خپرؤنو نېټه: 6 نومبر 2003
زۀ نه پوهيږم چې ددې مقالې شروع له کومه ځائې څخه پيل کړم ترڅو دګرانو هيوادوالو اوعزتمندو لوستونکو لپاره دعبرت اوپرې دعمل کول وړو ګرځى . خوکاش چې ددردمندو زړونو او خوږ(( ژبل )) قلب څخه دانوربې غمه او بې درده زړونه خبريدے اوکاشکى خلقو يودبل دزړۀ په غمونو باور اودهغوى حماسى ئې يقينى بللى
زړونه هغه ماتيږى چې دغمونو يو داسې پيټے پرې انبار وى دکوم چې دائې توان نه لرى هغه چې بغير د غمونو څخه ئې په ژوند هيڅ نه وى ليدلى اويوه ثانيه ئې خوشحاله هم نه وى تيره شوى اوهميشه په کړاونوکښې کړيږى نوبياله دساې مات زړۀ اوغمزده خلقو څخه هغه خلق څه خبر دى چې په هوسائى سره ژوند تيروى دخپل نفس دخواهشاتو مطابق ژوند کوى په پيسو اوياخوبيخى دوطن څخه په بې فکرى اوبې غمى کس دخپل عيش اوعشرت شپې سباکوى
اوارام اوبې غمه ژوند تيروى نه بلکې هرګز نه ؟ داسې خوهيڅ کله هم نهشى کيدے چې دارام ژوند لرونکى دغمزده خلقو سره غاړه پهغاړه او غړى په غړى شى مګر حالات تردې حده بدل شوى چې هر څوک دظالم پلوى کوى اومظلوم نور هم په خله خله وهى اودمظلوم اواز دچاترغوږ هم نه رسى دا چې څه شوى دى او څه کيږى او څه به اواز دچاتر غوږ هم نه رسى
دا چې څه شوى دى اوڅه کيږى او څه به وشى داخوټول دماضى ،حال او ائنده خبرې دى خومګر په حال کښې دابيچاره افغانان څه غواړى څه وائى څه اميد لرى اوڅه بايد وشى زماپه فکر دافغانانو نيکې هيلې اميدونه همدا دى چې دافغانستان او ددې ملت سره دى نور ظلمونه بند شى او دهر افغان په زړۀ کښے هم دغه پټې چغې دى چې کوم زۀ دخپل قلم په نوکه ليکل او تاسوګرانو هيوادوالو او عزتمندو لوستونکو ته وړاندې کول غواړم
افغانان څه غواړى؟ افغانان نورې وعدې اوسوګندونه نه غواړى افغانان صرف دخپل وطن بيا ابادول اوسمسورول غواړى اوخپل ګران وطن افغانستان دنورو ملکونو په شان ښکلے او شاداب ليدل غواړى
افغانان څه غواړى؟ افغانان سوله او دجنګ خاتمه اوانسانى حقوق او انسان ته دانسان په سترګه کتل غواړى
افغانان څه غواړى؟ افغانان دوطن بياابادولو لپاره ملى وحدت ټوپک سالارانو دغلامۍ څخه نجات او دملى شتمنيو دحفاظت لپاره ملى فوځ غواړي.
افغانان څه غواړى؟ افغانان مذهى او سقافتى تحفظ اودخپل منځ نه دکرکو اونفرتونو ديوالونه نړول غواړى او خپل اقتصادى حالاتو ښۀ کولو لپاره دخپل مسلکى پوهې او تجربې په بنا دکارزمينه خپلو صلاحيتونو پکار راوستل کار اهل کارته سپارل اواهل کارته دکار موقعه ورکول غواړى.
افغانان څه غواړى؟ دورورولۍ ژوندتيرول او دحق داوازداوچتولو لپاره جمهوريتى نظام غواړى
افغانان څه غواړى؟ افغان ملت دنسل ژبې ترمنځه دافرق اوتفريق لرىکول اوديو موټى افغان په حيث داسيا زړۀ زرغونول غواړى
افغانان څه غواړى؟ افغان اولس خپله ولاړه بيړۍ له دې طوفانى سمندر دچپو نه راويستل اودخپل مستقبل اونوى نسل لپاره ښه روښانه ځلانده سرلوړى سباون اوپه نړۍ کښې اوچت او ستر مقام ته درسيدو اميد لرى او غواړى
افغانان څه غواړى؟ افغانان نور ددې ظلم جبر بربريت وينې تويدلو څخه ستړى او بې زاره شوى افغانان دخپلو کونډو يتميانو شل او ګوډو په زخمونو دمالګې او مرچکى په ځائې دمينې او محبت اودارام اوپه سکون ژوند پټۍ او مرهم لګول غواړى
افغانان څه غواړى؟ افغانان نور دخپل وران اوويجاړ کور چې دکلونو کلونو راسې داور په لمبوکښې سوزى اوايره ايره کيږى نور سوزيدل اوايره کيدل نه غواړى
فغانان څه غواړى؟ افغانان غواړى چې داخپل کور دسره اباد اوسمسور کړى خپلې شاړې زمکې ابادې خپلې ورانې خونى جوړې او خپل شاړ اوسوى مکتبونه جوړکړى افغانان غواړى چې داخپل وران او ويجاړ سرکونه پلونه جوړ کړى
فغانان څه غواړى؟ افغانان خپلو اولادونوته د ټوپک په ځائې قلم اودجنګ او نفرت په ځائې دمينې اومحبت درس ورکول غواړى
زۀ اميد لرم چې زما داپورته څوکرښې ليکل دهر افغان که لوئې دے اوکه وړوکے نر دے که ښځه دزړۀ ارزو اوارمان اواميد دے نو لهذا زۀ دخپلو ټولو هيوادوالو څخه هيله کوم چې زاړه خصوماتونه نفرتونه شاته اودلوئى عزم سره راوړاندې شى او خپل دا وران او ويجاړ هيواد سره اباد او زرغون کړى هوکه هرڅوک ددې عزم په مخ کښې خنډ جوړيږى هغه ته مخ تور اوپه خره ئې سورکړئ چې دنورو داسې خلقو دعبرت سبب وګرځى لاندې يودوه بنده شعرعرض کول غواړم . څوک در په درپه خپل وطن کښې خوار او زار پراتۀ دى
څوک په سروينوکې لت پت بې موره اوپلار پراتۀ دى
څوک ديو قپ ډوډۍ په طمعه په شپو نهار پراته دى
څوک په سور ژمى په خيموکښې خلقه خوار پراته دى
زۀ دې خپلې مقالې ته په دې لاندې څوجملو سره دپائى ټکے ږدم دعا وکړى چې اول دې خدائې مااصلاح اوپه سمه لاره روان کړى اوبيادې الله دافغانستان هريو بچے اصلاح اوپه سمه لاره روان کړى . اوپه کښې ټول افغانان لاس پورته کړئ اودعا وکړئ چې خدائې دې زمونږ دې مشران اوليډرانو ته دنيکې هدايت وکړى او دوطن اوددې وطن دبچو سره مينه او محبت پيداکړى اودخودغرض اوجاطلبى نه ازاد کړى