بايد دپرنجى په وخت کښې خُلۀ په لاس او يا په کپړه پټه کړى لکه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم همدا طريقه ده ځکه چې يو هغه څيز چې دپوزې څخه راوحى پټ شى دويم داچې دهغو مرضونو مخنيوے وشى کوم چې يو سرايت کوى. يعنې متعدى وى.

 ترڅو دجامعې افراد ددۀ دضرر څخه وژغورل شى. نو ځکه وائى چې دپرنجى په وخت کښې هم بايد خُلې ته دسمال يا لاس ونيول شى چې هم ئې اواز ټيټ شى او هم هغه مکروبات چې راوځى ډير تيت نشى کۀ څه هم دارګمى په خصوص کښې رسول اله صلى الله عليه وسلم کوم حاص حکم نۀ دے ورکړے مګر سره ددې هم لۀ دې څخه څوک انکار نۀ شى کولے چې په عام مجلس کښې ارګمۍ کول دتهذيب نه مخالف کار دے. بايد انسان په عام مجلس کښې دارګمى دويستو څخه ځان وساتى

Comments powered by Disqus